(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالله جان مغموم (مرچکی) په حق ورسید

[07.Sep.2013 - 16:21]

د پښتو ژبې نوموړې لیکوال ، شاعر او براډکاسټر عبدالله جان مغموم د۸۲ کاله په عمر کې د جمعې په ورځ د دې فاني جهان نه سترګې پټې کړې.
عبدالله جان مغموم د پښتو شعر او نثر ګڼ شمیر کتابونه يې لیکلي دي ـ پاکستان مرکزي حکومت د هغه د ادبي زیار په بدل کې خدايې بخلي ته صدارتي انعام هم ورکړې دی.
عبدالله جان مغموم د یو دور نوم وو چې د قلم او خپل ځانګړي اواز په وسیله يې د پښتنو د ټولنیز ژوند ستونزې په یو خوندور انداز کې وړاندې کړي او د مغموم صیب یو ملګرې او د راډیو پخوانې سټیشن ډایریکټر د عبدالله جان  مغموم او فني زیار په اړه وايي:

عبدالله جان مغموم دا نوم خلک ډېر کم پیژني. مرچکې پيژني، پاینده خان پیژني، شاعر پیژني، ادیب پیژني، مزاح نګار پیژني ، یو ډیر ښکلې انسان پیژني. نو د مغموم صیب بلهاشې نومونه دي.
نو که زه د پاکستان د جوړیدو خبره وکړم نو د دیارلسم او څوارلسم د اګست ترمینځه شپه چې وه ، د شپې یعنی دولس بجې بس یو منټ تیر شوې وو او مغموم صیب پښتو کې آداب عرض په ځای اسلام علیکم اوویل او بیا يې اوویل دا ریډیو  پیښور دی.
 
نو دا اواز د مغموم صیب وو او ده پسې سمدستي د اجمل خټک لیکلې سندره نشر شوې وه ، نو داد مغموم صیب یو یادګار اناؤنسمنټ (اعلان ) وو؛
فایق یوسفزې د پشتو ژبې لیکوال دي چې نن صبا په لندن کې ازده کړې کوي  وايي، مغموم صیب يې لیدلې نه وو خو د هغه د پروګرامونو نه يې ډېره ازده کړې او نن لیک هم ددغه ازده کړو په برکت کوي. نوموړې زیاتوي
(( مغموم صیب خو د پښتنو د هر کور چې ریډیو يي لرلو، بلکه زه به اوویم چې د ټول چم استاد وو. او دده پروګرام زما په یاد شي د شورو په ورځ به نشر کیده. ټول خلک به راتلل، د ټول چم زنانه به راغونډې وې او دده دغه مرچکې پروګرام به يي اوریده. او په مرچکي پروګرام کې به ده ټولنې ته ډیر زورور درس ورکاوه. مغموم صیب د امن او ټولنېز ژوند استاذ وو))
عبدالله جان مغموم د خپل فن په زور پوهیده او ډیره مینه يي ورسره لرله هغه پوهیده چې د ریډیو د پروګرام په وسیله هغه د پښتنو سپیځلي قدرونه ژوندي ساتلي شي او ټولنه د پرمختیا په لور بوتلې شي.
نثار محمد خان وايي، د عبدالله جان مغموم فن د انسانیت د ګټې لپاره وو.
عبدالله جان مغموم اګر چې اوس ددنیا نه سترګې پتې کړی دی خو د هغه د فکر ښکلا او رنګونه به په راروانو وختونو کې هم د پښتو شعر او فن ازده کونکو او مینه والو لپاره د رڼا مشالونه وي.

- شاهین بونیری
بېرته شاته