(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ایران سره موافقه نه منو

[09.Nov.2013 - 19:34]

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د نړۍ د یو شمیر مقتدرو هیوادو لوړ رتبه ډيپلوماتان جنیوا ته رسیدلي څو د تهران د اټمي لانجې د حل لپاره په روان بحث کې ګډون وکړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي د مشرې یوه ویاند مایکل من پرون د جمعې په ورځ  په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې؛ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
"موږ په ټينګه کار کوو او لکه څرنګه چې تیره شپه وویل شول موږ د پرمختګ په حال کې یو."
رپوټونه وايي، د نړۍ د شپږو متقدرو هیوادو او ایران ترمنځ د داسې موافقې امکانات زیات څرګندیږي چې پر اساس به یې ایران د اقتصادي بندیزونو د یوې برخې د کمېدو په بدل کې خپل لانجمن اټمي پروګرام تر یوه حده محدود کړي.
په جینوا کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه په خبرو کې د پينځه جمع یو یعنې امریکا، چین، روسیې، فرانسې، بریتانیې او جرمني استازي ګډون لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون (جمعه) جنیوا ته د رسېدو سره سم د جرمني، فرانسې او بریتانې د بهرنیو چارو وزیران ولیدل.
جان کري وویل، تر اوسه کومه ځانګړې موافقه نه ده شوې او پر مهمو مسایلو اختلافات موجود دي:
"زه غواړم ټينګار وکړم چې، لا هم ډیر مهم مسایل شته چې نه دي حل شوي او د دې مسایلو په سم او بشپړ ډول حل مهم دی. زه غواړم ټينګار وکړم چې تر دې شیبې هیڅ موافقه نه ده شوې خو د پينځه جمع یو (5+1) استازي په شدت په کار لګیا دي."
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري جنیوا ته تر تګ مخکې په اسراییل کې و او د صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره یې وکتل.
د اسراییل صدراعظم پرون په شدت د داسې موافقې سره خپل مخالفت اعلان کړ چې؛ پر اساس یې، پر ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه نرمیدلای شي.
"ایران د دې سلیزې (قرن) غوره ګټه او نړیوالې ټولنې بده معامله وکړه. دا ډيره بده معامله ده او اسراییل یې په بشپړ ډول ردوي. زما د نظر سره د سیمې ډیر نور خلک هم موافق دي. اسراییل د داسې موافقې منلو ته اړ نه دی او د ځان او د خپلو خلکو د دفاع لپاره به هره هڅه وکړي."
د بنیامین نتانیاهو د دې خبروپه اړه د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي د مشرې ویاند مایکل من د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې د تبصرې څخه ډډه وکړه.
د روسیې خبري اژآنسو پرون وویل چې؛ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به نن (شنبه) په بحثونو کې د ګډون لپاره جنیوا ته ولاړ شي.
لاوروف مخکې ویلي وو چې؛ شپږ قدرتونه او ایران پر یوه داسې کاري چوکاټ چې د تهران اټمي لانجه حل کړي؛ موافقه کولای شي.

سرچینه: مشال راډیو

- اسراییل
بېرته شاته