(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان کې مداخلت بندول:اڅکزی

[07.Nov.2013 - 20:25]

 د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وايي د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه په پاکستان کې روانه د وینې تویونې لوبې ذمه وار پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) دي او په دې لوبه کې علماء کارول شوي دي، هغه وویل که پاکستان په نورو هېوادونو کې له لاسوهنې لاس وانخیست نو د ملک جغرافیه به پر بل مخ واوړي.  او په کار ده چې دواړه لوی ګوندونه دا جنګ بند کړي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د شورو پر ورځ په خپلو څرګندونو کې محمود خان اڅکزي وویل، چې موږ (پاکستان) په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د شوروي پوځونو پر ضد جګړه کې برخه واخیستله، که د مولانا فضل الرحمن خبره ومنل شي، نو بیا خو په کار ده چې په افغان جهاد کې وژل شوي ټول روسي پوځيان شهیدان وګڼل شي.
د اڅکزي د وینا څلورمهم ټکي
۱- افغانستان کې مداخلت بندول
۲- د جمهوري پاکستان ضمانت ورکول ۳-صوبو ته د خپلو شتمنیو حق ورکول ۴-د فاټا ولس ته بنیادي حقوق سپارل
​ د نهې په ورځ  دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان  په اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي ول، دهغه په نظر که امريکا سپى هم مړ کړي  نو هغه به شهيد وګڼي.
محمود خان اڅکزي وویل، د پاکستان د جوړېدو سمدستي وروسته د ملک پر نورو صویو د پنجاب د برلاسیتوب هڅې پیل شوې او د دې لپاره جمهوري عمل تر پښو لاندې کړ، نورو صوبو ته حقوق ورنه کړل شول، چې له لاسه یې نن د هېواد په لربر کې اور بل دی.
هغه وویل چې په پاکستان کې ترهګري اله ختمېدای شي چې له دې یو جمهوري ملک جوړ کړو. پر وسایلو او قدرتي زېرمو د صوبو حقوق ومنو، له وزیرستانه تر خېبره قبایلي ولس ته خپل حقوق ورکړو. او په افغانستان کې هر ډول لاسوهنه پرېږدو. که موږ په نورو ملکونو کې لاسوهنه پرې نه ښودله نو د ملک جغرافیه به پر بل مخ واوړي.
اڅکزي په خپله وینا کې وویل د امریکا مخالفت هغه ګوندونه کوي چې د دغه ملک له جوړېدو راهیسې یې ملګري ول.
محمود خان اڅکزي وویل، هغه ته دې  نوموړي په خپله وینا کې د پاکستان واکمنان وننګول، چې هغه ته دې یوه پينځلس کسیزه ډله ورکړي او که یې د دغه ډلې په مرسته د راتلونکې کال تر  ٢٣م مارچ پورې په هيواد کې امن ټينگ نه کړ د تل لپاره به سياست پرېږدي.

 

- اڅکزی
بېرته شاته