(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا:په پښتو فلمونوبندیز

[20.Aug.2013 - 20:56]

خيبرپښتونخواحکومت د پښتوپه نوؤ پينځوؤ فلمونو پابندي لگولې


 دپاکستان دخيبرپښتونخوا دکورنو چارو  محکمې په صوبه کې  د وړوکي اختر په وخت په سنيما گانو لگيدلو د پښتوپه نوؤ پينځوؤ فلمونو زما ارمان شرط ،بنگي لالى،لوفراؤ قرباني باندي پابندي پابندي لگولې اؤ علت يې دا ښودلى چې ددغو فلمونو منظوري دسينسربورډ څخه نۀ وه اخستل شوې.
 په کومو فلمونو چې پابندي لگول شوې په هغې کې  دپښتو اولنى  ايچ ډي فلم زما ارمان شامل دي چې په سينيماگانو کې  ريکارډ بزنس کړى ؤ.
دپابندۍ سره دمخ شوؤ پينځوؤ واړو فلمونو څخه ديو فلم شرط فلمساز مظفرخان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته  وئيلي دي  دا خبره غلطه ده چې گنې هغوي دخپل فلم سرټيفيکيټ دسينسربورډ څخه نۀ دى ترلاسه کړى.
نوموړي وويل  دهغه پشمول  چې داځل څومره دپښتو فلمونو داختر په موقع نندارې ته وړاندې کيدل، دهغې فلم سازانو دسندهـ صوبې  دسينسربورډ څخه اجازه يا سرټيفيکيټونه ترلاسه کړي دي.نوموړي ددې علت دا وښودلو چې دپاکستان په ائين کې  دشوي ترميم څخه وروستو دسينسراختيار صوبو ته  حاصل دى ، خو په خيبرپښتونخوا ، پنجاب يا بلوچستان کې تراوسه صوبائي سينسربورډونو فعاليت نۀ دى شروع کړى اؤ يواځې دسندهـ سينسربورډ فعاله دى.
هغه وويل که چرې دخپلو فلمونو سند دسندهـ  دسينسربورډ څخه وانۀ خلي ، نو بيا کومه لاره ورته پاتې کيږي.
مظفرخان دا هم وويل چې دفلمونو دقانون له مخې په ملک کې چې دهرسينسربورډ څخه اجازه واخستل شي ، هاغه فلم په ټول ملک کې نندارې ته دوړاندې کيدو قانوني جواز لري. مظفرخان وويل اوس چونکې پښتانۀ دفلم طرفته راگرځيدلي اؤ سږکال  دپاکستان په فلم انډسټرۍ کې دپښتو پينځه اؤ دپنجابۍ  اؤ اردو ژبې يواځې يو ، يو فلم جوړ شوى، ځکه نو  دا شک هم نۀ شي رد کيدى چې کيدى شي د اردو اؤ پنجابي فلمونو دمارکيټ جوړولو دپاره دپښتو فلمونو مخه  ديو سازش لاندې نيول کيږي.
دپيښور دارشد سنيما مالک تنوير وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ، هغوي ځکه  دغه فلمونه  دسنيماگانو څخه نۀ کوزوي چې دسينسربورډ لخوا ورکړل شوي سندونه ورسره موجود دي.
 د پی ټی اۍ نا قدين وائ چې خېبر پښتنونخواه حکومت د تېر  مذهبی  اېتلاف اېم اېم اې حکومت په رنګ کارونه پېل کړی او په مېډېا کښې داسې بحث روان دې چې عمران خان د تندروانو او طالبانو په اړه څه کولې نه شی او فلمونو بندېز په رنګ کارونو ته تکړه دې .

 بلخوا د ډیوه خبریال مدثر شاه لیکلې چې د پاکستان هاغه ټي وي کتونکو چې اکثره د هالي ووډ ايکشن فلمونه پۀ خپلو پړدو کتل خوښوي، پۀ ناساپي توگه د پاکستان شخصي ټي وي چينلونو ته هاغه وخت راواوړيدل کله چې د زيارت پۀ ماسخوتن اتۀ بجې د اسلام اباد مهمه ځائې کې يوه نوې ډرامه پيل شوه. 
ډرامه يا ايکشن فلم څۀ داسې وو چې د پنجاب ايالت  حافظ اباد يو تن محمد سکندر پارليمان ته تلونکو ټولو د درځن نه زياتو امنيتي پوستو ته سره د وسلوداخل شو او يو داسې ځائې کې ئې خپل تور موټر ودرولو کومه چې د امنيت پۀ حواله حساسه گرځول شوې ده. سکندر د خپل گاډي نه دوه ټوپکې پۀ لاس راکوز شو او فقط دوه غوښتنې ئي کولې يو دا چې هيواد کې دې شرعي نظام پۀ سمدستي توگه نافذ کړى شي او بله دا چې موجوده حکومت دې استفعي ورکړي.
مطبوعات وايي سکندر یو غیر حکومتي ټیلې وژن ته دا هم ویلې چې "ما وژنۍ او لکه د اوسامه مړی مې سمندر ته وسپارۍ."
د امریکې خصوصي ځواکونو په کاروائي د القاعده مشر اوسامه بن لادن ابیبټ آباد کې د وژل کیدو ورسته ورسته، امریکائي چارواکې وايي د هغه مړی سمندر ته سپارل شوی دی. 
سکندر يواځې نه وو بلکې دۀ سره ددۀ ميرمن کنول او دوه د لسو کالو نه کم عمره ماشومان لور فرواه او ځوې عبدالله هم موجود وو، او کله چې د اسلام اباد پوليسو د معاملې نزاکت ووليدو نو دۀ سره ئې د موبائيل فون پۀ ذريعه د خبرو اترو لړۍ پيل کړه. خو سکندر ټينگ ولاړ وو او وئيل ئې چې کۀ ځان مې ځي، تيار يم خو پوليسو ته ځان نۀ سپارم.
 دغه دوران کې د پاکستان ټي وي چينلونو نيغ پۀ نيغه ښودل چې څنگه سکندر د گاډي نه راکوزيږي، سيگريټ څښوي او بيا د خپل يو ټوپک نه هوائي ډزې کوي. دغه وخت کې دا هم د ټي وي پۀ پړده ښکاريدل چې د سکندر ميرمن کنول څنگه د پوليسو  پيغام خپل ميړۀ  او د هغۀ جواب پوليسو ته رسوي او د ډرامې دغه دوران کې ماشومان کله د گاډي نه راکوزشي او کله د موټر پۀ سر لوبو ته ووخيژي.دا هر څۀ نيغ پۀ نيغۀ نۀ يواځې د هيواد دننه بلکې خارج کې هم وطن والو کتل او ټيليفونونه ئې کول چې اسلام اباد کې دا کومه لوبه روانه ده.
 اخيري وختونو کې داسې خبرونه راغلل چې گني د فوځ کمانډوز راورسيدل او اوس به دغه تن سکندر پۀ سر وولي او لوبه به ختمه شي خو د پاکستان پيپلز گوند يو مشر او د بيت المال چيرمين زمرد خان د خبرو اترو پۀ بانه د سکندر خوا ته ورغلو او ټي وي وښودل چې څنگه ړومبيه زمرد خان د سکندر ماشومانو سره مينه او بيا ئې پۀ سکندر حمله وکړه. دغه اخو ډب کې سکندر هم ډزې وکړې خو پوليسان ددۀ ژوندي نيولو کې بريالي شول او ددۀ ميرمن کنول ئې هم گرفتاره کړه. 
د سکندر پحقله د ړومبيو معلوماتو تر مخه دغه پنجابي دوه وادونه کړي دي او ړومبۍ ميرمن ئې يوه عربه ده چې نوموړي ورسره دوبۍ کې وادۀ کړى وو او ددۀ پنجابي خسرنياز لکهويرا مطبوعاتو ته وئيلي دي چې ددۀ زوم پنځۀ ورځې وړاندې سره د خپلې ميرمن او ماشومانو د مري پۀ چکر لاړو خو دې پنځو ورځو کې څۀ داسې وشول چې سکندر پۀ داسې انتهائي گام پورته کولو مجبوره شو. د سکندر د ميرمن کنول پحقله وئيل کيږي چى اقتصادياتو کې ئې ايم فل کړى دى.
هر څو کۀ دغه تن اوس نيول شوى او د امنيتي ځواکونو ولقه کې دى او پلټنې به تري کيږي چې دۀ ولې او د چا پۀ وينا داسې کار وکړوخو عام خلق پوښته کوي چې د جوهري طاقت لرونکي يو هيواد لپاره ايا داد فکر وړ مقام نۀ دى چى يو تن دې د هيواد حساسه سيمې ته سره د وسلو ورداخل شي او د هالي ووډ د فلمونو غوندې کردار دي پۀ ريښتيا اسلام اباد کې ولوبوي.

- فاروق فراق
بېرته شاته