(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سوات کې ښځو لاریون وکړ

[12.Oct.2013 - 17:39]

سوات : درسنيو په خبره د خېبر پښتونخوا د سوات کبل تحصیل ښځو د خپلو کورنیو غړو د بې درکه کېدو پر ضد مظاهرې کړې دي.دوی پر پاکستاني پوځ تور پورې کړ چې د پوځي عملیاتو پر وخت یې د دوی په زرګونه کسان نیولي دي چې تر دې دمه لا ورک دي.په لسګونه ښځو د لاریون پر وخت وویل، د دوی د کورنۍ غړي یا خو پوځ نیولي او یا هم د سیمه ییزو امن کمېټیو په ذریعه یې پوځ ته ځان سپارلی وو خو تر ننه یې نه د مړ پته لګي او نه د ژوندي.د دې ښځو مشرې جان سبا وویل: ((موږ ټول د سوات پښتانه یو. زه د دې مشن مشره یم. دا هغه پښتنې ښځې دي چې چا یې اواز نه دی اورېدلی. ۶۵۰۰ کسان دي چې ورک دي. دا ټول طالبان خو نه ول.))دې وویل، په سوات کې دا ټول کارونه د ذاتیاتو یا د کورنیو د دښمنیو په نتیجه کې شوي دي.د لاریون یوې بلې برخوالې وویل: ((زما زوی دی. نوم یې ولي الرحمان دی. له دې روژې یې پینځم کال پیل شو. په دې بازار کې یې نیولی وو. یوه میاشت د ژورې په تاڼه کې وو. له دې یې بیا بیولی وو برې بانډې ته. نه یې له مرګه خبره یم نه له ژونده.))یوې بلې ښځې وویل: ((زما زوی پټي ته تللی وو. درې ځلې ورپسې ناظم سوال جواب وکړ. ویل یې ته راشه زه به دې بیا را وباسم. د درې ورځو په معیاد یې سپارلی وو. او دا دی پینځم کال شو.))یوې بلې ښځې چې د برې بانډې وه وویل، د دې د زوی نوم اصغر خان دی. ((څلور کاله یې پوره شول. پینځم یې پیل شوی دی. موږ ته دې د مړي، ژوندي پته خو راکړي کنه. زموږ بچي په جېلونو کې له لوږې وراسته شول.))یوې بلې ښځې د خپلې بې وزلۍ له لاسه ژړل او ويې وویل: ((زما د زوی نه ټیلي فون شته او نه یې نور څه پته ده. د پینځو کسانو کورنۍ ده. خاوند مې د زړه مریض دی. حکومت نرخ هم ګران کړ. په ۲۰۰۰ روپۍ خو یوازې د اوړو بورۍ ده.))دې وویل، که حکومت یې زوی نه ور خوشې کوي نو د دوی خو دې یوه چاره وکړل شي.دې ښځو خپل لاریون په سیدو شریف کې د پوځ مرکز مخې ته پای ته ورساوه.د لاریون پر وخت دې ښځو کوزې بانډې مینګورې ته تلونکی سړک تړلی وو او په لاسونو کې یې د خپلې کورنۍ د ورکو غړو انځورونه هم نیولي ول.

- فضل قادر انډیوال
بېرته شاته