(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انټرنیټ څنګه وکاروو؟

[24.Aug.2013 - 21:29]

هره ورځ له پنځوسو څخه ډېر ځوانان چې ډېری برخه یې ځوان ژورنالستان دي، رسنیز کور ته د انټرنیټ، کمپیوټر او کتابتون استعمال لپاره راځي، ژورنالستان په ننګرهار رسنیز کور کې رپورټونه جوړي، خپل مرکز یا اژانس ته لیږي، په کتابتون کې کتابونه لولی او په انټرنیټ کې پلټنه کوي، خو ډيری ځوان ژورنالستان د کمپیوټر او انټرنیټ سره ډیر اشنا نه دي، ددغو ځوانو ژورنالستانو د پرله پسې غوښتو سره سم ننګرهار رسنیز کور دوی لپاره د انټرنیټ او کمپیوټر د زده کړي دوامداره کورسونه پیل کړ.
د انټرنیټ په برخه کې به دوی ته لاندې موضوعات تدریس شي.
انټرنیټ څه شی دی؟، یو انټرنیټی پاڼه څنګه خلاصه کړو؟، بریښنالیک څه شی دی او څنګه کارول کیږي؟، یاهو مسنجر څنګه وکاروو؟، سکایپ څنګه وکاروو؟، فیس بوک څنګه وکاروو؟ او دته ورته نور موضوعات به په دغه کورس کې تدریس شي.
ننګرهار رسنیز کورد 
۲۰۰۸ کال را پدېخوا په فعالیت پیل کړی، چې تر دې دمه پورې سلګونه ژورنالستان په دغه برخه کې روزلی او لا هم دوام لري.
ټولو ته څرګنده ده چې انټرنیټ د نړۍ د نښلوونکي جال په توګه د هر لوستي کس پر ژوند مثبت اغیز لري او انټرنیټ د کمپیوټر له ابتدایي زده کړې پرته نه شي زده کېدی ځکه نو ننګرهار رسنیز کور د سیمې ځوانو نارینه او ښځینه خبریالانو ته د انټرنیټ او کمپیوټر د زده کړې میاشتني دوامداره کورسونه په لار اچولي.
په دې سره خو یو دا هدف تر لاسه شو، چې ځوانو خبریالانو انټرنیټ ته لاس رسی وموند، د میډیاهاوس له فعالیتونو سره اشنا شول، بله دا چې دوی به له دې لارې د میډیاهاوس د ژورنالستیکي شبکې یا نیټ ورک غړې هم وګرځي.
دغه راز د رسنیو کور اصلی هدف، چې د خبریالانو د ظرفیتونو لوړول او له دغه ظرفیت نه بیا په خپل مسلکي کار کې ګټه اخیستل دی، هم تر لاسه شي.
دا دی نن د شنب
ي ورځ د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتي په ۲۴ مه نېټه ننګرهار رسنیز کور د انټرنیټ د زده کړي نوي صنف  پیل کړ، چې 15 تنه ځوان ژورنالستان په کې ګډون لري.

ضیا الدین زلم
ی

Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
Phone # 0773410589/0786384859
Email: [email protected] 
- زلمی
بېرته شاته