(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسفنديار ولي خان دې د پارټۍ مشرتوب نه د لاس واخلی

[02.Oct.2013 - 19:36]

په پاکستان کې په ١١مه مئ ترسره شوؤ عامو انتخاباتو کې د ماتې خوړلو څخه وروستو په پښتون قام پرست گوند عوامي نيشنل پارټۍ کې سختو اختلافاتو سر راپورته کړى اؤ د پارټۍ نوميالي مشراعظم هوتي ددغه گوند په مشر اسفنديار ولي خان د پارټۍ دچارو څخه د لاس اخستو غږ کړى دى.
اعظم هوتي وايي په عامو انتخاباتو کې دپارټۍ دماتې ذمه وار اسفنديار ولي خان اؤ دپارټۍ پخوانى صوبايي صدر افراسياب خټک دي .
عوامي نيشنل پارټۍ سنيټير اعظم هوتي ته د اسفنديار ولي خان په ضد د څرگندونو په لړکې شوکاز نوټس ورکړى چې بايد ولې د هغۀ  خلاف انضباطي کارروايي ونکړل شي ؟ چې ددغه نوټس ځواب د نهې په ورځ ښاغلي هوتي په پيښور پريس کلب کې د يومطبوعاتي کانفرنس له لارې ورکړى دى .
سنيټير اعظم هوتي  چې د ولي خان دکورنۍ سره نزدې  خپلوي لري وايي په دې سيمه کې چې کوم خطرناک وضعيت نن رامينځته شوى دى يا رامينځته کيږي په هغې کې دپښتنو دقيادت کولو اهليت اسفنديار ولي خان نۀ لري.
اگر چې اعظم هوتي د دوؤ ساعتو په دغه اوږد پريس کانفرنس کې دخبريالانو د زيات اصرار باوجود ښکاره نۀ کړه چې د اسفنديارولي خان سره يې اختلافات په کومو وجوهاتو راولاړ شوي دي خو وئ وئيل کۀ اسفنديارولي خان د هغۀ په هکله خوله پرانسته نو بيا دۀ سره هم د خبرو دپاره ډير رازونه شته چې بايد پرده ترې اوچته کړي .
نوموړي وويل اسفنديار ولي خان د هغۀ د پرله پسې هڅو په بنياد نن پارټۍ کې دغه مقام باندې ولاړ دى  اؤ چې کله يې د ولي خان په ژوند د هغۀ څخه غوښتنه کوله چې بايد اسفنديار ولي خان ته دپارټۍ مشري وسپاري نو هغه ورته وئيلي وؤ چې سبا به تاسو پخپله دې فيصله ستومانه يئ .
داعظم هوتي څخه چې کله خبريالانو پوښتنه وکړه چې ترکومي پخپله د اى اين پي له برکته مرکزي وزير ؤ اؤ بيايې ځوي حيدرهوتي دخيبرپښتونخوا وزيراعلي ؤ ولې يې هاغه مهال داسفنديار خان په ضد دغسې څرگندونې نه کولې ؟هغه وويل په دې ورته ځان مجرم ښکاري خو بيمارۍ، مصلحتونو  اؤ مجبورۍ يې خوله تړلې وه.
هغه وويل دباچا خان د نظريې شيدايي دى اؤ په دغه اساس اوس په ډاگه وايي چې داسفنديار خان ولي خان فرض جوړيږي چې د خپل نيکۀ باچاخان اؤ پلار عبدالولي خان د نظريې ژغورلو دپاره دپارټۍ واگې بايد د نظرياتي کارکنانو په لاس کې ورکړي اؤ پخپله يو طرف ته کښيني.
هغه داتاثرهم رد کړو چې گنې د عوامي نيشنل پارټۍ له لوري نوازشريف سره داتحاد نۀ کولو په وجه داسفنديارولي خان په ضد دغه څرگندونې کوي اؤ وئ وئيل نوازشريف يو لويې سياسي گوند لري چې داى اين پي څلورو صوبايي چوکو ته يې هيڅ ضرورت نۀ شته خودا هرڅه دخپل ضمير په اواز وايي.
بايد وويل شي چې داعظم هوتي خور اؤ داسفنديار ولي خان مور ميرمن نسيم ولي خان هم درې مياشتې وړاندې وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره يوه مرکه په عامو انتخاباتو کې دعوامي نيشنل پارټۍ دشکست پړه داسفنديار ولي خان په غاړه اچولې وه اؤ اعلان يې کړى ؤ چې نظرياتي کارکنان به راټولوي اؤ دغه گوند به يوځل بيا دباچاخان اؤ ولي خان دنظرياتو په اساس فعالوي.
کله چې په نني پريس کانفرنس کې خبريالانو د اعظم هوتي څخه پوښتنه وکړه چې ايا داسې خو نۀ ده چې تاسو دولي باغ څخه د پارټۍ واک مردان ته منتقل کول اؤ پخپلو لاسو کې نيول غواړئ نو هغۀ وويل د ژوند په داسې پړاؤ ولاړ دى چې څه وخت هم خپل ژوند دلاسه ورکولى شي اؤ دمشرۍ يا رتبو هيڅ شوق نۀ لري خو يواځينۍ ارزو يې د خپلو مشرانو نظريه ژغورل دي.
داعظم هوتي لخوا څو ورځې وړاندې ميډيا ته د ورکړل شوي دغسې يو اختلافي بيان په غبرگون کې دهغۀ ځوئ اؤ دخيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي وئيلي وؤ چې داسفنديار ولي خان په ضد دغسې څرگندونې دباچاخان اؤ د ولي خان د نظرياتو څخه دبغاوت برابر دي اؤ څوک چې دغسې عملونه کوي بايد پارټي دومره سخته سزا ورکړي چې راتلونکي کې دنورو دپاره عبرت وگرځي.
اعظم هوتي پخپل پريس کانفرنس کې داهم وويل چې حيدر هوتي يو سياسي کارکن دى اؤ هغۀ ته حق حاصل دى چې دخپلې رايې اظهار وکړي خو لږ ترلږه هغه دغسې خبرې د خپل ضمير په اواز کوي

- فاروق فراق
بېرته شاته