(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په اروپا کی د میشتو افغانی مدنی ټولنو...

[11.Jun.2013 - 12:39]

په اروپا کی د میشتو افغانی مدنی ټولنو او سیاسی ګوندونو ګډ پریکړه لیک

د روان عیسوی کال د جون د میاشتی په ۷مه نیټه د جرمنی هیواد د کولن ښار سره تړلی د هیورت په ښارګوټی کی د کنړ د ځوانانو د کلتوری ټولنی په بلنه او کوربه توب چی په اروپایی هیوادونو کی د کلتوری ټولنو او سیاسی ګوندونو  د استازو سربیره په کی ګڼو په هیواد او ملی یووالی مینو درنو شخصیتونو هم برخه اخیستی وه غونډه جوړه شوه.

غونډه په هیواد کی روان سیاسی حالت ته چی په هیواد دننه او ګاونډ کی د ځینو  پردیپالو  د افغانانو د ملی یووالی دښمنانو د ښکاره او بیشرمه لاسوهنو او هر اړخیزو یرغلونو په وړاندی مسایلو ته ځانګړی شوی وه، د دود سره سم د سپیڅلی قرآن په تلاوت سره پیل شوه ورپسی برخه والو د خپلو افغانی او ملی نظرونو په رڼا کی په افغانستان کی میشت قومونه چی د پیړیو پیړیو راهیسی په دغه خاوره کی ژوند کوی ګډ کلتور او تاریخی ویاړونه لری سره ورونه ګڼی او د دوی درناوی او نیکمرغه راتلونکی په ملی یووالی کی وینی، د هغه تش په نوم بی احساسه افغانانو، سیاسی کړیو او ګاونډیانو بیشرمه هڅی یی چی د افغانستان او افغانانو د یووالی په وړاندی یی کوی په کلکه وغندلی او افغانان یی د تل په شان د پردیو د شومو موخو په وړاندی ورورولۍ او ملی یووالی ته راوبلل.

برخه والو په پای کی د رایو په غوڅ ډیره کی (اکثریت) سره لاندی پریکړه لیک صادر کړ:

* مونږ په افغانستان کی میشت ورونه قومونه د یو واحد ملت غړی ګڼو،  ټول هغه سیاسی او فرهنګی خوځښتونه چی د پردیو هیوادنو او په تیره بیا د ایران او پاکستان له خوا په افغانستان کی رازیږدلی او غواړی چی د هیواد ملی ارزښتونو او ملی یووالی ته زیان رسوی په کلکه غندو.

* مونږ په هیواد کی د هغو ځوانو  ملی خوځښتونو او  ملی خپلواکه رسنیو څخه چی د خپلو  سرونو  په بدل کی همدا اوس په افغانستان کی د ایران د فرهنګی بی شرمه یرغل او د پاکستان د استخباراتی جګړی په وړاندی یی د خپلو ملی ګټو څخه د دفاع په خاطر مبارزه پیل کړی غوڅ ملاتړ اعلانوو.

* د دی لپاره چی په هیواد کی د پردیو د فرهنګی یرغل مخه نیول شوی وی او ورونو قومونو ترمنځ د وروګلوۍ او ملی یووالی روحیه پیاوړی شی د افغانستان د حکومتی او دولتی چارواکو  نه په کلکه غوښتنه کوو چی:

الف: د هغه مکلفیت له مخی چی د اساسی قانون په چوکاټ کی دولت ته په غاړه دی په ښوونیزو، روزنیزو، پوهنیزو (علمی) موسسو او د هیواد په ټولو پوهنتونونو کی پښتنو ته پخپله مورنۍ ژبه د زده کړی زمینه برابره کړی، همدارنګه په دولتی ادارو کی د پښتو ژبی د دودولو لپاره لازم او پر ځای اقدامات وکړی.

ب: وروستیو پیښو وښودله چی د ایران د فرهنګی یرغل د فعالیتونو او سازمان ورکونی مرکزونه د کابل پوهنتون او نورو علمی مراکزو څخه سرچینه اخلی، دولت باید په یادو او ورته ځایونو کی د ایران ټول فرهنګی او مذهبی مرکزونه بند کړی.

ج: مونږ د افغانستان په حکومتی واکدارانو او دولتی چارواکو غږ کوو او په کلکه تری غواړو چی هغه دولتی پردی پالی وګړی او چارواکی چی د دولتی امکاناتو څخه په ناوړه ګټی اخیستنی سره د پردیو هیوادونو د ګټو او غرض نه ډکو هڅو لپاره کار کوی له دندی، واک او چارو ګوښه کړی، هیواد او ملی یووالی ته د خیانت په جرم یی عدلی او قضایی ارګانونو ته وروپیژنی.

په درناوی

د یو موټی او خپلواک افغانستان په هیله

هغه ټولنی او سیاسی سازمانونه چی په غونډه کی یی د استازو او یا پیغام په وسیله برخه اخیستی وه نوملړ په لاندی ډول دی:

اریانا افغان کلتوری ټولنه سویډن

دعوت د خپلواکه رسنیو مرکز، ناروی

د افغانانو کلتوری ټولنه اسلو، ناروی

د سپین غر مجلی اداره، ناروی

افغانی کلتوری ټولنه، تروند هایم، ناروی

د لکیوال ادبپال ټولنه، ډنمارک

کنړ کلتوری ټولنه، ډنمارک

د افغانانو کلتوری ټولنه (ایرلن) هالنډ

د پیلوزی او بورا مجلو اداره، ډنمارک

پښتو ادبی بهیر، بلجیم

د افغانستان د کلتوری ودی ټولنه، جرمنی

د افغان ملی یوالی ټولنه، جرمنی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند، جرمنی

د افغانستان د ملی یووالی ګوند

د کنړ د ځوانانو کلتوری ټولنه، جرمنی

- عزیزسرشار
بېرته شاته