(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDP له خوا په ژوندون تلویزیون دبرید غندنه

[10.Sep.2013 - 19:30]

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په افغانستان کښې په ژوندون تلویزیون برید په کلکه سره غندي او پدې باور لري چې د پښتون قام شعوري او تاریخي  دښمنان به  هیڅکله دخپلو شو مو او پر دوپالو موخو  په پلي کولو سره د ژوندون تلویزیون کارکوونکو او بنسټ ایښودونکی پیاوړي استادښاغلي  محمد اسماعیل یون اراده کمزوري نه کړی .

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی  د پښتنو رسالت  ورپغاړه دی ، دپښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ او قامي وحدت لپاره   د خپلې بنسټیزي (منشور) په  رڼا کښې هلي ځلي او مبارزه  کوي، د افغانستان په اوسني حکومت کښې په هغه پښتنو چې د پښتنو د حق تر نامه لاندې د پښتنو برخه خوری او په دولتي لوړو کورسیو ناست دي، غږ کوي چې د پښتون قام قسم خوړلو دښمنانو د ناروا کړنو  مخه ونیسئ او په زغرده د پښتنو د حقوقو دفاع وکړئ.

په درناوی

د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند 

 

Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)

- PSDP
بېرته شاته