(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کندوز: د ریدي ګل مشاعره جوړه شوه

[23.May.2013 - 16:29]

همایون بابر- د کندوز ولایت ګڼ شمیر شاعرانو، لیکوالانو،او د شعر او ادب  مینه والو ترڅنګ د کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا، کابل بغلان، تخار، بدخشان او بلخ ولایتونو شاعرانو او لیکوالانو د ریدي ګل کلنۍ مشاعره کې برخه اخیستې وه.

په کندوز کې هرکال د ریدي ګل کلنۍ مشاعره د پسرلې ادبي او کلتوري ټولنې لخوا جوړیږي چې سږکال د ځینو تخنیکې ستونزو له امله په داسې حال کې ترسره شوه چې د ابدان دښتې د ریدي ګلونه رژیدلې وو.

په کندوز کې د پسرلې ادبي اوکلتوري ټولنې مشرغلام حیدر حیدر وویل، د ریدي ګل مشاعره هرکال د یادی ټولنې له لوری جوړیږي چې د کندوز شاعرانو،لیکوالانواو د شعروادب مینه والو ترڅنګ د نورو ولایتونو شاعران اولیکوالان هم په کې برخه اخلې، سږکال هم د ګڼ شمیر لیری پرتو ولایتونو څخه مشاعرې ته میلمانه راغلې و،چې دغه چاره کولې شي د شاعرانو اوفرهنګیانو ترمنځ همغږۍ غښتلې کړي.

همدغه راز حیدر زیاته کړه، مشاعره يي د کندوز ولایت مقام په مالې لګښت جوړه کړي وه خو نوموړي د یاد ولایت د یوشمیر چارواکو نه ګیله درلوده چې په غونډه کې ېې فزیکې ګډون نه و کړي چې په باور يي د مور او میرۍ چلند ورسره کړي.

همدغه راز د غونډی یوتن برخوال ګل رحیم نیازمن وايي دا د ریدي ګل اوومه مشاعره ده چې په یاد ولایت کې جوړیږی هغه زیاته کړه پخوا به د یادی غونډی مالې لګښت قومې مشرانو او سپین ږیرو پرغاړه اخیستې خوسږکال د کندوز ولایت مقام پرغاړه واخیست نیازمن زیاته کړه، دغه ډول غونډی کولې شي د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړی کړی او د خلکو په منځ کې د سولې او ثبات لپاره هیلې راوټوکوي.

هغه وویل د مشاعري نه يي پوره خوند اخیستې ځکه مشاعره یوه آزاده مشاعره وه، او نږدي ټول شعرونه وطنې ، حماسې وو هغه يي د یوې لنډۍ حکایت کوي:

زما په نصیب کې جانان نشته  ـ  که د تعویذ پرځای ملا پرغاړه کړمه  

کندوز میتشې فرهنګیان وايي ترپخوا په دغه ولایت کې د شعر او ادب غوټۍ مخ په غوړیدو دي چې مینه وال يي هم ترپخوا څوبرابره زیات شوي دی.

۲۳/۰۵/۲۰۱۳

- همایون بابر
بېرته شاته