(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يو وړانديز

[21.Oct.2013 - 18:51]

بويه که د مينې او ژمنې په بېديا کې انګازه وکا!
پر سپېڅلي کتاب (قرآن) مؤمنو، د کتاب مينه والواو د کتاب د نړۍ نړيوالو!
ځولۍ ځولۍ سلامونه او لپې لپې زارۍ.
تاسې ښاغليو او آغليو ته به پته وي، چې موږ په کامه کې د حمزه کتابتون په نامه يوه مطالعاتي او څېړنيزه منځۍ د خپلو انټرنيټ مېنو ځوانانو د علمي ودې د پراختيا په موخه پرانستې ده. که څه هم زما د اټکل او تصور تنده لا د لوستوالو او مينه والو په راتګ او مراجعه نه ده ماتې شوې او همېشه مې خپلو هغو دوستانو ته چې له کتابتون نه د مراجعينو د استفادې پوښتنه کوي، ځواب دا وي، چې زه هسې تشو ټوکريو ته ناست يم، که څه هم دومره نهيلی نه يم او په دې هيله پايم، چې:
توره شپه به خدای رڼا کړي
شين خالۍ به خدای پيدا کړي
ځوانان به خدای له خپلو عصري او تخنيکي اسانيو نه د ګټنې تر څنګ له لوست او کتاب سره مينې ته هم وزګار کړي، خو ددې ارمان په ګنډه او غوټه کې مې يوه بله هيله، غوښتنه او حتی د زاريو ځولۍ هم مله کړې او هغه دا چې: د حمزه کتابتون له شتمنيو- چې په حقيقت کې د ژبې، ادب، تاريخ، دينپوهنې او نورو پوهنو د ځوانو مينه والو شتمني ده- ځنې د ((جمهوري پلوشې))، مجلې د
۱۳۵۵-۱۳۵۷ ل جونګ او کوليکسيون کوم مينه وال په هېر يا لوی لاس له ځان سره ټينګ کړی دی، له ۱۳۸۷ل راهيسې مې دا پنځه کاله د بيا راکولو په تمه او اسره تېر کړه، چې بويه که د حمزه کتابتون شتمني خپله شتمني وبولي او د ګران انځور دا مرغلره د غوږ مندرۍ کړي:
چې له ده نه کتاب مه ستنوئ، ورويې سپارئ، چې درته خوندي يې کړي.
درنو مينه والو!
زه د خپلې، بلکې ستاسې ددې ورکې پر ارزښت هله پوه شوم، چې د افغانستان د علومو اکاډيمي يوه ښاغلي راته په غږ مل کې وويل، چې ما ټول کتابتونونه او مراجع ولټول، خو مخ مې پر دېواله ولګېداو د جمهوري پلوشې کلکسيون مې ونه موند.
اوس نو ستاسې او هغه چا چې دغه غونډ او جونګ ورسره بې استفادې پروت دی، خوښه چې زما د وړانديز ځولۍ تشه پرېږدي، که يې په ډکولو ځان درنوي او ما نازوي او که ...؟
له مخکې نه منندوی
محمد آصف صميم

۱۳۹۲ / ۷ / ۲۷
مازيګر (پخوانی ګودرکتابپلورنځي)  جلال آباد

Ezatullah Zawab

- عزت الله ځواب
بېرته شاته