(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خواخوږۍ پیغام

[15.Nov.2013 - 21:33]

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبي منلی، خوږ ژبی ،ادیب،شاعر اونوميالى ليکوال استاد نصرالله حافظ پرون د پنچشنبې په ورځ د ۲۰۱۳ ع کال د نوامبر د میاشتي په ۱۴ مه نیټه   د خپلي ورپيښې ناروغۍ له امله لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي.      انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد نصرالله حافظ د پښتو ژبي، کولتور، هنر او ادب  د بډایني لپاره د ستاینی وړ او نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی کړی چې پښتون ملت به ئی تل یاد ساتي.
، د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند د
ارواښاد نصرالله حافظ مړینه  لر او برپښتون اولس ته يو ستر تاوان ګڼي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره ئې په دغه غم کې ځان شریک ګڼي .    روح دی ښاد وي

په درناوي

De Pakhtanu Tolanez Walaswalez Gund

Nasurulah Hafiz

************************

************************

 

د شمشاد له هسکې څوکې
د خــيـبــر د زړه لــه نوکې
هـــرې خواته وهم کوکې
څوک يې اوري او که نه؟ 
حافظ
ډ پښتو ژبې پیاوړى شاعر نصرالله حافظ له فاني نړۍ سترګې پټې کړې (انا لله و انا اليه راجعون). خداى ج دې جنتونه، ورکړئ.

N.R.liwal

************************
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پښتو ادب ځلانده ستوری، تکړه لیکوال، شاعر او د پوهنې د برخې فعال استاد نصرالله حافظ د ورپېښې ناروغې له امله له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې
خدای بښلی حافظ، چې په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی و، د خپل ژوند ستره برخه یې پښتو ادب ته په کار او خدمت کولو تېره کړه. هغه د ادب په مختلفو برخو کې کتابونه لیکلي او د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون تکړه کارکوونکی پاتې شوی دی
استاد حافظ ددې ترڅنګ د پوهنې د برخې تکړه استاد او د نصاب د کتابونو لیکوال او هغو کتابونو ته د شعرونو او نظمونو لیکونکی هم و. خدای بښلي حافظ د هیواد د درد، رنځ او افغاني احساس په اړه ادبي او په هیواد کې د پوهنې د ودې او روڼتیا د رامنځته کېدو په اړه علمي لیکنې کولې
مرحوم نصرالله حافظ له تېرې اوږدې مودې راهیسې د ناروغۍ له امله ځورېده او بالاخره یې تېره (د پنجشنبې) شپه د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې فانۍ نړۍ ولاړ.
استاد حافظ که څه هم په خپلو تلو سره د افغانستان په ادبي او علمي برخه کې یوه ستره تشه تر شا پرېښوده، خو ترڅنګ یې یوه بډایه علمي او ادبي پانګه هم پریښې، چې دده چاپ شوي او ناچاپه اثار دي
موږ په داسې حال کې، چې د مرحوم استاد وفات د هیواد عملي او ادبي برخې ته نه جبیره کېدونکې ضایعه بولو، له لوی خدای ج څخه ورته د جنت هیله کوو او خپلوانو او کورنۍ ته یې سترصبر او جمیل اجر غواړو.
په درناوي
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

************************

د ارواښاد استاد نصرالله حافظ د مړینی په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام
کابل – افغانستان
۲۳ عقرب ۱۳۹۲ / ۱۴ نومبر ۲۰۱۳
په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد نومیالی شاعر، وتلی ژورنالیست او پیاوړی لیکوال استاد نصرالله حافظ د ۸۲ کلونو په عمر د دی فانی نړی څخه د ابد دپاره سترګی پټی کړی.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد استاد حافظ یو هیوادپال، خدمتګار او فرهنګی شخصیت ؤ چی د خپل ژوند ډیره برخه یی و ښونیز او مطبوعاتی چارو ته په خدمت تیر کړی وه.
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشرتابه پلاوی او ټول غړی د ارواښاد استاد حافظ مړینه یوه لویه فرهنګی ضایعه بولی او خپل د خواشینی مراتب د دوی محترمی کورنی، دوستانو او فرهنګیانو ته وړاندی کوی.
ارواښاد ته د لوی خدای (ج) څخه جنت الفردوس، کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.
روح دی ښاد وی
الحاج غرزی خواخوږی د ټولنی مشر

************************

د پښتنو او بلوڅو خواخوږی رخصت شو/ سعيد زابلى

د شمشاد له هسکې څوکې
د خــيـبــر د زړه لــه نوکې

هـــرې خواته وهم کوکې
څوک يې اوري او که نه؟
حافظ
هغه د نو رسي بلبل په څير د چپرهار په شنه بڼ كې د لومړي ځل لپاره خپل ځان وليد او خپل نازك وزورنه يې ووهل، ورو ورو يې نغمو ته ځان جوړاوه، خو كله چې د پغمان شنو لمنو ته ورسېد، نغمې يې پخې او خوږې شوې، له مينې ډكې شوې، ډير زړونه يې خپلو تخلق شويو قصيدو، مثنوي ګانو او غزلو ته راجلب كړل، خو لا يې د وطن په شنو درو او جانانه طبعيت يې زړه نه و موړ او لا يې دې ښكلا ته خپل د مينې غبرګون د خپل شاعرانه فطرت په خوږو او د مينې په ډكو ولولو نه و پوره څرګند كړى چې پر وطن سپيره سيلۍ خوره شوه، هر څه يې تالا ترغي كړل:

لكه تالا، چې بې خزانه شول زما ګلونه
په هغه رنګ دې تالا مه شه د هيچا ګلونه
حافظ

د خپل وطن او ولس دې مين شاعر نور د ستايلو پر ځاى، د ګلونو تالا كيدل او د وطن د ګل فضا چې د ناولو باردو شنو لوخړو اخيستې وه، ژړوله، خو وخت ناځوانه د تل په څير د دې سويو نغمو د بلبل ستوني ته لاس وغځاوه او دا ارمانې غږ يې د تل لپاره خپ كړ، ما لا ګل بوى كړى نه و بهار تيرشو.
های های
څومره بې وفا وه دا دنیا چې په کې تیر شومه
پلونه مې لا پاتې و او زه د خلکو هیر شومه

خو نه ـ نه د پښتو ژبې پیاوړى شاعر نصرالله حافظ  چې اوس يې له موږ سره په جسمي ډول د تل لپاره مخه ښه كړې ده(انا لله و انا اليه راجعون)، مګر تر ډيره به د پښتنو او بلوڅو وروڼو په خورو ورو لتو كې د هغه فكر، خيال د سپين مرغه په څير، زموږ د كليو او درو، پر ګوردونو، چينارونو، كورونو او جوماتونو وزرونه وهي او موږ ته به د سولې، مينې، يوالي او ويښيدلو ترانې زمزمه كوې، خو حيف دا څوك به يې واوري؟؟؟

خو اې ناځوانه وخته! په ځوانۍ كې د لوړې دنګې ونې، ښكلې قوارې او له عاطفې ډكې طبعې دې څښتن، ځواني هم هغسې تيره نه كړه، لكه بل هر ځوان چې دا ورځې او شپې د خپلې باچايي طبعې او مغرورۍ له مخې د خپلو هوسونو او شوقونو ، منظرو او ګريوان خلاصو په مينه كې داو كوي. بلكې ارواښاد حافظ دا باچاهي پر ملنګي داو كړه او د ځوانۍ دا رنګينې شپې او ورځې يې د خپل ولس او خاورې د خوښۍ، سوكالۍ او يوالي لپاره وقف كړې، هغه كه ورځپاڼې ته سهار په ګرمۍ او يخنۍ كې پر زاړه سايكل تللى او بيا تر نيمو شپو هلته د ولس د بيدارولو لپاره يې قلم پورته كړى و او يا يې د پښتنو او بلوڅو وروڼو د بدې ورځې د ژړولو او ترې د خلاصيدلو او يا خندا، ګل ګل ورځې راوستلو لپاره يې ډير شپې په خپل خواږه مترنمه غږ په نثر او  شعر دواړو كې د كابل راډيو افغانستان له لارې زمزمه كړې، د پښتنو او بلوڅو وروڼو هرې حجرې، ديرې ته يې  خپل رسا پيغام له اوښكو او هيلو سره يو ځاى ورساوه.

دې عالي او خواخوږي انسان خپل ژوند د ولس او خلكو لپاره د مينې او سولې د ښكلي ژوند په ارمان كې پاى ته ورساوه، تل يې دا ارزو او پيرزو وه چې د مينې او سولې هغه  رڼا او سبا به كله ويني چې د ده خوار ولس يې له پيړيو پيړيو په تمه سرنګون ناست دى. شمشاد ته وخوت كوكې يې وكړې. د خيبر زړه ته كوز شو، فريادونه يې وكړل، خو موږ لكه كاڼه چې و، يا موږ لكه ويده چې و، خو اوس چې هغه نور له دې غمونو په ارام خوب ويده شوى دى، موږ ورته نارې وهو، اې د قام په درد دريدلې شاعره! چيرته لاړې؟؟؟

خو هغه ارام پروت دى، هغه حق لري چې زموږ غږ وانه وري، ځكه هغه حق ته ځان سپارلى، ګناګاره خو موږ و چې د ده غږونه مو اوريدل، مګر غوږونه مو كاڼه اړولي و، هغه مهال چې ده خوږې ترانې او هغه دردونه چې زموږ له غمه يې سندره كول، چا وانه وريدل او تل يې د روانو ناخوالو او د تاريخ د جبر هغه اوږده شپه چې د پښتنو او بلوڅو وروڼو پر كاله يې سر وهلى و، د سبا كيدو تمه لرله، خو چا يې د مبارزې ننګه او غږ ورسره بدرګه نه كړ او نه هم د دې سپيڅلي انسان دا ارمان پوره شو، چې كله به  سبا راشي او د دروغجنو وعدې چې دې ولس او خاورې ته د امن فضا راولي رښتيا شي:

شپه څومره لويه شوه اوږده شوه سبا هېڅ نه راځي
تيارې خورې په شا او خوا دي رڼا هېڅ نه راځي
حافظ
بلااخره هغه هم اخير د دې دروغوجنو په خوى او بوى پوه شو او له موږ يې د تل لپاره مخ واړاوه:

که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه
دلته د دروغو کلي جوړ دي، رښتيا هيڅ نه راځي

حافظ

خو اې دريدلې شاعره! ته نور له موږ لاړې، خو موږ به ستا د قام او وطن له مينې ډكې ترانې له چا واورو؟

اې! پام چې موږ ډېر په دې تنده كې مه پريږده، موږ خبريو چې په جنت كې زيتون، ريحان، مشك، زعفران او ډول ډول ګلونه زيات دي، كه موږ ستا د ترانو تنده حس كړه او يا د ولس او وطن مينه مو په زړونه كې كمه شوه، نو دې ګلونو او پاڼو ته لاس كړه، ښكلې ترانې وليكه او موږ ته يې را وليږه، موږ داسې مه پريږده…

لحده نيسه يې ارام په غيږ كې

يوه زاره چاودى او خوږمن درسپارو

چې يې زخمونه دي د ستورو په څير

د كهكشان غوندي بدن درسپارو

************************

عبدالغفور لیوال
لامې دښوونځي په لومړیو کلونو کې زده کړه کوله ، په پل باغ عمومي کې به ،چې هرسهار دپوهنتون دبسونو تمځای ته ورسیدم ، نو داکبر خشکه شويي پر سر دبریښنا په ستنه یو لوډسپیکر کابل راډیو خپروله ، هره ورځ (سهارنۍ نذرانه ) خپریده اویوه اشنا غږ به مناجات ویل ، هاغه کلونه به چې دشپې ویده کیدم ، نو دکور په زړه راډیو که به مې خامخا (دشومه دم انګازې) اوریدې او هلته به بیا هماغه سوزمن او اشنا غږ دشپې دوروستیو شیبو دعا ، یا منظوم کلام وایه ، دکلماتو پر ادا به یې زور راوړ ، هڅه به یې دا وه چې هرلفظ سم ادا کړي ، ځینې ځانګړي کلمات به یې اوږده کړل : 
لویه خدایه !!! .....
دلمریزې سنې اویایم کلونه وو ، چې دتوغندیو او وژنو په ورځو کې مې ددې مهربانه غږ خاوند دلیکوالو په انجمن کې یوځل بیا ولیده ، دخپلې ځوانۍ ، دخپلو سفرونو ، ژباړو، په راډیو کې دکار او دپښتو موسیقۍ لپاره یې دربړو او ستونزمن کار کیسې راته وکړې ، ایله وپوهېدم ، چې دافغاني فرهنګ څومره لوی خدمتګار ته ناست یم . تر دې وروسته ددې زلمي او هغه سپینږیري ترمنځ ملګرتوب پیل شو ، دمحرومیت او ولږو په کلونو کې به موډیر سره لیدل ، په ټایمني کې یومخ په سیوري نمجن کرایي کور کې اوسېده ، مېرمن یې ناروغه وه ، تنخواه نه وه ، خو ده لاهم لیکل کول او دخپلو پخوانیو لیکنو زرګونه مخه یادښتونه یې سره تنظیمول ، چې ورسره مخامخ به شوم ،نو راته وبه یې خندل : ته چیرته یې ؟ ګوره کنه پوښتنې ته راځه والله که په ژوند اعتبار وي ... 
دلوږې او محرومیت کلونه تېر شول په دې نوې لسیزه کې دبوختیاووبوړبوکۍ راوالوته ، ټول سره ورک شوو ، خو زماسپینږیری استاد ورو ورو زهیریده ، په خبرو کې یې ستونزې پیدا شوې وې او زمانې ورو ورو هاغه خوږ او اشنا غږ ورڅخه اخیسته ، چې زه ورسره ووړ رالوی شوی وم ، هغه غږ چې تر نیمې پیړۍ ډیر کلونه یې دراډیو کابل او راډیو افغانستان څپې ښکلې کړې وې ، دادی اوس دا غږ ورو ورو په ستوني کې ورکېده ... اوس نویوازې په اخترونو کې ورتللم او هغه به په چوپه خوله خو موسکو شونډو ، په غریب، خو ډیر ژور نظر راوکتل ، په سترګو به یې پوه کړم ،چې هرڅه ولاړل ، دادی اوس له تاسره خبرې هم نه شم کړلای ...
همدا درې ورځې وړاندې یوسهار وخته ، چې دخپلې لیونۍ بوختیا بوړبوکیو پر سر اخیستی وم، زما ګران ورور هدایت جان پر ټیلیفون راسره مخ شو ، غږ یې ستومانه او نیولی و:
استاد غورځیدلی دی ، په روغتون کې دی ، خو .....
دا ورځ له هماغه سهار ترخه شوه ، زه دسفر پر لاره وم ، یوځل مې ویل : راځه سفر پریږده ، مخامخ داستاد لیدو ته ورشه ، خو لکه چې دبیالیدو بخت یې زما په قسمت کې نه و، یاخو مې دانه شوه منلی چې هغه دې دومره ژر دتللو نیت ولري، ماویل راځه لنډ سفر دی ، چې راستون شوم ، لیدلوته به یې ورشم ، انشاالله چې یو څه به ښه شوی هم وي . په دې ورځ مې ایله دومره وکړل ، چې څه مشران او فرهنګي دوستان مې پرې خبر کړل ، هغوی ډاډراکړ چې لیدو ته به یې ورشي ...
دالوتکې له کړکۍ مې چې کابل ته وکتل نو شپه په راخوریدو وه، یوه اشنا غږ مې هسې په غوږ کې انګازې کولې ، څوشیبې مې ګومان وکړ ، چې دښوونځي زده کوونکی یم اود پوهنتون په تمځای کې سهارنۍ نذرانه اورم ... کابل ورو ورو د وریځو تر شا راڅخه ورک شو ، په استاد پسې مې زړه تنګ شو ، یاالله خیر ! 
نن ، چې په دې لرې ښار کې ،دغونډې له تالار څخه دخپل هوټل
۴۰۱ نومرې کوټې ته راستون شوم ، اوکمپیوټر مې پرانیسته ... داستاد دمړینې خبر وچیچلم . 
دا درېیم ځل دی ، چې په سفر کې خپل یو دروند استاد له لاسه ورکوم ،زما دفاضل استادرشاد دمرګ پرمهال هم مساپر وم ، زمادفیلسوف استاد اسد اسمایي دمړینې پر مهال هم او دادی دسهارنۍ نذرانې د نذرورکوونکي استاد نصرالله حافظ دتللوپر مهال هم له هېواده لرې یم . 
داوسنۍ زمانې دشاعر ، لیکوال او فرهنګي نسل دغه مرشد ملنګ دې لوی الله ج وبښي ، روح یې پر جنت شه ! 
زلمیه نسله !
ځان له دې خبر کړه ! چې دغه سترافغان څنګه ترنیمې پیړۍ ډیر کلونه محرومیت ، فقر او ستونزې وګاللې ،خو زرګونه مخه هنري لیکنې ، اشعار ، ژباړې او راډیویي پروګرامونه یې ددې ملت دمعنوي بډایینې لپاره وپنځول ، دافغاني موسیقۍ دبډایینې ، تنظیم او خوندي کولو لپاره یې څومره منډې وکړې او ځوان نسل ته یې څومره لوی میراث پریښود. 
پرتاسو ده ، چې لاره یې وپالئ ، ستر معنوي میراث یې خوندي کړئ ! او دیوه هوسا ، ودان ، سوله ییز او پرمختللي افغانستان همیشنی ارمان یې دحقیقت تر منزله ورسوئ !
پرګور یې نور شه

*********************************

دخواشینۍ  او ډاډګیرنې پیغام

بیا زموږ  د پښتو ادبیاتو په   معاصر  تاریخ  کې  د ویر  او ماتم  غږ  راپورته  شو. یو دروند، قدرمن او نوښتګر لیکوال او شاعر ارواښاد استاد نصرالله  حافظ په کابل  کې  له   دې  فاني  نړۍ څخه  د تل  لپاره  سترګې  پټې  کړئ :

انالله وانا الیه راجعون

د پښتو ادب  په  ګلبڼ  کې ( ارواښاد نصرالله حافظ ) هغه   غوړیدلې ، سمسور، تازه  او ښیرازه ګل  و،  چې  د خپل لوړ  ذکاوت ،   او څپاند هنري او ادبي استعداد  په  وسیله  یې  د شعر په  اسمان کې داسې ستورو ته  لاس غځولې و، چې  د  ده  ښکلي او اغیزمن  شعرونه  زموږ  د هیواد د ادبیاتو په  تاریخ  کې څرګنده او ځلانده بیلګې دي  .  د ده  منظوم او منثور آثار  د مضمون، محتوا او فورم  له  مخې  د پښتو ادب  او شعر په  بڼ  کې ارزښتمن، ګټور، رنګین او په زړه پوري ملي ، ادبي او هنري شتمنې شمیرل کیږي .

د ارواښاد استاد نصرالله حافظ  دروند  او ویاړلی نوم  زموږ  د پښتوادب اوهنر په رنګینه  نړۍ کې د تل  لپاره  ژوندی، نه  ورکیدونکې او نه  هیریدونکې دی .

زه  د ارواښاد نصرالله حافظ صاحب  د مړینې په  مناسبت  د زړه  له کومې خپګان  او ژوره  خواشیني څرګندوم، د ده  درنې کورنۍ ، خپلوانو  او د ادب  مینه والو ته  د زغم،  صبر او تسلیت مراتب  وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه  ده  ته  د  فردوس  جنت  غواړم .

اروا دې  ښاده وي .

په ډیر درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

- PSDP
بېرته شاته