(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ختیځ ادبي بهیر ناسته ترسره کړه

[06.Jun.2013 - 15:26]

ختیځ ادبي بهیر خپله  ۴۵اونیزه ناسته ترسره کړه

ختیځ ادبي بهیر ملګرو د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي میاشتې  په ۱۰ مه  خپله ۴۵ مه غونډه د جمعې په مبارکه ورځ د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې وکړه.

ناسته سهار نهه بجې بصیر احمد تلاش د قران پاک د مبارکو ایاتونو پر تلاوت  پرانیستله. دا اونۍ د غونډې مشر استاد عبدالصبور وطنوال کوله د مېلمه پر څوکۍ عمران خزان ناست و او کوربتوب يې محمود خزان کولو.

د ویندويۍ چارې جمال ثاقب سره وې او کزارش عرفان الله بیدار لیکه.  په سر کې بهیروالو د مومند خپروندیه ټولنې مشر نصیرمومند چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ناروغۍ په بیستر پورت دی د روغتیا په موخه د لوی څښتن دربار ته د دوعا لپاره لاسونه لپه کړل او نوموړي ته يې دروغې سټې غوښتنه وکړه.

دکره کتني په برخه کي  ضیاالدین همت مل د ((ګنډیرلالا نظام  )) تر سرلیک لاندي ازاد نظم کره کتي ته وړاندي کړ.

 په نظم د خبرو پیل د ګران محمد ګران لخوا وشو، ګران نظم خوښ  کړ خو ځني فروفي تیروتنو ته يي اشاره اړینه وبلله، هغه ویل سره د دې چې د نظم له ټولو خواوې ښکلی وې، خو ځينې فروفې تېروتنې يې لرلې چې د نظم خوند يې خراب کړی و.

محمود خزان هم د همت مل د نظم لیکلو ستاینه وکړه، زیاته يې کړه یو ځای کې راغلي دي ( دا لا څنګه پسرلی دی چې پردي دلته ګرځيږي))  که همدا نیم بیتی داسې شي، چې  (( دا لا څنګه پسرلی دی چي پردي دلته دیره دي)) په باور يې نور به هم ښکلی شي.دخران دلارښوني سره ډیری ګډونوال هم غږي ول.

 ورپسي عرفان الله بیدار وویل د همت مل صیب ټول نظمونه ښکلی دي او دا نظم یي هم په ښکلو الفاظو پیل شوی دی. نوموړي زیاته کړه په نظم کي راغلی (( لوڅ لغړ ونو اغوستي شني جامي دملنګانو)) په دي بیت کي مفرد او جمعي ته پام نه دی شوی.

 ګران محمد ګران بیاوویل چي که داسي راشي جوړ به شي (( لوڅو ونو هم اغوستي شني جامي دملنګانو)).

سمعیم الله ننګیال که څه د نورو ملګرو د نظر سره همغږی نه و خو ویل يې چې شاعر د نورو لپاره خپل احساسات نه شي قرباني کولي نوموړي د خپلو خبرو د لا پخلي لپاره د کوزې پښتونخوا د ښه شاعر رحمت شاه سایل یاد کړ چې ډېری وخت يې ویلی دی چې د خپل خیال لپاره د قافیې او ردیف قرباني ورکوي.

رحت ګل سوکال په ټوله کي نظم دپیغام او رنګینو الفاظو له مخي خوښ کړ نوموړي وویل چي همت مل کمال کړي اوډیرو رنګینو الفاظو کي یي خلکو ته ښه پیغام وړاندي کړي .

سوکال دپروفی تیروتنو تر څنګ دي بیت  ته هم اشاره وکړه  ((دپاچا دزني لاندي ))  په وینا يې که داسي شي  چې (( دپاچا دږیری لاندي )) لا خوند په وکړي ، خو محمود خزان بیا وویل چي یاد بیت په خپل ځاي سم دی او دشاعر مطلب دادی چي دپاچا تر څنک کسان هم په ویره ژوند کوی او ځنو یي دمرګ جام نوش کړی  دی .

دکره کتني وروسته دشعر څشتن دریځ ته وبلل شو همت مل د منني تر څنګ د فروفی تیروتنو پړه دکمپیوټر کار په غاړه واچوله.

 ور پسي یوه ازاده مشاغره وشوه چي داستاد لال پاچاازمون په شمول لسګونه شاعرانو پکي خپل شعرونه واورول.

 دمشاعري وروسته د ختیځ ادبي بهیر انتخابي مشر دریځ ته لاړو او بهیروالو نه یي غوښتنه وکړه چي دګزارش لیکونکي او ویاند وخت پوره شوی پکار ده، چي بدلون په کي راشي دبهیروالو دګډي پریکړي وروسته غرفان الله بیدار دبهیر ګوزارش لیکونکي او احمد جمال جمال دبهیر دراتلونکو  ۶ میاشتو لپاره ویاند وټاکل شو.

 ورپسي عمران خزان دخبرو وخت واخست نوموړي د ختیځ ادبي بهیر ناستې ډېرې زیاتې ارزښناکې یادې کړې په ځانګړي ډول د کرکتنې برخه، نوموړي ټولو بهیروالو ته بلنه ورکړه چې په یو شمېر هغو ولسوالیو کې چې ادبي ناستې کیږي سفرونه وکړي او برخه په کې واخلي.

نوموړي وویل سره د دې چې په ځينو سیمو کې ادبي ناستې کیږي خو د ارزونې برخه يې ډېره کمزورې ده او یا په نشت حساب ده، په خبره يې که چېرته بهیروال په یادو ناستو کې برخه واخلي، نو ورسره به هلته د ډېرو شاعرانو شعرونه په تول پوره شي او خپلو نیمګړتیاو ته به متوجې شي.

د ناستې د پای په شیبو کې ویاند د دې اونۍ د ناستې مشر مېلمه استاد عبدلصبور وطنوال  ته د غونډې د ارزولو په موخه بلنه ورکړه. وطنوال دبهیر والو ټولي هڅي ګټوري وبللي اوغونډه يي ښه وارزوله .

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیدله.

عرفان الله بیدار

Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
 
Phone # 0773410589/0786384859
 
Email: [email protected] 
- بیدار
بېرته شاته