(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزني: دواده خوشالي په غم بدله

[28.Oct.2013 - 20:36]

 د ۲۰۱۳ ع کال د اکتوبر په ۲۷ مه نیټه داتوار ( یکشنبې) په  ماښام د اندړو ولسوالۍ د حبيب ګوډلو او صاحب خان کليو تر منځ د واده د ورا پر موټر د سړک پر غاړه په ښخ شوي ماين ۱۹ تنه بي ګناه پښتانه  شهیدان او پنځه نور پښتانه ټپیان شول .
په ټپي شويو کسانو کې له څلورو نارينه‌وو او د یو څو ښځو پرته نورې ټولې وړې نجونې او ماشومان ؤ  چې د ناوې کور ته په ورا تللې وې.
عیني شاهدان  وايي، ماين د سړک پر غاړه ښخ  شوی وو او د ورا پر ګاډي په ريموټ کنټرول ورچول شوی ؤ
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنون ولس  عام وژنه چې په هر نوم کیږي  په کلکه سره غندي، د اندړو ولسوالۍ ددې غمیزې  شهیدانو ته  د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس  او ټپانو ته د ژر روغوالې غوښتنه کوي  او دټولو شهیدانو د کورنیو سره پدې دروند او نه هیریدونکې غم کې ځان شریک ګڼي اود لوې خدای « ج » څخه  ورته جمیل صبراو زغم غواړي.

- psdp
بېرته شاته