(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درسنیودنړیوالې ورځې نمانځغونډه

[02.May.2013 - 13:16]

نجیب الله الوخیل
د خوست خبریالان او درسنیو استازي وايي، چې پر ژورنالستانو باندې د جګړې د ښکیلو خواوو له خوا فشار، مالوماتي سرچینو ته پر وخت نه لاسرسۍ ،د سیمه ییزو رسنیو لپاره د عایداتي سرچینو نشتون ،د ژورنالستانو دکاري او مسلکي ظرفیتونو ټیټوالۍ،  د خبریالانو ترمنځ نه همغږي او یو شمیر نور لاملونه هغه ستونزې او ننګونې دي ،چې درسنیو د بهیر دپرمختګ او اغیزمنتوب مخه يې ډب کړی ده.
هغه لمانځغونډه چې  د غرغښت په نوم د یو سیمه ییز ټلویزیون په نووښت درسنیو د نړیوالې  ورځې د لمانځنې په موخه  په خوست کې د بیلابیلو سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو د خبریالانو او استازیو په ګډون جوړه شوې وه له حکومت او نورور اړوندو ادارو څخه په یادو برخو کې د همکارۍ اوپاملرنې غوښتنه وشوه.
ازاد خبریال امیر بهیر وویل ،چې تر اوسه عدلي او قضايي ادارې  نه دي توانیدلي هغه کسان چې له خبریالانو سره زور زیاتۍ کوي او یا په تاوتریخوالي لاس پورې کوي ترقانوني تعقیب لاندې ونیسي چې دا کار د خبریالانو د مایوسۍ لامل شوی:
((
درسنیو پر وړاندې زیاتې ستونزې او ننګونې موجودې دي اول دا چې دپيښې ځای ته نه پریښودل کیږي، په خپل وخت اړوندو مالوماتو ته لاسرسۍ نه لري،  له بلې خوا د جګړې د ښکیلو غاړو تر فشار لاندې وي .بله لویه ننګونه داده چې کله ژورنالیستان له تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي وژل کیږي، وهل کیږي، ټکول کیږي ،قضايي او عدلي ارګانونه تر اوسه نه دي توانیدلي او په دې باندې نه دي بریالي شوي چې هغه د پیښو عاملین ونیسي او محاکمه يې کړي،دې حالت ژورنالستان له مایوسۍ سره مخامخ کړیدي .))
لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار مشال راډیو سره په خبرو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې ملامته کړ ،چې یاد وزارت درسنیو او خبریالانو له خوا  درسنیزو تخطیو او سرغړونو پر مهال درسنیو د قانون محتوا ته پام نه کوي او پرته له دې چې د سرغړونو د څیړنې کمیسیون ته مسله راجع کړي مخامخ يې عدلي او قضايي ادارو ته سپاري:
((
د دې ورځې نه په ګټه اخیستنې سره زه د افغانستان په دولت او حکومت باندې دا غږ کوم لکه څه ډول چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یا ځنې نورې ادارې پرته له دې چې د افغانستان د رسنیو قانون په پام کې ونیسي ځکه هغه وضاحت لري که چیرته یوه رسنۍ او یا یو ژورنالیست ګویا تېر وتنه کوي،  دوی باید د شکایاتو کمیسیون ته محول شي او بالاخره تخطیو ته د رسیده ګۍ کمیسیون ته وبلل شي ،هغوی ګوري که چیرته سرغړونه لږه وه توصیه ورته کو ،  لږه درنه وه نقدي جریمه ورکوي او که په اصطلاح وزن او ابعاد يې زیات ول هغه بیا عدلي ارګانونو، څارنوالۍ او محکمې ته ورپیژني،  زما هیله دا ده د رسنیو دا قانون چې اوس نافذ دی د هغې مطابق دې له رسنیو او ژورنالیستان سره چلند وکړي.))
د چارو شنونکی امیرشاه کارګر وړاندیز کوي چې رسنۍ دې ځان له انجويي حالت څخه را وباسي او ولسي بڼه دې خپله کړي، نوموړی وايي په افغانستان کې رسنۍ مثبت لوري ته روانې دي :
((
رسنۍ ویده بیداروي،  ولاړو ته حرکت ورکوي ،ډیر تیز را ورو کوي ،سپاره راپرځوي او پلي سپروي او زه فکر کوم په افغانستان کې رسنۍ تر څو چې له ( (NGO او نورو منابعو راوتلي نه وي تر هغو ولسي کیدای نه شي، کله چې ولسي شوې نو انجیو ته په کې ضرورت نه وي، خو تر اوسه چې په رسنیو کې کومه لړۍ روانه ده او کوم کار چې روان دی زه يې مثبت ارزوم.))
دولایتي شورا رئیس سید کریم خان خاکسار وویل چې رسنیو له دوی سره د خلکو او سیمه ییزې ادارې د غوښتنو په انعکاس کې ښه ونډه ترسره کړې او دوی د خلکو د استازیو په توګه له رسنیو رضایت په ډاګه کوي :
((
په اوسني وخت کې درسنیو له ټولو استازو او خبریالانو څخه موږ د ولایتي شورا غړي ډیر راضي یو ،موږ هغه مشکلاتو کې چې له مرکزي ادارې سره بوخت یو، زموږ هغه مشکلات او ستونزې يې د خلکو غوږونو ته رسولي دي، موږ ترې خوښ او خوشاله یو، که ژورنالیستان هر ډول ستونزې ولري د ولایتي شورا دروازې ددوی پرمخ خلاصې دي.))

مبارز محمد ځدراڼ وویل چې د خوست سیمه ییزه اداره درسنیو په ارزښت باور لري او د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې لپاره د ځانګړو برنامو په عملي کیدا کې به مرسته  وکړي،  دده په وینا له رسنیو سره په تفاهم کې دي او دوی لپاره يې د ښه کاري چاپیریال د برابرولو لپاره خپل امکانات برابر کړي دي:
((
ژورنالیزم ډیر زیات ارزښت لري، دلته ۲۰۱۴ کال راروان دی ،خوست سټراټیژیک او سرحدي موقعیت لري نو همدې ارزښتونو او اړتیاوو ته په پام سره موږ همیشه هڅه کړی چې په لومړي قدم کې خو د ژورنالیستانو او سیمه ییزې ادارې ترمنځ ښه اړیکې رامنځ ته کړو، او په دویمه درجه کې دوی په مختلفو وختونو کې را دعوت کړو موږ د دوی مسائیل واورو او دوی موږ  څخه واوري او په ګډه توګه او په ګډو سلا مشورو سره اوسنیو اړتیاوو سره لازم قدمونه واخلو او کوښښ به وکړو چې دوی ته د ژورنالیستیک کار ښه زمینه برابره کړو.))
په خوست کې درسنیو خبریالان او استازي داسې مهال دمې ددریمې یا درسنیو د نړیوالې ورځې لمانځنه کوي، چې په دې ولایت کې په تیرو لسو کلونو کې  اته غږیزو رسنیو  او دوه ټلویزیونونو خپل فعالیتونه پیل کړي، خود سیمه ییزو رسنیو د خپرونو پر کیفیت یو شمیر خلکو تل  نیوکې کړیدي. Source: MashaalRadio

- الوخیل
بېرته شاته