(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار: دعدم تشدد نړيواله ورځ ونمانځل شوه

[02.Oct.2013 - 19:29]

د2013 اکتوبر دويمه نيټه چې د عدم تشدد له نړيوالې ورځې سره نومول شوې، په يو شمير هيوادونو کې نمانځل کيږي. په ننګرهار کې هم دغه ورځ   ولمانځل شوه او په جلال اباد ښار کې  د عدم تشدد د بانې باچاخان په نوم يو واټ په رسمي توګه پرانستل شو.

د عدم تشدد دغه ورځ په جلال اباد ښار کې د افغانستان د  قومونو او سرحدونو وزرات، د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست او د ملي غورځنګ غړو په ګډه په داسې حال کې ونمانځله چې د ننګرهار د ولايتي ادارو  پر چارواکو سربيره  ګن شمير قومي مشران او فرهنګيان د باچاخان بابا مزار  ته ورغلل، د ګلونو ګيډۍ يې پرې کېښودلې او د ارواښاد روح ته يې دعاوې وکړې.
د دغې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې د جلال اباد ښار له عيدګاه مسجده تر تالاشۍ چوکه واټ د باچا خان په نوم په رسمي توګه ونومول شو. د واټ د پرانستې پر مهال د ننګرهار د اطلاعات او کولتور ريس اورنګ صميم وويل:
٬٬د ننګرهار فرهنګيانو د اطلاعاتو او کولتور له رياسته غوښتنه  کړې وه چې د باچاخان په ياد بايد يو واټ ولرو. د ننګرهار اطلاعاتو او کولتور رياست د باچاخان په نامه د واټ وړانديز وکړو، د ولايت مقام له دې وړانديز سره توافق وښود او دا يې تاييد کړو. موضوع مو د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته واستوله او  د وزارت مقام  په ډير مينه او اخلاص سره دا واټ منظور کړو چې نن يې تاسو عملاٌ د پرانستې مراسم وليدل.٬٬
د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزارت مرستيال يعقوب احمدزي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: د دغې ورځې له نمانځلو يې مقصد دا دی چې ځوانانو ته وښيي چې جنګ د مسلې د حل لاره نه ده.
٬٬ د عدم تشدد يا د تاو تريخوالي د له منځه وړلو په خاطر څنګه وکولای شو چې په دې منطقه کې تشدد او زور زياتي ختم کړو. دغه جنګ چې په پښتنو تپل شوی، دې ته د پای ټکی کېږدو او ځوانان په دې وپوهوو چې جنګ د حل لاره نه ده. راځئ چې موږ او تاسو د اينده نسلونو په خاطر د سولې او امن لپاره کار وکړو.٬٬
د افغانستان د ملي غورځنګ مشر ډاکټر فيض محمد ځلاند وويل چې د باچاخان بابا د فلسفي د راژوندي کيدلو په خاطر د عدم تشدد ورځ لمانځي.
٬٬نن چې کومې جګړې تپل شوي په دغه هيواد کې، په دې سيمه کې، نن چې په کومو کرښو موږ ويشل شوي يو دا ټولې د پرديو دسيسي دي تر څو کولای شي چې افغانان د تره ګرو په نامه نړۍ ته وپيژني. موږ راغلي يو چې د بابا وينا بيرته راوژندی کړو، د هغه فلسفه بيرته راژوندۍ کړو.نړۍ ته وښيو چې افغانان، پښتانه د عدم تشدد لاوريان دي، دا فلسفه يې هم زيږولې او هم يې خپله کړې. د افغان حکومت په مخالفينو نن غږ کيږي چې د عدم تشدد فلسفه خپله کړي، لاره خپله کړي او پا افغانستان کې سولې ته لاره هواره کړي.٬٬
د يادولو ده چې د عدم تشدد د دغې ورځې له برکته د افريقا لويې وچې  خپلواکي تر لاسه کړې، همدا رنګه هندوستان هم د عدم تشدد له لارې خپلواکي تر لاسه کړه او د فخر افغان باچاخان په نوښت د پښتنو په سيمه کې هم د عدم تشدد فلسفه عامه شوه چې اوس مهال يې تر بل هر څه زيات ضرورت محسوسيږي (مشال راډیو)

- باز محمد عابد
بېرته شاته