(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کراچۍ: پښتنو نه د ټوپک په زور پیسې اخیستل کېږي

[07.Nov.2013 - 20:32]

کراچۍ کې له پښتنو د ټوپک په زور پیسې اخیستل کېږي

د کراچۍ ګڼمېشتو پښتني سیمو اوسېدونکي وایي،  په ښار کې دوه میاشتې مخکې شورو شوي اپریشن سره که یوې خوا ته د دوی په سیمو کې د پخوا په پرتله د هدفي وژنو پېښې کمې شوې دي خو په دغو سیمو کې بیا د کلنګ (بتې) پیښې لا هم په زور کې دي. 
له مشال ریډیو سره په خبرو کې د مومند اېجنسۍ یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط وویل ، د هغه  د کراچۍ په منګوپیر سیمه کې د ماربلو دوه کارخانې دي، په سیمه کې موجود د یوې وسلوالې ډلې کسانو ورڅخه ۳۵ لاکه روپۍ کلنګ غوښتی، خو د انکار په صورت کې وسله والو د هغه ځوان زوم وواژه.
د هغه په وینا شپږ میاشتې مخکې یې د کلنګ نه ورکولو او سرساتنې له امله دواړه کارخانې بندې کړې او د ښار خوندي برخې ته کډه شوی دی.
دغه تن وایي ده په یاده سېمه کې د تېرو ۳۵ کلونو راهیسې کاروبار کولو خواوس یې کاروبار ولاړ دی او دی نن هم نه شي کولی خپل کاروبار بیرته خلاص کړي.
د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید وایي د کراچۍ د نورو برخو په نسبت د کلنګ کلچر د پښتنو په ګڼ میشتو سېمو کې په زور کې دی او په کراچۍ کې روان اپریشن هم د دې زور مات نه کړ.
((د بتې په ټلیفونونو  کې یوه پایي کمی نه دی راغلی. زموږ خلکو ته اوس هم باقاعده د بتې لپاره ټلیفونونه کیږي. دا ټلیفونونه د افغانستان له نمبرو، د واڼه له نمبرو او د کراچۍ له نمبرو کیږي. مونږ دغه نمبرې امنیتي ادارو ته هم ورکړي دي خو تراوسه یو تن هم نه دی نیول شوی. داسې ښکاري لکه دغه بته اخیستونکي چې زموږ تر ادارو هم زیات قوي دی))
د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات وایي کلنګ اخیستونکي له نارجسټر شویو سیمونو څخه د ښار سرمایه دارانو ته ټلیفونونه کوي او اوس د کراچۍ پولیسو داسې ټیکنالوژي ترلاسه کړې ده چې د هغې په واسطه د ټلیفون کونکي ځای مالومېدلی شي. د هغه په وینا له دې اقدام سره به د کلنګ پېښې راکمې شي.
دی وایي هغه ټیکنالوژي چې ټلیفوني چاپیرچل لټوي هغه اوس د پولیسو لاس ته ورغلې ده او امید لري چې له دې لارې به  د کلنګ او د پیسو لپاره د تښتوني په جرمونو کې کموالی راشي
خو سېنېټر شاهي سید  د پښتنو په سیمو کې د کلنګ اخیستونکو شته والی تخنیکي نه بلکې سیاسي ستونزه ګڼي .
د منګوپیر  سیمې خلک وایي زیاتره کاروباریانو په سیمه کې د کلنګ د زیاتو شویو پېښو له امله  له یادې سیمې کاروبارونه نورو برخو ته منتقل کړي چې د دې له وجې یې د سیمې په خلکو کې بې روزګاري زیاته شوې بلکې په نورو کاروبارونو هم بد اغېز پرېوتی دی.
د مشال راډیو د خبریا غلام غوث د خبر له مخې په پیښور کې  د محرم میاشتې له  پېلېدو سره سم په پېښور  کې پر شیعه عبادت ځایونو ماتمي غونډې  پیل شوې دي او حکومت د دغه مراسمو د ماتمي غونډو او جلوسونو لپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي او ښار ته یې د افغان کډوالو پر تګ راتګ بندیز لګولی او هغوی ته وی شوي چې د محرم  میاشتې په لومړو لسو ورځو کې دې خپل ځان تر کېمپونو پورې محدود وساتي.
په پییښور کې د محرم لپاره د شیعه مسلک ۳۰ عبادت ځایونه حساس ګرځول شوي دي  او د موټر سائیکل پر غبرګه سورلۍ او د پیټرول پمپونو  بهر د پټرولو او ډیزلو په خرڅولو بندیز لګول شوي دي.
د محرم لپاره د امنیتی ګامونو په لړ کې د پېښور  ډیپټي کمشنر ظهیر الاسلام مشال راډیو ته وویل:
"دا یو جامع امنیتي پلان دی او د دې ډېر جزیات دي، په دې کې د امنیتي سرتېرو ګمارنه ده، د جلوسونو د تېرېدو لارېی تړل او د هغوی څارنه کول دی، په هوټلونو او مسافرخانو کې د لټون عملیات کول دي، د موټر سائیکل په غبرګه سورلۍ بندیز لګول شوی دی، له پمپونو بهر د ډیزلو او پټرولو په خرڅولو بندیز لګول شوی دی، په ګرځولو هم بندیز لګول شوی دی او د افغان ګډوالو په تګ راتګ هم بندیز لګول شوی دی او افغان مهاجرین تر کېمپونو پورې محدود وي"
دا چې افغان کډوال د محرم  میاشتې په لومړو لسو  ورځو کې د هغوی پر تګ راتګ د بندیز  پرېکړی ته څنګه ګوري د دې پوښتنې په ځواب کې په پېښور  کې میشت د افغانستان یو تن مشال ریډیو ته وویل:
"حکومت ته په کار ده چې څوک ورانکاری وي نو هغه دې بالکل له کوره بهر نه پرېږدي، که محرم وي یا نه وي خو د امنیت بندوبست په هر وخت کې په کار دی،  چیک پوسټونه هر ځای کې جوړ شوي دي او تر محرم وړاندې یې کارډونه چیکول او د محرم روستو به هم کارډونه چیکوی، دا ضروری نه ده چې یواځې په محرم کې بندیزونه ولګول شي ځکه چې هر یو سړی روزګار لري، کار لري روغتون ته ځي سکول ته ځي، نو دلته خو افغانان له ډیره وخته پراته دي او سکولونو ته هم ځي او دکانونه او کاروبارونه هم لري، او چی کوم تن شر غواړی هغه خو محرم کې هم او تر محرم روستو هم راتللی شی"
د پېښور  ډپټی کمشنر ظهیر الاسلام مشال ریډیو ته وویل چی د پېښور  د ۶۵ شیعه عبادت ځایونو امنیت سخت کړل شوی دی او ۳۰ شییعه عبادت ځایونه حساس ګرځول شوي دي،  او ټول ۱۲۱ جلوسونو به راوځي او دوی به د خپلو خپلو لارو او وختونو پابندي کوي او مخکې روستو سړکونو به د جلوسونو لپاره تړل کېږی.
   د محرم لپاره د خېبر پښتونخوا د هنګو او ډیره اسماعیل خان  پشمول ځنې نورې ضلعې هم حساسې  ګرځول شوې دي او په دغه ضلعو کې هم دا ډول امنیتي ګامونه پورته کړل شوی دي.

 

- ظفر کریمي
بېرته شاته