(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرانکفورت: دافغانانومظاهره

[11.Jun.2013 - 12:33]

د فرانکفورت په ښار کی دافغانانو اعتراضیه مظاهره

زرغونه ژواک عطا

د شنبی په ورځ دجون په اتمه د فرانکفورت په ښار کی د افغانو ښځو په وړاندی د تاووتریخ والی د منع د قانون د تصویب په پلوی چی څو ورځی وړاندی د افغانستان دملی شورا د ځینو کړویو له خوا د نه منلو سره مخامخ شوی وو یوه درنه اعتراضیه مظاهره په اروپایی هیوادو کی د افغانو ښخو د شورا او دماربورګ د ښار د مرستندویی افغانی ټولنی او نورو هیوادوالو په ګډون تر سره شوه ،
د دی مظاهری پیل په اروپایی هیوادو کی د افغانو ښځو د شورا د اجراییه کمیتی غړی او د همدی شورا د مرستیالی اغلی زرغونی عطا ژواک په خبرو پیل شوه ورپسی د ماربورګ د شار د افغانی مرستندویی ټولنی مشری او د اروپایی هیوادو کی د افغانو ښځو د ښورا د اجراییه کمیتی غړی اغلی شیما غفوری خپله وینا واورول دریمه ګډون واله اغلی نادیه قانع وو ، ورپسی د فرانکفورت دافغانو ښخو د ښورا مشره اغلی نسرین منصور په خپل وار سره برخه واخیسته ، بیا د ماربورګ دښار دافغانی ټولنی په استازیتوب اغلی نظیفه یعقوب یو شعر چی د افغانو ښځو د ژوند ښه هنداره یی په شعر کی ښکاره کړی وه واوروی بیا د افغانو ځوانانو په استازی توب یوی ځوانی په المانی ژبه د افغانو ښځو د ژوند د حال بیان وکړ چی د ټولو له خوا بدرګه شو او وروسته د مظاهری قطعنامه ولوستل شوه .
ورپسی ګډون والو د فرانکفورت په شار کی د تګ په حال کی د شعارو په ورکولو او د انځورونو سره یو ارام او سوله ایزه مارش تر سره کړ او د ځوانانو په مرستی د ګډون والو نه امضاوی هم را ټولی شوی او د مازیګر پر شپږ بجو مظاهره ختم شوه .
موږ یوار بیا د ټولو دوستانو نه چی زموږ سره یی پدی څو ورځو کی هر ډول مرستی کړی دی په تیره د اسمایی د سایت د مسوول ښاغلی حمیدالله عبیدی نه چی یوه اونی یی د ټولو پوهو او د ښځو د فعالینو لپاره پرانیستی د بحث پانه فعاله ساتلی وو چی ټول پر یو ګډ محور باندی کارونه سرته ورسیوی ، د محترم نور منګل او نور محمد غفوری نه چی د مطالبو په ترجمه کی یی فعاله وڼده درلوده او بیاهم د اسمایی د سایت نه چی د ټولو شوراګانو ، نهادونو ، کمیتو ، مستقلو اشخاصو حمایه او پیوستون یی خپل د سایت له لاری خپرول اوزموږ سره یی په ډیر صداقت مرستی سرته رسولی دی ځای لری چی د زړه له کومی کورودانی او مننه څرګنده کړو .
موږ به په تفصیل ټولی مقالی او پریکړه لیک ستاسو حضور سره شریک کړو په راتلونکی کی .

- عطا
بېرته شاته