(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دژورنالېزم د زده کړې کورس پرانستل شو

[21.Aug.2013 - 20:37]

دژورنالېزم د زده کړې څلور میاشتنی کورس پرانستل شو
دمیدیوتیک افغانستان په چوکاټ کې ننګرهار رسنیز کور دژورنالېزم څلور میاشتنی کورس پرانېست. په دغه کورس کې ۳۰تنه هغه ځوانان زده کړې کوي، چې له ژورنالېزم سره مینه لري او یا په ابتدایي توګه دختیزو سیمو په سيمه ییزو رسنیو کې کارکوي.
ددغه کورس لپاره ازموینه د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ اخیستل شوې وه ، چې په ترڅ کې یې د لیاقت له مخې دېرش تنه ټاکل شوي دي
دکورس د پرانستې په موقع دننګرهار ميدیوتیک مشر پوهنیار محمد داود وفا وویل: داکورس باید داسې ژورنالېستان وروزي، چې په افغانستان کې دسولې له بهیر سره مرسته وکړي، مدني اخلاق او زده کړې پراخه کړي او بلاخره هر ګډونوال یې د خپل وطن دخدمت جوګه شي . ده وویل، دا د ابتدايي ژورنالېزم د زده کړې کورس دی او د نظري زده کړو ترڅنګه به په کې تاسو زده کوونکي عملي زده کړې هم کوئ
ورپسې د دغه کورس یو تن استاد شفیق الله رحماني خبرې وکړې او تاکيد یې وکړ، چې داکورس باید په عملي ډګر کې دوطن دخدمت په لار کې خپل اغېز وښندي . استاد رحماني وویل، یوازې استادان نه دي، چې زده کوونکو ته به زده کړې ورکوي، بلکې دا په خپله زده کوونکي، دي، چې د پرله پسې مشق وتمرین او مينې له برکته به ژورنالېزم زده کوي. 
بیا د کورس بل استاد حامد غورځنګ وویل: په دغه کورس کې به د نوي ژورنالېزم اساسات هم تدرسیږي، چې انلاین ژورنالېزم ورته وایو، د راډيو، ټلويزیوني ژورنالېزم ، تر څنګ به هڅه کیږي، دانلاین ژورنالېزم بېلابېلې برخې هم تدریس کړای شي.دغسې به پيکچر ژورنالېزم او ځينې نور اړخونه په پام کې نیول کیږي. 
یاد کورس هره اوونۍ دوه ورځې تر غرمې وروسته د ننګرهار میدیوتیک دفتر په انګړ کې دایریږي

 
Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
Phone # 0773410589/0786384859
Email: [email protected] 
- پسرلی
بېرته شاته