(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مردان: په جنازه ځانمرگي بريد

[18.Jun.2013 - 22:40]

دپښتونخوا دمردان ضلعې  په شيرگړهـ سيمه کې  په يوه جنازه کې  د شوي ځانمرگي بريد له امله   دصوبائي اسمبلۍ دازاد  غړي عمران مهمند په گډون ٢٥ کسان  وژل شوي  اؤ ٣٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه دنهې په ماذيگر په شيرگړهـ سيمه کې  هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دسيمې ديو مخور مړ شوي تن عبدالله جنازه کيدله.
 
دپښتونخوا داطلاعاتو وزير شوکت علي يوسفزئ په دغه  ځانمرگي بريد کې  د٢٥ؤ کسانو دوژل کيدو اؤ ٣٠ؤ دژوبل کيدو دتصديق کولو په ترڅ کې وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دجنازې په مهال  ځانمرگي بريد کول کله هم  ديو مسلمان کار نۀ شي کيدى.
 
شوکت يوسفزي تصدیق وکړو چې په دغه چاؤدنه کې دپي کى -٢٧ څخه  منتخب شوى دپښتونخوا  اسمبلۍ ازاد غړى عمران خان هم هم وژل شوى دى.
هغه ددغه پيښې په سختو ټکو کې  غندنه کړې  اؤ وائي تر دې مهاله  نۀ ده په ډاگه چې   په دغه ځانمرگي بريد کې څوک ککړ دي.
شوکت يوسفزي وويل حکومت دپيښې دپلټنو  حکم کړى دى.
دمردان ډويژن دپوليسو مشر جعفرخان ميډيا سره  دخبرو په مهال وئيلي دي  ځان وژونکي  ځان پسې  تړلي بارود جنازه کې دولاړو خلکو په مينځ کې الوځولي، چې له دې امله  په زيات کچ مرگ ژوبله رامينځته شوې ده.
دپيښې څخه وروستو مرستندويه ډلې دپيښې ځايې ته  رسيدلي اؤ امدادي کارروايۍ يې پيل کړ دي.
 
دسوبې داطلاعاتو وزير وائي  په مردان کې دايمبولينسو دکموت له امله سوبائي حکومت دپيښور څخه هم ايمبولينسونه مردان ته روان کړي  دي.
بايد وويل شي دسوبائي اسمبلۍ غړى عمران  مهمند د٢٠١٣په انتخاباتو کې دصوبائي اسمبلۍ  دحلقه پي کى-٢٧ څخه په ازاد ډول کامياب شوى  ؤ.
سرچينې وائي  په پيښه کې عمران مهمند سخت ژوبل شو اؤ هغه په سمدستي ډول مردان ميډيکل کمپليکس ته دعلاج دپاره ورسول شو، خو هلته يې دزخمونو توان رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.
 
په پاکستان کې په ١١م مئ  دترسره شوؤ عامو انتخاباتو څخه راپديخوا  دخيبرپښتونخوا  داسمبلۍ دغه دوهم منتخب غړى دى ، چې دترهه گرۍ ښکار شوى.
له دې وړاندې  دپښتونخوا دواکمن گوند  تحريک انصاف  سره تعلق لرونکى دسوبائي اسمبلۍ غړى فريدخان  وسله والو  په هنگو سيمه کې  هاغه مهال وژلى ؤ، کله چې هغه په يوه جنازه کې دگډون کولو وروستو کور ته ستنيدو

بلخوا په کابل کې  دنهې (سه شنبې) په ورځ يوه  بمي چاؤدنه کې  درې کسان وژل شوي دي.
 
دغه بمي چاؤدنه  په داسې حال کې رامينځته شوې چې  هم دنهې (سه شنبې)  په ورځ  په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو څخه امنيتي چارې دافغانستان خپلو پوځيانو ته سپارل شوي دي.
 
دکابل دپوليسو مرستيال مشر محمد داؤد امين ددغه چاؤدنې په اړه وئيلي دي  دغه چاؤدنه دښار دلويديزې برخې په پل سرخ سيمه کې رامينځته شوې ده.
دغه چاؤدنه  افغان ځواکونو ته دامنيتي ذمه وارو دسپارلو په غرض دجوړې شوې  هاغه دستورې څخه دڅو ميلو په فاصله  شوې ده چې پکې  دنيټو مشر اينډرس فو راسموسن اؤ دافغانستان صدر حامد کرزي  ګډون کړى.
دپوليسو يو افسر اسدالله وئيلي دي چې ددغه چاؤدنې هدف  ديو افغان سياسي مشر  محمد محقق، څوک چې پخوانى دکابينې غړى هم دى کاروان ؤ.
 
اسدالله وائي چې هغه په سيمه کې ددوؤ کسانو مړي ليدلي اؤ دپوليسو يو ګاډى هم چاؤدنه کې تباه شوى دى.
 
سرچينې وائي محقق ددغه چاؤدنې څخه ژوندى وتلى.
 
دکابل  دپوليسو يو لوړپوړى مشر جنرال محمد ظاهر وائي  بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي اؤ 30 نور ژوبل شوي چې پکې شپږ ساتونکي هم شامل دي.

 په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې  په امنيتي پوستو دجنگيالو لخوا شوؤ بريدونو کې  دوه عسکر اؤ دکوهاټ سره نزدې  ددوؤ ترهه گرو ډلو ترمينځ نښتو کې 7 جنگيالي وژل شوي دي.
دنهې (سه شنبې)  په ورځ امنيتي سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي ورانکارو دشمالي وزيرستان دکهجورۍ چيک پوسټ سره نزدې اؤ په تيږه چيک پوسټ دسحر په توره خړه کې بريدونه کړي دي.
 
دسرچينو په وينا په دغه حملو کې دوه خاصه دار عسکر مړۀ شوي دي.
 
په کهجورۍ امنيتي پوسته دبريد څخه وروستو  دغه لاره  دهرقسمه ټريفک دپاره تړل شوې ده.
همدغه راز  دپښتونخوا دنيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل  سره پيوست په کوهاټ سيمه کې دترهه گرو ددوؤ ډلو ترمينځ يوه نښته هم شوې چې پکې د7ؤ کسانو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.
ددغه نښتې په حقله زيات جزئيات نۀ دي په ډاگه شوي ، خو وئيل کيږي چې تر دې مهاله په سيمه کې  دورانکارو ترمينځ تاؤتريخوالى خور دى.

دتیر شوي اتوار (یکشنبې)په ورځ د بلوچستان د مسلم باغ ښار سره نزدې په سړک د پولیس په پوسټ باندې د وسله والو په حمله کې درې پولیس وژل شوي دي.
د خالي  (شنبې)په ورځ کوټه کې په دواؤ مختلفو ځانمرگي حملو کې لږ تر لږه ٢٥ کسان وژل شوي دي چې پکې ١۴ د یونیورسټۍ زنانه طالب علمانې، یو لوړ رتبه سرکا‏ري افسر، نرسانې او امنیتي عسکر شامل دي.
ددې تر څنگ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کوټه کې د کاربندیز کړی وو چې په نتیجه کې يي کاروبارونه تړل شوي وو، ښار کې په لارو کوڅو د موټرو تگ راتگ کم وو او ښار کې سړه سمخې وه.
د خالي په ورځ شوي حملو کې زیاتره ځاني زیان د یونیورسټۍ په بس کې شوی چې زنانه طالب علمانې پکې موجود وي. چاؤدنه کې لږ تر لږه ١۴ طالب علمانې وژل شوي دي. د ١٩ نورو زنانه ؤ د زخمي کیدو رپورټونه راغلې دي.
دویمه چاؤدنه بولان میډیکل کامپلیکس کې وشوه چې پکې شپږ کسان ووژل شو.دغلته په وژل شوو کسانو کې دکوټې  ډپټي کمشنر عبدالمنصور کاکړ، درې  نرسانې اؤ څلور دايف سي عسکر وژل شوي دي.
رپورټونه وايي کوټه کې د خالي په ورځې حملو ذمه واري لشکر جهنگوي ډلې اخستې ده.
او د اتوار په ورځ مسلم باغ سره نزدې د پولیس په پوسټ حملې په حکله یو ځائې پولیس چارواکې عبدالکریم مندوخیل ویلي څلور وسله وال چې په مسلم باغ کوټه لویه لار روان وو، پولیس ورته د ودریدو اشاره ووکړه، خو دوې او نه دریدل او په نتیجه کې د پولیسو او وسله والو په منځ کې ډزې پیل شوي.
د ډزو د تبادلې په نتیجه کې په راغه باکلزۍ پوسټ پرځائې درې واړه پولیس ووژل شو. وسله وال وتښتیدل او د پولیس وسله يي هم د ځان سره وړې ده. Source: Deewa Radio

- ډیوه
بېرته شاته