(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځېنو قوتونو زمونږد بيا راتګ مخه ونيوله

[10.Sep.2013 - 18:44]

 اسرار عالم مومند:

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د جمعې پر ورځ په يوه خبری غونډه کې وويل چې ځېنو قوتونو په حکومت کې د دوی د بيا راتګ مخه ونيوله.

د ده په خبره په وروستیو پارلېماني انتخاباتو کې د دوی د ګوند ناکامه کېدو غټ سببونه پر دوی ترهګرې حملې او د رسنیو مېډيا پروپېګنډه وه:
((د ترهګرۍ ناوړه کارونو په وسيله زموږ د انتخاباتي کیمپېن مخه په داسې سختۍ سره ونيول شوه چې زموږ ګوند ته د وړو غونډو موقع هم په لاس ور نغله. بلخوا مخالفينو ته د کیمپېن مکمل اجازت وو او په مېډيا کې يې هم په اربونو روپۍ مصرف کړې او زموږ خلاف يې د پروپېګنډې ناوړه مهم وچلاوه. همدا راز د پولېنګ سټېشنو عملې هم زموږ خلاف پوره هڅه وکړه.))
په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څانګې استاد ډاکتر اعجاز خټک د اسفنديار ولي خان له ځېنو خبرو سره اتفاق کوي او وايي عوامي نیشنل ګوند ځېنې انتظامي کمزورۍ لرلې چې له وجې يې هغوی د ځېنو ننګونو مخه ونه نيولای شوه.
پوهاند خټک وايي، تر ټولو لوی چیلېنج دا وو چې ځینې ریاستي یا دولتي او نا دولتي عناصرو غوښتل چې د ملتپاله عوامي نیشنل ګوند پر ځای د داسې ګوند حکومت په خیبر پښتونخوا کې راولي چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د افغانستان په اړه د دوی له پرېکړو سره اختلاف و نه لري.
د پېښور پوهنتون د نړیوال مطالعاتي مرکز مشر فخر الاسلام د اعجاز خټک له خبرو سره موافق نه دی او وايي، د پاکستان پوځي اېسټیبلېشمنټ یا اداره دومره پیاوړې ده چې د افغانستان په ګډون د نورو قامي او نړیوالو پرېکړو په اړه ورته د سیاسي حکومت ملاتړ اړتیا نه شته.
پوهاند اعجاز خټک وايي، که چېرې د پاکستان پوځي ادارې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د نورو هیوادونو په اړه په خپله تګلاره او رویه کې بدلون را نه ووست نو یوازې پاکستان نه بلکې هغه هیوادونه چې ځان خوندي احساسوي به هم تباه شي.
دی زیاتوي چې ((په زور کلي نه کېږي)) که چېرې یو هیواد غواړي چې له بل هیواده ګټه واخلي نو باید چې خپله بهرنۍ تګلاره نرمه کړي او له ټولو هیوادونو سره د ملګرتیا او ورورولۍ فضا پیدا کړي. مشال راډیو

- اسفندیارولي خان
بېرته شاته