(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات: پوځ دې ولسي ودانۍ خوشې کړي

[28.Oct.2013 - 20:41]

په سوات خوازه خيله کې د اتوار پر ورځ د سيمې مشرانو، سياسي وګړو او د صوبایي او قامي اسمبلو غړو په یوه ګډه جرګه کې ځايي خلکو له منتخیبو استازو غوښتنه وکړه چې په سوات کې اوس امن ټينګ شوی او پوځ دې د عام ولس شخصي او سرکاري ولسي ودانۍ خوشې کړي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د سوات قامي جرګې مشر مخيتار يوسفزی وايي، چې د دغه جرګې رابللو ضرورت ځکه راغلی چې په سيمه کې د پاکستان پوځ د عام ولس ودانۍ، د جينکو او هلکانو ښونځي،  دغه رنګه د ځیناورو روغتون د زراعت محکمې دفترې نيولې او له تيرو پنځوکالوراهیسې يې استعمالوي چې له وجې يې ځايي خلکو ته ګڼ مشکلات دي.
نوموړي وویل، له لوړ پورو چارواکو څخه د دغه جرګې له لارې غوښتننه  کوي چې دغه ځايونه دې اوس اوس خوشي کړل شي که چرې یې غوښتنې پوره نه کړل شوې نو دوی به بيا په احتجاج لاس پورې کوي.
يو بل مشر شمشېر علي خان وايي، چې اوس پوځ په دغه سيمه کې چاوڼۍ  جوړه وي او د هغې لپاره پوځ ته درې نيم سوه کناله ځمکه په کارده چې سيمه کې د عام ولس په ځمکو کې يې نښې جوړې کړې دي او پوځ د دغه ځمکو قيمت هم ډېر کم لګولی دی او دغه ځمکې د کروندې، باغونو او د غريب ولس د اوسيدلو زمکې دي او پکې يو شمير ودانۍ هم دي نو د سيمې زياتره خلک له حکومته غوښتننې کوي چې که پوځي چاوڼۍ  جوړوي هم نو یو لیرې ځای دې جوړه کړي.
د جرګې یو برخوال او د سيمې صوبايي اسمبلۍ غړی قيموس خان وايي چې د قام خبره لوړ پورې چاروکوته رسول د دوی ذمه واري ده او دوی دغه ستونزې او د قام خبرې بيا بيا له پوځ او حکومتي چارواکو سره کړې  خو اوس يو ځل بيا  د ولس دغه غوښتننې د خيبر پښتونخوا وزيراعلي او نورو چارواکو ته رسوي، نوموړی زياتوي چې په سيمه کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره لا هم د پوځ ضرورت  شته دی.

The elders in Swat district on Sunday expressed concern over the proposed construction of army cantonment in Khwazakhela and said the move would deprive the locals of their ancestral land of small holdings.

They were speaking at a jirga, which was attended by PTI MNA Salimur Rehamn and Pukhtoonkhwa Milli Awami Party Dupty Chairman Mukhtar Khan Yousafzai, Qaimoos Khan, Mohammad Ali Khan, Ali Shah Khan and others. The elders said that the people in Khwazakhela had little land holdings on which they had grown orchards to support families. They said that they had come to know that the army was planning to acquire land for the construction of the cantonment in Khwazakhela town. They said the locals feared that they would be banished from their land

- جرکه
بېرته شاته