(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان ملي تحريک اعلاميه

[27.Nov.2013 - 22:21]

د افغانستان ملي تحريک اعلاميه

د (۱۳۹۲ل) کال د ليندې پر (۵) مه نېټه د مشرانو جرګې د نفوسو د احوال د ثبت قانون ته په داسې بڼه رايه ورکړه چې ددې جرګې غړي يې له اصلي موضوع څخه منحرف کړل.
يو شمېر پرديپال عناصر له ډېرې پخوا څخه په دې لټه کې وو، له هرې لارې چې وي، د افغان ملي هويت زيانمن کړي. دا افغان ضد ډلې په حکومت کې هم زيات واک لري، ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته يې هم لاره پيدا کړې ده.
دا ډلې لومړی په حکومت کې د وزيرانو شورا له لارې او د ولسمشر کرزي د مضر مصلحت له امله پردې بريالۍ شوې چې د معمول پر خلاف د هويت په تذکرو کې د پښتو ترڅنګ دري ژبه هم ځای کړي، دې کړيو چې کله د ژبې دا امتياز ترلاسه کړ، نو د لا زياتو نورو نامشروع او ملت ضد امتيازاتو په لټه کې شول. بيا په ولسي جرګه کې دافغان د کلمې او ملي هويت د حذف لپاره لاس په کار شول. دا ايرانپالې او پاکستانپالې ډلې په ولسي جرګه کې له ډېرو ناندريو او جنجالونو سره سره پر دې بريالۍ نه شوې چې د هويت په تذکرو کې د افغان کلمې د درج مخه ونيسي. کله چې خبره مشرانو جرګې ته لاړه، نو هلته د نظارشورا د جګړې مارې ډلې يو غړي په ډېرې سپين سترګۍ هڅه وکړه چې پر وکيلانو خپل فاشيستي نظر ومني، خو د مشرانو جرګې د اکثريت غړو له غبرګون سره مخامخ شو. د ليندۍ پر (۵) نېټه د نفوسو د احوال د ثبت پر قانون يو ځل بيا بحث وشو، نو د ملت ضد شعوري او ناشعوري عناصرو له خوا د قانون د حکومتي متن او د کميسيون جوړونې پر دوو بېلا بېلو موضوعاتو رايه واخيستل شوه، په داسې حال کې چې هم ولسي جرګې او هم د مشرانو جرګې اکثرو غړو په تذکره کې د افغان د کلمې د درج غوښتنه کوله او ولسي جرګې لا وار دمخه دا موضوع تصويب کړې هم وه، مشرانو جرګې د دې پر ځای چې د افغان او نا افغان پر کلمو بحث وکړي، موضوع يې بلې خواته يوړه. په حکومتي متن کې د ايرانپالو اشخاصو له خوا هسې هم د افغان کلمه نه وه راغلې، نو ځکه خو په مشرانو جرګې کې پرديپالو او تنظيمي تالي څټو اشخاصو ژر دې موضوع ته رايه ورکړه او اکثريت ملتپال او افغانپال غړي يې غافلګير کړل. په دې ډول يې د افغان ملت پر ضد او دملت هويت د کمزورتيا لپاره ګام پورته کړ.
د افغانستان ملي تحريک په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې د يو شمېر پرديپالو غړو دا توطيه په سختو الفاظو غندي، د دغو لاندې ټکو يادونه کوي:
۱ - د افغانستان ملي تحريک د مشرانو او ولسي جرګې د پرديپالو غړو دا ډول توطيې غندي او په همدې حال کې د مشرانو او ولسي جرګې د هېوادپالو، اسلامپالو او ملتپالو غړو د هڅو او زيار د ستاينې ترڅنګ، له هغوی څخه په ټينګه غوښتنه کوي چې خپلو مبارزو ته دوام ورکړي او د مشرانو جرګې د پرديپالو عناصرو دا پرېکړه رد کړي.
۲ - د مشرانو او ولسي جرګې له هېواد پالو غړو څخه غواړو چې د افغانانو او نا افغانانو وکيلانو ليکه سره جلا او خپلو هېواد والو ته پرديپال وکيلان په ګوته کړي.
۳ - د (ملت کور) اصطلاح دې له ملي شورا څخه واخيستل شي، ځکه دا د کوم ملت کور دی؟ د ايران ملت؟ د پاکستان ملت؟ که د افغان ملت؟ که چېرې دا د افغان ملت کور وي نو ولې د ملت په کور کې د ملت د هويت له منلو څخه انکار کېږي؟
۴ - د هغو په اصطلاح وکيلانو ليست دې په رسنيو کې خپور شي چې د ملت د ملي هويت پر ضد يې کارتونه پورته کړي، په دې ډول به ملت د ملت په نامه راغلي جعلي وکيلان په ښه ډول وپېژني.
۵- د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې له مېشتو پرګنو او ټول افغان ولس څخه هيله کوو چې له هرې ممکنې لارې چې وي، جعلي او ملت ضد وکيلانو ته له اسلامي او افغاني اصولو سره سمه سزا ورکړي. او نور دې پرديپال په اصطلاح استازي په خپله سيمه کې نه پرېږدي.
۶ - له ملي او هېوادنيو رسنيو څخه هم هيله کوو چې چې د ايرانپالو، روسپالو، پاکستانپالو، غربپالو په اصطلاح وکيلانو څخه وخت پر وخت پرده پورته کړي.
۷ - د افغانستان ملي تحريک په هېود کې له ټول افغان ملت او د ملت له بېلا بېلو اقشارو څخه غوښتنه کوي، چې خپل ملي يووالی لا پسې ټينګ کړي، د پرديپالو پر ضد يو موټی شي، لکه څنګه چې يې د چنګېز، ګورګين، انګرېز او روس د ښکاره يرغلونو پر وړاندې خپل ملي يووالی ساتلی او هغو ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی، دغسې د ايران او پاکستان د نا اعلان شوي پټ جنګ او د هغوی د کورنيو ګوډاګيانو پر ضد ټينګه مبارزه وکړي، او خپل ملي يووالی دې لا پسې غښتلی کړي.
سوکاله او اباد دې وي افغانستان
مړه او سپېره دې وي د افغانستان دښمنان

په هېوادنۍ مينه
د افغانستان ملي تحريک 
دارالا نشأ

- ملي تحريك
بېرته شاته