(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار پوهنتون کې ماسټرۍ اوميدیوتیک کې«ځوان پرمختګ »پیل شو

[10.Oct.2013 - 18:24]

په ننګرهار پوهنتون کې دماسټرۍ زده کړې پيل شوې

په ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د ماسټري پروګرام پرانستل شو.

تر کابل وروسته په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ننګرهار پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصلیونو لپاره د ماسټرۍ پروګرام په  ۲۰۱۳م  کال د اکتوبر میاشتتي په دویمه د چار شنبې په ورځ سهار ۹ بجي په شاهي ماڼۍ کې پرانستل شو.

په دغه پرانیست غونډه کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي سلګونه تنو محصلینو، استادانو، دولتي او غیري دولتي چارواکو ګډون درلود.

په غونډه کې د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال، د ننګرهار پوهنتون ریس دوکتور محمدصابر مومند،  د ولایتي شورا ځينو غړیو، د ننګرهار پوهنتون استادانو او د اریانا خصوصي پوهنتون ریس ویناوې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون ریس دوکتور محمدصابر مومند  د ننګرهار پوهنتون په اړه معلومات وړاندې کړل، دخپلو خبرو په یوه برخه کې یې وویل: «ننګرهار پوهنتون ۱۳ پوهنځي لري، مختلف کومېټې، مجهز کتابتون، د ۱۰۰۰ تنو لپاره لیله، د انټرنیټ سهولتونه، ټریننګونه، د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ماسټري دوه پروګرامونه ، چې یو یې د اسلامي تعلیماتو په برخه کې دی منظور او په کال ۱۳۹۳ کې يې د لومړۍ دوري فارغان ټولنې ته وړاندې کړي، دوهمه برنامه یې د فقهي او قانون په هکله ده چې د تاسیس فیصله یې هم شوي چې ډېر ژر به پیل شي.  دا دی له نېکه مرغه د حقوقو په برخه کې هم د ماسټرۍ پروګرام پیل شو. د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام او د شرعیاتو پوهنځي لپاره د دوکتورا یا PHD پروګرام د پیل لپاره اسنادونه لوړو زده کړو وزارت مقام ته وړاندې شوي دي». 

د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال ددې پروګرام د جوړېدا مبارکي ټولو ننګرهاریانو ته وویله ده زیاته کړه« درنو دوستانو د افغانستان مرکزي حکومت په مجموعه کې ټول افغانان په دې هڅه کې دي، چې علمي ډګرونه تازه وي او ټول ځوانان په علمي ګاڼه سمبال شي، زموږ او ستاسو په شان  نور ځوانان ټوپک په لاس لري او جنګیږي، علت یې دادی چې دوی نه پوهیږي. موږ باید کتاب او قلم په لاس واخلو او د افغانستان د امن او سولي لپاره کار وکړو».

د ننګرهارپوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ریس پوهندوي نقیب الله ثاقب وویل: «ډېر د خوشالۍ ځای دی، چې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه د لومړي ځل لپاره په ننګرهار پوهنتون کې د ماسټري پروګرام پیلیږي. د ماسټري  پروګرام لومړي دوره استادانو ته مختص شوې. له دویمي دورې وروسته به  د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصلینو ته هم برخه ورکول کیږي.)

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي مشر استاد منګل شېرزاد د ننګرهار پوهنتون پر ضرورتونو او ستونزو خبرې وکړي او د ولایت له  مقام څخه يې غوښتنه وکړه چې موږ سره دې ډېرې وعدې ونه کړي، موږ سره لږې وعدې وکړئ خو چې عملي جنبه ولري.

د یادونې وړ ده چې څو ورځي وړاندې د یاد پوهنځي له خوا د لومړي کال محصلینو د ښه راغلاست او د پوهنځي په هکله د معلوماتو ورکولو په موخه یوه لویه غونډه هم رابلل شوي وه.

د میدیوتیک د ځوانانو پروګرام «ځوان پرمختګ »پیل شو.

نن دوشنبه د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر میاشتي په ۷ مه نېټه د ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک د ځوانانو اوونیزي روزنیزي ناستي پیل شوي.

د قران عظیم شان څو مبارکو ایاتو له تلاوت وروسته د ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک مشر پوهنیار محمد داود وفا د غونډې ګډونوالو ته پرانستي وینا وکړ. ده په خپلو خبرو کې د میدیوتیک اداري په فعالیتونو او اهدافو خبرې وکړي، ده وویل: د میدیوتیک اداري دروازه د ټولو ځوانانو پر مخ خلاصه ده او هدف يې دادی، چې ځوانان په علمي ، فرهنګي، ټولنیزو، سياسي او په ټولو اجتماعي چارو کې پرمختګ وکړي او د وطن دخدمت جوګه شي.

شاعر او ژورنالست باز محمد عابد د دې ډول ناستو او غونډو پر ارزښت خبرې وکړي، ده وویل: (پخوا به موږ افغان ادبي بهیر ته راتلو او خپلي غونډې به مو کولې. کله نا کله داسې هم کېده چې د ګډونوالو شمیره به ۵ تنو ته رسېده خو موږ خپلې ناستي نه دي ځنډولي، له تاسو مې هم غوښتنه ده چې خپلې ناستي به هیڅ صورت ونه دروئ او په دوامداره توګه خپلې غونډې تر سره کړئ.)

د ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک د اداري چارو مسوول صیام الدین پسرلي د پروګرام په جوړښت خبرې وکړي، ده وویل: ( موږ یوازې د ژورنالیزم په اوونیزو ناستو بسنه نه کوو، بلکې تر څنګ یې داسې نور پروګرامونه چې تاسو ته اړین دي په لاره اچوو.  موږ تاسو ته د ژورنالیزم د زده کړي تر څنګ د کمپیوټر او انټرنیټ کورسونه لرو. دا دی اوس  ددې لپاره چې ستاسو جرئت ډېر شي، تاسو له میک او سټیج سره اشنا شئ، په غونډو او کنفرانسونو کې د خبرو کولو په طریقه پوه شئ، دا پروګرام مو جوړ کړ.)

د یادونې  وړ ده چې ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک پخوا هم داسې برنامې ترسره کړي، چې په سلګونه تنه ځوانان ورڅخه برخمن شوي دي.

صیام الدین پسرلی

Siamuden (Pasarly)

Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar

Phone # 0773410589/0786384859

Email: [email protected] 

  Office Website: www.mediothek.org.af

- پسرلی
بېرته شاته