(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوباما د ملاله يوسفزئ سره ليدنه

[12.Oct.2013 - 17:41]

دامريکا صدر براک اوباما اؤ امريکائي  لمړۍ ميرمنې مشيل اوباما پرون داکتوبر د میاشتې په ۱۱ مه نیټه دجمعې په ورځ اوول افس کې   دجينکو دتعليم لپاره غږ پورته کوونکې  پښتنې طالب علمې ملالې يوسفزئ سره ليدنه کړې ده.

په دغه اړه دسپينې ماڼۍ څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه اوول افس ته په راتگ صدر اوباما اؤ امريکائي لمړۍ ميرمنې  مشيل  ملالې يوسفزئ  ته هرکلى ووئيلو.
 دصدر اوباما پينځلس کلنې لور ماليا هم دجمعې په ورځ ملالې سره په دغه ليدنه کې  شريکه وه.
 ددغه بيان ترمخه  ښاغلي اوباما پاکستان کې دجينکو دتعليم لپاره دملالې يوسفزئ  په متاثره کوونکي  اؤ دجذبې څخه دډکو هلو ځلو په دوامداره ساتلو دهغې  مننه ادا کړه.
بيان کې راغلي” امريکا دپاکستاني اولس اؤ ټوله نړۍ کې دگڼ شمير خلکو لخوا  سکول ته دجينکو دتللو دحق اؤ دهغوي دخوبونو پوره کولو په اړه دملالې يوسفزئ  دجرائت  په درناوي کولو  کې  شريکه ده
” مونږ ددغو خوبونو په رښتيا کولو کې په مدد کولو دملالې هڅو ته سلام کوؤ
 ملالې يوسفزئ  ددغه ليدنې وروستو خپل بيان کې وئيلي دي چې  صدر اوباما سره ليدنه دهغې لپاره داعزاز خبره ده.
هغې وويل”  ما   پاکستان  اؤ افغانستان کې  دتعليم دودې لپاره  په امريکايې همکارۍ اؤ دشام  دبې کوره شوؤ خلکو په مدد کولو دامريکائي صدر مننه  وکړه
ملالې وئيلي دي  دډرون حملو په اړه  يې هم  دخپلې انديښنې څرگندونه  کړې ، دغه بريدونه دترهه گرۍ په خورولو کې مدد ورکوي  ددغو ډرون حملو  له امله  بې گناه خلک مري  کوم چې داولس دپاريدلو علت جوړيږي.
ملاله وائي” که مونږ خپلې هڅې دتعليم لوري ته وگرځوؤ نو ددې  به پراخه نتيجې مخې ته راشي
 ملالې دپاکستان اؤ امريکا دحکومتونو ترمينځ دزيات څخه  په زياتې همکارۍ  ټينگار کړى دى.
 دسپينې ماڼۍ دبيان ترمخه  اوول افس کې ملالې سره دليدنې په موقع صدر اوباما جمعه ١١م اکتوبر دجينکو دنړيوالې ورځې گرځولو په يوه اعلاميه هم لاسليک وکړو.
  صدر وويل”   نن   دوړو جينکو نړيواله ورځ نمانځلى شي ، چې په نړيواله توگه يې دنمانځلو مقصد دادى چې که چرې  مونږ جينکو ته دهغوي دتقدير روښانه کولو دموقعې ازادي ورکړو ، نو يوه ورځ به دغه دټولې نړۍ لوڼه دخپلو ملکونو دقيادت کولو سره په نظر راشي 

- مشال
بېرته شاته