(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو عالمی کا نګرس او د غنی خان د ادبی ، کلتوری او څیړنیز ی جرګی مشر جرمنی ته راورسید

[21.Sep.2006 - 18:39] د پښتو ژبی وتلی او پیاوړی لیکوال ، شاعر ، څیړونکی او د دستار مجلی چیف ایډیټر ، د غنی خان د ادبی ، کلتوری او څیړنیزی جرګی مشر ، د پښتو عالمی کانګرس چیرمین ښاغلی پوهاند جهانزیب نیاز په 21.09.2006 نېټه جرمنی ته راورسید. د ښاغلی پوهاند نیاز د هرکلی لپاره د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر سلاکار ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر ، جنرال سکرټر ښاغلی هدایت بنګش ، د کورنیو چارو مشر ښاغلی مبارز څاپی ، د ښځو د چارو مشره میرمن خاپیرۍ شینواری ، د خپرونو چارو مشر ښاغلی عزیز سرشار ، د مشرتابه د فتر مرستیال ښاغلی حاجی نصیر ستوری او ښاغلی ډاکتر ماخان شینواری او نسیم خان ستوری راغلی وو او د نظریو بدلون ئی هم وکړ. ښاغلی پوهاند نیاز د پښتنی کلتور خدمت ته ملا تړلی ده د خپل کلتور د بډاینی لپاره ئې ډیری لیکنی او ارزښناک کتابونه ټولنی ته وړاندی کړی دی . دی به د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو د جرګی د غړو سربیره د پښتنو ادیبانو ، لیکوالانو او شاعرانو سره د جرمنی په بیلا بیلو ښارونو کې لیدنی کتنی خبری اتری او د نظریو بدلون کوی. پوهاند جهانزیب نیاز به د شنبی یا خالی په ورځ په 23.9.2006 نېټه په فرانکفورت کې په هغه غونډه کې ګډون کوی چې دده په ویاړ جوړه شوی ده
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته