(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمنی: د کونړ سیند مشاعره جوړه شوه

[22.May.2013 - 22:15]

په جرمني کې د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه

د روان2013 م  کال د مۍ د میاشتې په 18نیټه  دشنبې (خالي) په ورځ د المان د کولن په ښار کې د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې په کوربه توب د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه، چې د المان سربیره پکې د نورو اروپایي هیوادونو څخه په لسګونو شاعرانو ، په سلګونو مینه والو، هیوادوالو او په بن کې د افغانستان د قنسلګرۍ مرستیال ښاغلي عصمت الله سین زي هم ګډون کړی و.

مشاعره د ماښام په اوو بجو پیل شوه، چې د دغه ټولنې د کار د ډلې غړي ښاغلي شیرولي شیر ئي د سټیج او ویاندویې چارې پر مخ بیولې، نوموړي له هیواده بهر دغسې ادبي مشاعرې او غونډې د ډیرو ارزښتونو سره سره د خپلې ژبې د ساتني او پالني لپاره ګټورې وبللې.

په پیل کې ښاغلی عابد الله ساپی د سپیڅلی قرآن تلاوت ته راوبلل شو، ورپسي د ټولنې د کار د ډلې په استازیتوب ښاغلي سید رحیم خان یوسفي پرانیستونکې وینا وکړه، نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې له هیواده بهر د خپلې ژبې او کولتور د ساتلو په هکله ګټورې خبرې وکړي او په ګران هیواد یي د ګاونډیو له خوا د هر ډول یرغلونو غندنه وکړه او افغانان یي یووالي ته راوبلل. ورپسی ښاغلي فریدالله ساپي یوه په زړه پورې ادبي او هنري لیکنه واوروله، له دې وروسته ښاغلي محمد رحیم یوسفي (د کونړ سیند وایې) تر سرلیک لاندې خپله هر اړخیزه مقاله ولوستله. د رارسیدلو پیغامونو د ډلې څخه د ټولنې د کار د ډلې غړي ښاغلي اتل سالارزي د کونړ د فرهنګیانو او د کونړغږ د مجلې او د ټولنې د کار د ډلې غړي ښاغلي نصیر ستوري د خاص کونړ دکولتوري او ادبي ټولنې، د ستوری د مجلې او د پیژندل شوي ژورنالسیت ښاغلي یوسف هیواددوست پیغامونه ولوستل.

له دغې برخې وروسته ښاغلي شیرولي شیر مشاعرې ته له پراګ څخه راغلي میرمن  ډاکتری فریدې هوډ سیفي ته بلنه ورکړه تر څو د مشاعرې د ویاندویي چارې پر مخ یوسي. میرمن هوډ د مشاعرې په پیل کې دروند استاد ښاغلي هدایت الله وطنیار ته بلنه ورکړه، ښاغلی وطنیار د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې او د دغې مشاعرې د سمبالوونکو څخه مننه او د دوئ د نور چوپړ او بریاوو هیله یي وکړه او خپل یو ښکلی شعر یي وړاندې کړ.

په مشاعره کې د پښتو ژبي او هیواد درنو، نامتو او منلو شاعرانو اغلیو او ښاغلیو نبیله وفا، سهیلا حسرت نظیمي، اسیه محرابي، هاجره حرکت، مروه رووفي ، عبدالمالک بیکسیار، انجنیر ودیر ساپي، حاجي امین باوري، مختار لونګ شینواري، نذیر احمد نذیر، جلال امر خیل، فضل الربي رستم، هیواد شیرزاد، ولایت خان ځدران، هلمند شیرزاد، مبارز ساپي، محمد آجان یار، عبدالوهاب سرتیر، عثمان خان، ارین بهار، خپلواک وطنیار، الحاج الهام الدین قیام، حمید احساس، اسدالله زمري، میرنواز روهین، یاسین امانت، عزت الله وزیروال، انور نیکزۍ، مطیع الله روفي، خالد ساپي، ذبیرسالارزي، او کاکا جان وطندوست خپل شعرونه، بریالي ویاړ د ښاغلی اجمل اند شعر، ښاغلی ځلمي قاضی خیل د حامد الوتاند شعر، چې مشاعری ته یې رالیږلي وو، واورول چې د ګډونوالو په تودو چک چکو او ولولو بدرګه شول.

د مشاعرې وروستۍ برخه موسیقۍ ته ځانګړې شوي وه چې د هیواد خوږ ژبو او منل شوو سندرغاړو میرمن هما افغان میني، میرمن اسیه محرابي او ښاغلیو هر یو ایازي صیب، فرهاد دولتزي، غرزي متین، فیض الله امیري او یاد سندرغاړي ښاغلي کبیر امیري خپلې خوږې او په زړه پورې سندرې واورولې چې د برخه والو د ډیرې خوښۍ سبب وګرځیدې، د یادولو وړ بولو چې دغه برخه د ځوانانو له خوا د ملي اتڼ په اجرا کولو نوره هم ښکلې او رنګینه شوه چې د شپې تر دوو بجو پوري یي دوام وکړ. په پاې کې درنو شاعرانو او سندرغاړو ته د یو شمیر مشرانو او د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې د کار د ډلې له خوا د ګلو ګیډۍ ډالۍ شوي.

د مشاعرې د انځورونو لپاره لاندې لینک و ټوکۍ:

https://plus.google.com/photos/100089614731224050142/albums/5880844410052873889?banner=pwa

په درناوی

عزیز سرشار

- عزیز سرشار
بېرته شاته