(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

واده تیار دی

[14.May.2013 - 22:05]

ایمل مړوند

ختیځ ادبي بهیر ملګرو د خپلو پرله پسې اونیزو غونډو په لړ کې دا اونۍ په خپله ۴۳ مه غونډه  کې د باز محمد عابد د (واده تیار دی ) تر سرلیک لاندې په لنډه کیسه کرکتنه وکړه.

غونډه چې د ۱۳۹۲ کال د غويي د میاشتي پر ۲۰ مه د جلال اباد ښآر د میدیوتیک په انګړ کې جوړه شوې وه پرانیسته يې محمود خزان د قران پاک د مبارکو ایاتونو پر تلاوت وکړه، مشري يې انجینر راحت ګل سوکال کوله مېلمه يې امین الله ملاخېل و او د کوربه پر څوکۍ نقیب احمد اتل ناست و. د دریځ چارې جمال ثاقب سره وي او کزارش يې ایمل مړوند لیکه.

د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو او ملګرو پرې خپل نظرونه ورکړل.

محمود خزان وویل: مړوند ښه ګزارش لیکي خو نن يې ډېر زیات تېز ولوستلو او د ځينو کسانو نومونه يې هم سم نه و لیکلي.

بازمحمد عابد وویل: (( زه چې کله هم د مړوند په عمر کې ومه نو د بهیر ګزارشګر ومه او ما به ټوله اونۍ په ګزارش لیکلوکار کاوه، چې لږ وخت به مې هم پیدا کولو نو یو برخه به مې لیکله)).

نوموړي زیاته کړه ګزارش لیکل ډېر سخت کار دی ځکه د نورو د خولې ټولې کړې خبرې په داسې انداز لیکل چې د تېرې ناستې تصویر وړاندې کړي لوی کار دی، خو د نیکه مرغه مړوند دا کمال لاندې کړی دی او سره د ډېرو زیاتو بوختیاوو ډېر ژر او ښه ګزارش لیکي.

باز عابد د مړوند د ګزارش لیکلو لاره خوښه کړه، خو ترڅنګ يې ورته لارښونه وکړه چې د ځينو تکراري کلمیو د راوړلو نه دې ډډه وکړي.

راحت ګله سوکال وویل ګزارش يې خوښ شو، خو په یو ځای کې ګزارشګر د ځواب خبرې راخلي وايي: ((ځواب بیت خوښ کړ. په خبره يې کلیوالي انځورونه په کې دي او ریښتیا هم په هیواد کې ډزو ډوز او انقلابونو په غرونو کې شپونکی او نغمې ورکې کړي دي، نو په بیت کې یو ارمان شته دی )).

هغه زیاته کړه دلته د ځواب په خبرو کې د (( ریښتیا هم)) جمله داسې راغلې چې لوستونکې فکر کوي چې ګوندې د ګزارش ګر خپل نظر دی.

پر ګزارش له خبرو ورسته د توکو د اروزونې په برخه کې بازمحمد عابد ((واده تیار دی)) تر سرلیک لاندې خپله لنډه کیسه ارزونې ته وړاندې کړه.

عابد په خپله لیکنه کې د یو پېښوري ځوانان چې کوژده يې کړي وي او واده ته په تیاري بوخت وي د ژوند کیسه کوي خو د هغه په خپله ژبه او خپله خوله .

دلته د عابد صیب کیسې ته تم کیږوچې کټ مټ رانقل شوې:

(( خپله  بد قسمتي خو هلته رامالومه شوه چې اته کلن به وم چې پلار مې په حق ورسيد. د ځوانې خور او تور سرې مور ذمه واري راترغاړې شوه.  اوس هم چې کله د سکول ماشومان وګورم چې د کتابونو بستې يې شاته اچولي وي، په ايمان چې  خپل ماشومتوب راياد شي. ايله له کچي نه پېلې ته تللی وم او د الف انار، ((ب))  بسته آوازونه مې په مزغو کې ازانګې کولې. د پلار له مړينې به مې لا يوه هفته نه وه پوره شوې چې مور مې له سکول نه و ايستم او د مهربان مستري ته چې موږ سره په ګاونْډ کې اوسيده وروستم او په شاګردۍ يې ورسره کينولم.

له هغې ورځې را په دې خوا دا دی شل کاله ووتل، چې زه يم او په ګريسو او تيلو ککړې جامي دي. دا اوس چې هم ارګمی اچوم له خولې نه مې د تيلو وږمه ځي.  د ځوانۍ د مستۍ نه مې په ايمان کې هيڅ مزه اخيتسي وي. خو څه وکړم، نا چاري ده، زموږ روزي به يې په همدې کې ليکلي وي. خو بيا هم په هر حال شکر ايستل په کار دي. د خدای کرم دی چې د مهربان  استاد په څير خواخوږي مو شته دی.

څو ځلې مې پخه اراده وکړه چې يوځل دا خپله چنغله تر کوره کړم، نو سمدستي به مې خورکۍ چيرته په ښه کورنۍ کې خوندي کوم. خو تراوسه معاملې سر نه دی

نيولی. خو دا ځل مې د واده کولو ضد کړی دی او هرڅنګه چې کيږي، دا ضد به تر سره کوم.

سهار چې څنګه له خوبه پاڅيدم، مورجانې ته به مې ووايم چې خواښې کره کې لاړه شي، نن لسم دی، بس چې راروانې پېلې ته ترې د واده نيټه واخلي. خورکۍ ته مې ووايم چې بيټک ووينځي او يوه لويه درۍ په کې اواره کړي. نور څه نه بس يو ديګ او ټيپ ريکارډر ته ضرورت دی چې د هندي فلمونو ګانې په کې په لوړ  غږ وغږوم چې پته يې ولګي. ورځ دوه دې په کوڅه کې د پرپرکو په لګولو ولګي. بيا هم دوه درې هفتې په کې شته. چې يو ځل کوڅه رنګينه کړم بيا دې د ولس يو ځای لاس خلاص وي او د پوليس بل ځای. بيا نو موږ ته په هوجره کې په جوارۍ باندې څوک څه نه شي ويلی. چې واده څو رارسيږي په پړکې به مې کافي مال راټول کړی وي، چې د واده يو څه بوج خو پرې اوچت کړم کنه. د فرنيچرو له غم نه خو مې لا دوه کاله پخوا خواښې بې غمه کړی يم. د سونې له غمه هم خلاص يم، يو څه خو مې د مورکۍ له واده نه راته پاتې ده او يو څه چې مې د خسرګنۍ ډيمانډ دی هغه مې مور لا پخوا په اندرشهر کې د يوه زرګر سره خبره کړې ده چې د سر ټيکه او قيمتې هار به د څه وخت له پاره په کرايه راوړي.

خوړې ته مې هم چرت نه دی خراب. مهربان استاد راسره له پخوانه پخه  وعده کړې ده چې زوی يې له دوبۍ نه راشي، نو پوره شل زره روپۍ به راته په پور را کوي او دا دی دا څو يمه ورځ ده چې زوی يې له ډېر مال سره له دوبۍ نه د دوه مياشتو په چوټۍ راغلی دی.

خو بيا هم د نورو ميلو ټيلو له پاره پيسو ته ضرورت شته. د واده نه يوه هفته مخکې به مې د ترورۍ زوی ته ووايم چې له محلې نه شل پنځه ويشت سرمست ځوانان راټول کړي او نکريزي راته راوړي. زه به مې هم خورکۍ ته ووايم چې په محله کې ټولې همزولې جينکۍ نکريزو ته راوغواړي. خيشته جينۍ به په کې خوښه کړم چې ځوانانو ته نکريزي په ګوته پورې کړي. دې خبرې ته ټولې خوشحاليږي، يوه هم په کې انکار نه کوي. او چې يو ځل يوه ځوان ته په ګوته نکريزي پورې کړي او بيا ترې ګوته په موټي کې کلکه ونيسي، مجال شته چې د سلو نوټ ورنه کړي. بلا پيسې به راټولې شي.

که څه هم د نکريزو پيسې د هغه چا وي چې څوک يې راوړي، خو د ترورۍ زوی مې دی، په نيمايي خو به يې راسره ومني. او که يو ځل د محلې ځوانانو د نکريزو مزه واخيسته، بيا ګوره چې د واده تر شپې پورې له نکريزو نه خلاص نه شم، خو هر يو سره به يې په نيمايي خبره پخوم، چې کم از کم درې څلور ګلينه ټره، لس دولس تولې چرس او اوه اته ګټې کارتوس خو پرې وشي. اخر واده دی  کنه، چې دا ياران خو په کې څه موج ميله و کړي. د ترورۍ لوريانې مې چې له خورکۍ سره په سده ګرځيدې ورته به ووايم چې په څلورمه محله کې هم ست وکړي، هسې نه هم خلک دومره اوزګار نه دي چې پردو ودونو ته لاړ شي، خو د ناوې سده خو به مو پرې واوړي، يو څه

اندازه پيسې په دې هم لاس ته راتلی شي. د ډمانو خو څه کمی نه شته، له کله نه چې د طالبانو حکومت په کابل کې راغلی دی، د کابل ټولو ډمانو پيښور ته مخه کړې ده او بې پيسو ودونو ته ځي، او څنګه به نه ځي زرګونه روپۍ په ميدان کې راټولوي، خو له داسې يوې ډلې سره خبره کوم چې د ميدان پيسې راسره په نيمايي ومني. زه به هم ورته له ډبګرۍ نه دوه درې خيشته هجړاګان راولم چې ميدان د ګونګروګانو په شرنګا کې لوټ کړي.

بس نور يې نه ځنډوم او نه بلې موقع ته ګورم. سخرګنۍ ته مې هم شرمينده يم او څنګه به شرمينده نه يم، دا څلورم کال دی چې چنغله مې د پلار په کور ناسته ده. اخر د پښتو ملک دی، پښتونولي ده. د ټکمارانو يارانو پيغورونه هم نور نه شم برداشت کولی. بس نور رانه صبر نه شي. سهار وختي چې له خوبه پاڅيدم مورکۍ او خورکۍ ته مې وايم چې بيټک ووينځي او خپله ډاريک د مهربان استاد کور ته ورځم او ورته وايم چې په خپلې کړې وعدې وفا وکړي چې واده تيار دی)).

 

پر کیسه د خبرو پیل ضاالدین همت مل وکړ. وې  ویل د عابد د نورو کیسو په شان دا کیسه هم ښکلې وه، خو ځينې کلیمات په کې د نورو ژبو کارول شوي وو.

راحت ګل سوکال وویل د عابد ټولې کیسې  ښکلي دي او له ځان سره ډېر زیات عیني انځورونه لري چې له امله يې لوستونکی سم ورسره ګرځي.

زیاته يې کړه دا کیسه يې هم د نورو په شان ډېره انځوریزه ده او تر پایه لوستونکی له ځان سره ساتي، خو ولې پای یا د اوج نقطه يې نه لرله او یا خو ورته د ده پام شوی نه دی.

سوکال د همت مل په ځواب کې وویل: چې عابد د یوه پېښوري ځوان کیسه کوي او د هماغه په خپله ژبه او خپله خوله لګیا دی.

محمود خزان هم د سوکال د خبرې ملا تړله ویل يې چې کیسه ډېره انځوریزه او د اوریدو پر مهال يې فکر کولو چې ګوندې تر دې وړاندې هم ورته چا دا کیسه کړې ده.

نادر دانش هم کیسه خوښه کړه د هغه په وینا کله، چې سړی د کیسې همدا څو کرښې ولولي نو پوهیږي چې دا ژبه د لیکوال نه بلکې د کیسې د کریکټر ژبه ده.

د دانش په خبره په کیسه کې يې تر ټولو پای یا  اوج خوښ شو، چې لوستونکو ته يې ګنې پوښتنې پرېښودلې . هغه وویل کریکتر د واده لپاره ټول پلانونه جوړ کړل چې دا او هغه به کوي خو نوره کیسه خلاصیږي، په باور يې دلته لوستونکیو ته ګنې پوښتنې پیدا کیږي چې ایا واده څنګه شو. وشو کنه او داسې نورې...

نادر دانش وویل که کیسه پر ملګرو وېشل شوې وای، ملګرو  به پرې لا ښې خبرې کړې وې.

نقیب احمد اتل هم د باز عابد د کیسه لیکنې ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې عابد تر دې مهاله کومې کیسې لیکلي دي ټولې يې ښې دي او دا کیسه يې هم تر نورو کمه نه ده.

اتل هم د کیسې په انځوریزه برخه ټينګار کولو چې لوستونکي ته يې انځورونه مخکې کېښودل. نوموړي د بېلګې په ډول وویل د عابد د یوې کیسې په یوه برخه کې يې لوستي وو (( کیسې په یو ځای کې راغلي دي چې پردې ودونه به یوه اونۍ مخکې موږ تودول)) د اتل په وینا ريښتیا کلیوال ځوانان د خپلو دوستانو په ودونو کې له یوې اوونۍ وړاندې نه لا ستړي او ستومانه وي.

عبدالله سهار هم کیسه خوښه کړه، نوموړي په کیسه کې ځينو اضافي کلیمو ته ګوته ونیوله چې باید لنډې راغلې وې، هغه د بېلګې په توګه د کیسې یو جمله یاده کړه چې په کې ویل شوي وو(( حسر ګنې ته مې هم شرمیده یم او څنګه به شرمینده نه یم دا څلورم کال دی چې چنغله مې د پلار په کور ناسته ده)).

سهار په یاده جمله کې (( او څنګه به شرمینده نه یم)) جمله زیاته یاده کړه په خبره يې که دا ترېنه لري شي هم بسنه کوي.

د ملګرو تر خبرو ورسته خپله عابد دریځ ته پورته شو، نوموړي وویل:((دا کیسه ده او په کیسه کې رواي کریکټر غږوي چې یو پېښوری ځوان دی او په خپل کټ کې پروت دی او په خیال پلو کې د خپل واده پلان جوړوي چې په واده کې به څه کوي )).

د نوموړي په وینا دا چې کیسه باید خرکت ولري او کریکترونه له ځان سره ولري، خو دا کیسه یاد توکی نه لري ولې هڅه يې کړې ده چې د پېښوریانو د وادونو کوم دود او دستور چې دی هغه لوستونکو ته په انځوریز او کیسه ییز ډول وړاندې کړي.

د هغه په وینا په کیسه کې د زمان او مکان یادول هم ډېر اړین وي. په دې کیسه کې که په ځانګړي ډول نه دی یاد شوی خو تصویر شوي دي لکه : په یو ځای کې راځي (( له کله نه چې طالبانو په کابل حکمت شروع کړی دی)).چې دا دلته د زمان تصویر وړاندې کوي او د مکان تصویر د کریکټر له خبرو معلومیږي لکه:(( ډيماڼد، سونه)) او داسې نور ...

عابد یو ځل بیا په خپلو خبرو کې وویل چې دا په ټوله معنا کیسه نه ده ځکه کیسه باید ګڼ کریکترونه، اوج  او خوځښت ولري، خو دا کیسه یوازې یو کریکتر لري او هغه هم بې نومه.

عابد زیاته کړه یاده کیسه اوج نه لري چې د کیسې غوټه په کې خلاصه شي، یوازې یو تخیل دی او حرکت هم نه لري خو بیا يې هم تاسو او نورو لوستونکو ته خوند ورکوي لامل يې دادی چې انځوریزه ده.

د نوموړي د خبرو په جریان کې مړوند د عابد نه پوښتنه وکړه: (( عابد صیب تاسو وویل چې دا کیسه  اوج، حرکت او کریکټرونه نه لري، نو کله چې په یو کیسه کې دا درې واړه برخې دومره کمزورې وي دې ته کیسه ویلی شو؟)).

عابد وویل: ((  زموږ د کیسو لپاره تیوري نږدې اتیا کاله وړاندې لیکل شوې ده او بله خبره داده، چې اول تیوري نه ده جوړه شوې بلکې اول تخلیق شوی دی او بیا ورته تیوري جوړه شوې ده که تاسو د شپون صیب کیسې وګورئ، نو تر یوه بریده له تیورۍ سره برابرې نه دي زه فکر کومه که له دې ورسته تیوري جوړونکي تیوري جوړوي همداسې د شپون صیب او ځينو نورو لیکوالو له کیسو به يې جوړوي)).

خو راحت ګل سوکال بیا د عابد له دې خبرو سره چندان جوړ نه و او ویل يې که چېرته د کیسې لیکلو ډول همداسې وي او یا شي نو لیکل به يې ډېر اسانه شي او هر سړی به د کیسې لیکلو توانايي ولري.

ځينو نورو ملګرو هم د عابد سره د کیسې د یادو شوو انځورونو په اړه بحث او پوښتنې وکړې او نوموړي ورته ځوابونه ویل.

تر ارزونې ورسته ازاده مشاعره وشوه، چې لسګونو تنو شاعرانو په کې خپل شعرونه وویل.

په پای کې وټاکل شوه چې راتلونکې اوونۍ به بهیروال د عبدالفهیم رحیمزي د نوې چاپ شوې شعرې ټولګې مخکتنه کوي.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.​

- ایمل مړوند
بېرته شاته