(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خیبر:تعلیمی سیمینار تر سره شو

[18.Jun.2013 - 22:24]

فرهاد شینواری


د خیبر ایجنسۍ په لنډی کوتل سیمه کې یوې نادولتی ادارې لنډی کوتل ایجوکیشنل سوسایټی له خوا یو تعلیمي سیمینار تر سره شو، چې د یو شمیر سرکاری او شخصي سکولونو او کالجونو په سلګونه زده کونکو په کې ګډون کړي وو.

په دې سیمنیار کې د نهم لسم په بورډ امتحان کې کامیابو ذده کونکو ته د خپل تعلیم جاری ساتلو او بیا مخکې د بیلا بیلو مضمونونو د انتخاب او اهمیت په حقله پوهه ورکړې شوه د سکالر شپ او انټری ټیسټ طریقې هم وروښودل شوې او د ملک په نورو برخو کې په تعلیمی ادارو کې د قبایلی سیمو زده کونکو له پاره په بیلا بیلو شعبو کې مختص کړۍ شوو سیټونو نه هم خبر کړۍ شول،د دغې سیمینار د مقصد په حقله د لنډی کوتل ایجو کیشنل سوسایټی یو عهدیدار طیب احمد مشال راډیو  ته وویل:
((موږ د خیبر ځایي زده کونکو ته داسې معلومات ورکړل چې دې وړاندې ترې نه ووخبر،موږ دوی ته د میرټ په بنیاد،د خپلې مختص شوې کوټې په بنیاد او د سپورټس کوټې په زریعه په بیلا بیلو کالجونو او یونیورسټیو کې د داخلو ترلاسه کولو نه خبر کړل او د بهری یونیورسټیو د سکالرشپ طریقې مو هم وروښودلې))

​په دې سیمینار کې شریک او تربیت ورکونکی د یونیورسټۍ یو زده کونکې محمد بلال وویل:

((امید لری چې دې سیمینار نه به دې زده کونکو ته ډېرې ګټې ورسیږی دا ځکه چې دا د دې هم نه وو خبر چې د فاټا له پاره په اسلامیه کالج کې څومره سیټونه دی او په لاهور کې په بیلا بیلو کالجونو او یونیورسټیو کې څومره سیټونه دی،نو دې مو خبر کړل))

دا چې دې سیمینار نه زده کونکو څه معلومات تر لاسه کړل ؟ په دې حقله په دې وروستیو کې د لسم جمات په بورډ امتحان کې پاس شوی یو زده کونکې محمد فاروق وویل:

(( موږ ترې ډېر ښه معلومات تر لاسه کړل، زه اوس په دې پوهه شوم چې یو غریب تن هم چې تکړه وی او شوق لری وړیا تعلیم هم حاصلولوۍ شی،د داخلې نه خبر شو،د شکالرشپ نه خبر شو،اوس راته مخکې مزل آسان شو،او زه غواړم چې ډاکټر جوړ شم او د خپل ولس خدمت وکړم ))

د لنډی کوتل ایجوکیشنل سوسایټی عهدیدارانو زیاته کړه چې دوی به په عملی توګه هم هڅه کوی چې په پیښور کې او د ملک په نورو برخو کې په تعلیمی ادارو کې د خیبر قبایلی سیمې زده کونکو له پاره داخلې واخلی او دوی ته د اعلا او معیاری تعلیم حاصلولو موقعې ور په ګته کړی.

- فرهاد شینواری
بېرته شاته