(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبرتیا

[18.May.2013 - 11:28]

د خاص کونړ ادبي  او کلتوري  ټولنې پتيلې ده چې د وطن شهید ارواښاد محمد قاسم خان د یاد ژوندې ساتلو لپاره د هغه په اړه کتاب خپور کړي

 د هیواد له درنو شاعرانو او لیکوالانو څخه په ډیر  درناوې هیله کیږي چې د ارواښاد په اړه خپلې هر ډول لیکنې او شعرونه تر مونږ را ورسوي تر څو د یوې منظمې او جلا ټولګې په بڼه د ولس تر ګوتو ور ورسیږي او د وطن د شهید ارواښاد قاسم خان یاد د ولس په زړونو او ذهنونو کې ژور پاتي شي.

تاسې کولای شئ خپلې لیکنې ، مطالب  او شعرونه له لاندې ادرسونو مونږ ته را ولیږئ


په خورا درنښت

بریښنالیک    [email protected]

سکايپ      rezwanullah.sshpoon

استاد عرفان الله کوټوال    0772931465
رضوان الله شپون   0778865788  او 0789499149


یادونه : په کونړ کې دوستان  کولی شي ، چې خپلې لیکنې ، مطالب  او شعرونه د خاص کونړ ادبي  او کلتوري  ټولنې  مشر او دستوري مجلې مسئول مدیر استاد عرفان الله کوټوال ته   ورکړي

پته: د خاص کونړ ولسوالي، تنر کلې  د ستوري کتابتون

په درناوي

رضوان الله شپون

- شپون
بېرته شاته