(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملکي وژنې بس کړئ

[05.Aug.2013 - 10:42]

نن یکشنبه د ۲۰۱۳ کال د اګست په څلورمه نېټه دمدنې ټولنو ځينو استازو د ملکي وژنو د غندنو په موخه خپله غونډه په ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک کې جوړه کړه.

 ددې غونډې مشري مثبت بدلون ټولنې کوله چې د میدیوتیک افغانستان پر استازو سربېره په کې د یو شمېر نورو  مدنې ټولنو استازو هم ګډون درلود.

عبدالبصیر سباوون د مثبت بدلون ټولنې مشر وویل: مثبت بدلون ټولنه په کلکه دا ډول وژنې غندي، د جنګ له غاړو  څخه غواړي،  چې نور دې ملکې وژنې بس کړي او خپل عملیات په هغه ځایونو کې اجرا کړي  چې عامو خلکو ته زیان ونه رسیږي.

ده وویل: موږ له  نړیوالو او  افغان ځواکونو،  همدارنګه د دولت د وسلوالو مخالفینو څخه غوښتنه کوو، چې ملکې وژنې بس کړئ. زموږ بې ګناه خلک نور مه وژنئ.

 ډاکټر نعمت الله همدرد په ختیځ زون کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې رئیس بیا دا ډول جنګونه ټول نا روا وبلل او زیاته یې کړه چې اسلامې شریعت، د افغانستان  اساسي قانون او هم ټول نړیوال قوانین دا ډول جنګونه او وژنې په کلکه غندي، موږ له تاسو ټولو څخه هیله کوو، چې د خدای لپاره نورې وژنې بس کړئ. زموږ شبکه هم دا ډول ملکي وژنې په کلکه غندي.

مطیع الله احمدزي د ننګرهار ولایت د ځوانانو امروویل:

په ننګرهار کې ټول ځوانان له دا ډول پېښو اندېښمن دي، ده وویل چې دې ته ورته نورې پیښې موږ په نورو ولایاتو کې لرو.

موږ د جګړي له ښکیلو خواوو څخه هیله کوو چې نور دا ډول جنګونه او وژنه بنده کړي.

سنګر عيسی عزیزي د ننګرهار دځوانانو دمنتخب فدراسیون رئیس وویل: ( ملکي تلفات د خلکو د بدبختۍ باعث ګرځي، ده پرونۍ پیښې ته چې د هندوستان کونسلګري ته څېرمه شوي وه اشاره وکړه، چې ډېری ماشومان پکې وژل شوي. ده له  حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ددغه پیښو پر وړاندې عملي اقدام وکړي او د جنګ له غاړو څخه یې هم غوښتنه وکړه چې زموږ له ځایونو څخه دې د جنګ میدان نه جوړوئ موږ د ازاد ژوند حق لرو او دا حق الله راکړی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ملکي وژنې او تلفات ډېر شوي. ددغو تلفاتو د غندې په موخه دا پرېس کنفرنس راغوښتل شوی وو.

صیام الدین پسرلی

ننګرهار رسنیز کور

Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
- پسرلی
بېرته شاته