(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انټرنیټی ویبپاڼو لارښود دریم ټوک له چاپه راووت

[20.Jul.2013 - 22:23]

دنوی کتاب دچاپ زیرۍ

د افغانستان د انټرنیټی ویبپاڼو لارښود دریم ټوک له چاپه راووت

د ځوان، هڅاند او نوښتګر ښاغلی څیرونکی وحیدالله ببرکزي ځدران په زیار او کوښښ سره داسي ګټور لارښود چمتو شو چی نوره به د انټرنیټ کاررونکی هیڅکله د خپل د ارټیا او خوښی ور ویبپاڼو د پیدا کولو په خاطر سرګردانی و نه ګالی.

د ( افغانستان د انټرنیټی ویبپاڼو لارښود ۲۰۱۳ ) ته یوه ډیوه هم ویلی شو چی د ټولنی وګري لکه زده کوونکی، محصلین، څیرونکی، خبریالان، لیکوالان، شاعران، پانګوال او چارواکي سربیره عام خلک هم کولي شی تري نه په آسانی سره ګته پورته کري.

د کتاب انټرنیټي ویبپاڼو عنوانونه په دي ډول دی : ۱. وزارتونه او دولتی اداری، ۲. سفارتونه او سیاسي څانګي، ۳. ټولني او اتحادیي، ۴. پلټونکي او ارځ موندنی مرکزونه، ۵. بهرنی مرتندویه موسسه، ۶. سیاسي ګوندونه او سیاسي شخصیتونه، ۷. علمي او ادبي شخصیتونه، ۸. د افغانانو اجتماعي ټولنې په بهر کي، ۹. په پښتو، دری او انګلیسی ژبه خبري ویبپاڼی، ۱۰. د لوبی خبرونه او ځوانانو چاري، ۱۱. د پښتنو کلتوري، ټولنیز، فرهنګي او علمي ویبپاڼي، ۱۲. افغان شاعران او لیکوالانو لیکني او شعرونه، ۱۳. د اسلام سپیڅلی دین ارزښتناکي پاڼي، ۱۴. افغان ټعلیمي، ښونیز، معلوماتی تکنالوجۍ او زده ګره، ۱۵. د ټولګی درسی کتابونه، قاموسونه او پرلیکه پښتو کتابتونونه، ۱۶. د افغانستان لرغونی او تاریخی معلومات، ۱۷. لرغونی آثار او زاړه او نوی انځورونو نندارتونونه، ۱۸. د ولایاتو او ولسوالیو اړونده معلوماتي او دولتي پاڼي، ۱۹. کارموندنه او تعلیمي او تحصیلي بورسونه، ۲۰. افغان سندرغاړی او افغان صوتی او تصویری سندری، ۲۱. افغان پرلیکه ټولنیزي شبکي او پرلیکه تجارتی د راکړی ورکړی بازارونه.

همداراز په تجارتی پرخه کې ۲۲. روغتونونه، ښارګوټی، پوهنتونونه، انستیتوټونه، ښونځي، تلویزیونونه او راډیوګانی، بانکونه، هوایی شرکتونه او ډ تګټ پلورني مرکزونه ، خوړنځی، مخابراتي او انټرنیتي شرکتونه، ساختمانی او سرک جوړونی شرکتونه او همداسی نور. ۲۳. نړیوال سازمانونه او مطبوعات، ۲۴. نړیوالي اهمیت لرونکي ویبپاڼي، ۲۵ او په افغانستان کې ډیرو مینه وال کتل شوی ویبپاڼي دي .

 

وحیدالله ببرکزی صاحب ته د لابریالیتوبونو په هیله.

بریښنالیک پته : [email protected]

په درنښت د بهیر مطبعه مسئول

 

دکتاب مینه وال کولای شي دا کتاب د لاندی کتاب پلورنځیو څخه تر لاسه کړي

۱ . د حقیقت انتشارات دریم مکرویان نوی کابلبانک ته مخامخ کابل.

۲ . د رسالت انتشارات انصاری واټ د کلوله پشته اول سرک کابل.

۳ . د الفلاح کتاب پلورنځی، د سیلو پنځم سرک ( د پوهنتون سرک ) کابل.

۴ . د خاتم النبیین کتاب پلورنځی حبیبیه لیسه ته مخامخ د دارالامان سرک کابل.

 

- وحیدالله ببرکزي ځدران
بېرته شاته