(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا په نصاب کې د بدلون څرګندونې

[24.Oct.2013 - 17:56]

په دې ورستیو کې د پښتونخوا  واکمن ګوندونو په نصاب کې د بدلون په اړه څرګندونې کړي دي.

په خاصه توګه جماعت اسلامي او تحریک انصاف ګوند دا نظر لري چې د عوامي نېشنل ګوند تېر شوي حکومت په تعلیمي نصاب کې د غېرو په خوښه او د خپلو سیاسي ګټو مطابق بدلون کړی وو. خو هغه څه بدلون وو چې د جماعت اسلامي او تحریک انصاف له نظریې سره په ټکر کې وو.
د جماعت اسلامی یو مشر او سینیېر صوبايي وزیر سراج الحق یې په اړه وايي:
"د دین په باره کې مضمونونه، د قرآن آیتونه، دغه شان د جهادونو په باره کې چې کوم سبقونه وو هغه ټول یې ترې لرې کړي دي. نو موږ دا غواړو چې د خپل پاکستان د نظریې په چوکاټ کې بچو ته تعلیم ورکړو."
خو صوبايی اسمبلۍ کې دعوامي نېشنل ګوند غړی او د تعلیم پخوانی وزیر سردار حسین بابک د د سراج الحق دریځ نه مني او وايي، چې دوی د مذهب په نوم د تشدد مخالف دي.
"دوی قتل ته جهاد وايي، توره او ټوپک ورته وايي، د دوی جهاد او د دوی د اسلام تفسیر یا انټرپریټېشن هم دغه دی چې یو بل له ګرېوانه ونیسه، له یو بله سرونه غوڅوه، یو بل وژنه، له یو بله شوکې کوه. دغه د دوی اسلام دی او  دغه د دوی جهاد دی."
عوامي نېشنل ګوند په نصاب کې څه بدلون کړې وو چې موجوده حکومت یې ختمول غواړي؟ دا پوښتنه مو په دغه عمل کې شامل د پروفېسر اباسین یوسفزي نه وکړه هغه وویل
"په هغې کې موږه د دین، پښتو او انسانیت ټول اړخونه چې دي هغه مو په نظر کې ساتلي دي. آن تر دې چې په هغې کې موږه د ځناورو د حقونو خبره هم کړې ده.  او هغه موږه انتهايي متوازن نصاب د جوړولو هڅه کړې ده. بیا دغه نصاب د یو شمیر کمیټو او ماهرینو له سترګو تېر شوی او ټولو منظور کړی دی چې په هغه کې موږه هېڅ متنازعه خبره نه ده اچولې."
د تعلیم موجوده وزیر عاطف خان چې د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لري وايي دوی به هېڅ یو منفي خبره په نصاب کې شامله نه کړي او نه به کومه مثبته خبره له نصابه بهر کړي.
"دا زه تاسو ته صفا خبره کوم او دا زموږه پالیسي بیان دی چې موږه به نه دا وایو چې هغوی څه کړي دي نو هغه ټول سم دي او نه به دا وایو چې پکې به موږه خامخا له خپل اړخه څه اچوو. که موږه له نصابه څه لرې کوو یا یې پکې شاملوو نو هغه به خالصتاً په دې بنیاد وي چې زموږ د دین، معاشرې او زموږ د علاقې له روایاتو سره سمون خوري."
دا چې د نصاب په جوړولو کې کومې بنیادي خبرې په پام کې نیول په کار دي چې په نتیجه کې یې هېواد پرمختګ وکړي ماهر تعلیم او د نصابي کتابونو د بورډ پخوانی مشر فضل رحیم مروت وايي:
"دوه درې شیان دي. زه دا وایمه چې کتاب هغه دی، نصاب هغه دی چې انسان پېدا کړي.  انسان، دا نه چې هغه دې صرف مسلمان پېدا کړي، یا دې هندو، عیسايي او یهودي پېدا کړي. له ا نسانه پس دې یو ښه وګړی پېدا کړي. بل دا چې په کار ده نصاب نوي کول ته د موجوده دور له تقاضو سره سم علم ورکړي. که داسې نه وي نو موږ به شاته پاتې کیږو ځکه چې هم له دې وجې اسلامي نړۍ  تر غربي دنیا پنځه سوه کاله شاته پاتې شوې ده."
فضل رحیم مروت وايي، له هر حکومت سره د نصاب بدلېدل او هغه د خپل سیاسي فکر سره سمول د وطن او قام لپاره ډېر د تاوان عمل دی او په کار ده چې د تعلیم او صحت څانګې دسیاسي ګوندونو د خپلمنځي مخالفتونو ښکار نه شي. مشال راډیو

 

- منور شاه
بېرته شاته