(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوندون په ملاتړ غونډې

[10.Dec.2013 - 20:45]

د ژوندون په ملاتړ د غونډو لړۍ پيل شوه همدا اوس ډلې ډلې ځوانان، قومي مشران او هېواد پال افغانان د ژوندون ټلوېزيون د ملاتړ لپاره راروان دي. د ژوندون ټلوېزيون ټول مينوال، د افغان او افغانيت، اسلام او اسلاميت پالونکي او سر ښندونکي هېواد پال افغانان کولای شي د ژوندون د ملاتړ په دې غونډو کې ګډون وکړي.
د اړيکو شمېرې:
0780491587
0786445780 


د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق په اړه د اطلاعاتو او کلتور د وزير سيد مخدوم رهين او د لوی څارنوال محمد اسحق الکو د ناقانونه پرېکړې پر عبرګون کې د ژوندون ټلوېزيون د موسس استاد پوهنوال محمد اسمعيل يون څرګندونې.

بسم الله الرحمن الرحيم

د لوی، مهربانه، لوروونکي او بښونکي څښتن تعالی په نامه

هغه ځوان چې د وطن په درد سوځېږي
کــه سل ځــله پـرمخ لوېږي پورته کېږي
مــاتــرې ســل ځلــه قربان او صدقه کړې
چې د مرګ په پوله ناست وي لا خوځېږي

خپل نجيب، وياړمن، پرتمين، غښتلي، پياوړي او سرلوړي ملت ته تر هرڅه وړاندې د زړه له کومي سلامونه او احترامونه وړاندې کوم.
غواړم د ظلم او استبداد، جبر او اختناق د عواملو، د ايران د شنه او د پنجاب د تور استعمار د پټو او ښکاره افغان ضد عملونو او د هغو د کورنيو تاليڅټو د وروستيو توطيو په باب ستاسو پاملرنه څو مهمو ټکو ته راواړوم:
۱- له هغې ورځې چې په افغانستان کې ژوندون ټلوېزيون خپل نشرات پيل کړي او په هېواد کې نويو، شعوري او ځوانو مدني خوځښتونو سر راپورته کړی، له همغه وخته راهيسې د ژوندون ټلوېزيون پر ضد توطيې روانې دي. هېڅ بل ټلوېزيون ته پرديپالي، ايرانپالي او پنجابپالي دومره د خطر په سترګه نه ګوري، لکه ژوندون ته چې ګوري.
۲- کله چې ژوندون ټلوېزيون د افغان او افغانيت، اسلام او اسلاميت د لارويانو او رښتينو افغانانو غږ پورته کړ او د هويت د تذکرو پر لومړي مخ يې ددې سترو ارزښتونو د تثبيت غوښتنه وکړه، نو پرديپالو عناصرو ددې داعيې پر وړاندې دومره تېز غبرګون وښود چې د هېواد په تاريخ کې يې ساری نه و ليدل شوی.
۳- روس پلوه او ايرانپلوه ډلې چې له پخوا څخه د حکومت په داخل او بهر کې فعالې دي، په ژوندون ټلوېزيون کې د افغانيت او اسلاميت د خونديتابه بحث، له قومي تعصبونو سره غوټه کړ او د يوه شخص يوه کليمه يې دهېواد ځينو وګړو ته په ناسم ډلو تعبير کړه.
۴- ايرانپالو او پرديپالو رسنيو د ژوندون ټلوېزيون د ژورليدونو خپرونې يو بحث چې د (اسلام)، (افغان) او (اسلاميت) او (افغانيت) د خونديتابه لپاره ځانګړی شوی و، کاپي او په هغه کې يې ځينې جملې وړاندې وروسته کړې، مانا يې ورته کږه کړه او بيا يې له خپلو رسنيو څخه خپرې کړې او هڅه يې وکړه له دې لارې قومي حساسيتونه راوپاروي او تر شا يې خپل شوم افغان ضد هدفونه پر ملي او اسلامي داعيې واکمن کړي.
۵- دې ايرانپلوه تنظيمي کړيو په مشرانو جرګه کې يو شخص چې تر دې وړاندې يې د هويت په تذکرو کې د افغان او اسلام کليمو د ليکنې پر ضد کارت پورته کړی و، د يوې همفکره وسيلې په توګه وکاروه، هغه له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق غوښتنه وکړه، اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلی سيد مخدوم رهين هم له پخوا څخه د همدې ډلو ټپلو اغېز لاندې دی، ژر تر ژره يې لويې څارنوالۍ ته مکتوب وليکه، له ژوندون ټلوېزيون سره يې د خپل تعصب د پټونې په خاطر د يوې بلې نومورکې چاپي خپرونې د تعليق غوښتنه هم وکړه. حقيقت دادی د ژوندون ټلوېزيون مقابل طرف تمدن ټلوېزيون، محسني مدرسه او نورې ايرانپلوه رسنۍ دي، نه يوه لاسپاڼه او نومورکې چاپي خپرونه.
۶- د اطلاعاتو کلتور وزارت په تېر لس کلن تاريخ کې هېڅکله داسې پرېکړه نه ده کړې چې پر يوه ورځ، په يوه ګړۍ کې دې هر څه فيصله کړي. رهين صيب ددې پرځای چې د رسنيو د سرغړونې کمېسيون خبر کړي او يا د هغه کمېسيون غونډه جوړه کړي، هغوی خپل نظر ورکړي او يا مقابل لوری خبر کړي، په ډېرې چټکۍ مکتوب څارنوالۍ ته ورولېږه. ښاغلي وزير په ډېر څرګند ډول په خپله هغه کمېسيون چې دوی به له خلکو غوښتل، هغه ته شکايتونه ورکړي، په خپل دې عمل، لغوه، پيکه او بې ارزښته کړ.
۷- لوی څارنوال، ښاغلي اسحق الکو هم ددې پرځای چې د خپل ټاکلي هئيت څېړنو ته منتظر شي، لکه قرطاسيه چې حواله کوې، د ښاغلي رهين پر وړانديز وليکل: ((متن پيشنهاد منظور است)). په افغانستان کې په زرګونو خلک وژل شوي، د افغان، ملي هويت، افغانستان، اسلامي مقدساتو، ملي اتلانو، اکثريت هېوادوالو او ټولو بشري ارزښتونو ته سپکې سپورې ويل شوي، خو نه رهين صاحب او نه هم الکو صيب سر څه چې غوږ پرې هم نه دی ګرولی، خو څرنګه چې ژوندون ټلوېزيون د ټولو هېوادپالو افغانانو يوه رښتينې رسنۍ ده، ددې پرضد دومره چټک غبرګون او له دولتي امکاناتو څخه د ملي رسنۍ د خپه کولو هڅه څه مانا لري؟
ددې لپاره چې خبرې ډېرې اوږدې نه شي، موږ غواړو په دې برخه کې خپل نظر او خپل عقلي، منطقي اصولي، حقوقي او دفاعي دلايل وړاندې کړو:
۱- در سنيو په قانون کې له رسنيو څخه د سرغړونې کمېسيون تثبيت شوی، ولسي جرګې هم دا کمېسيون تائيد کړی، له ژوندون سره د پرديپالو عناصرو په دې قضيه کې اصلاً دا کمېسيون چا خبر کړی هم نه دی. کوم وزير او يا هم کوم شخص ددې صلاحيت لري چې ددې کمېسيون له پرېکړې او مصوبې پرته د يوې رسنۍ په باب داسې حکم وکړي؟ که چېرې دا د يو اصل په توګه ومنل شي، نو ښه داده چې د رسنيو دا کمېسيون ژر ختم شي او ټول صلاحيتونه يې ځانګړو اشخاصو ته حواله شي.
۲- دولت چې کوم ارګان تاسيس کړی وي، ولسي جرګې هم تايئد کړی وي، ايا کوم شخص دا حق لري چې تر قانون پورته عمل وکړي او هغه ارګان ته ورکړل شوي صلاحيتونه ځان ته مختص کړي؟
۳- پر کومه ورځ چې ښاغلي رهين خپل دا غوښتنليک لاسليک کړی، پر همغه ورځ يې ځان پر يو بهرني سفر مصروف کړی، ځکه چې ځان له دې قانوني تېروتنې وژغوري.
۴- د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرته له دې چې د قضيې ادعا شوی لوری خبر کړي، د يو تنظيمي شخص مکتوب ته يې هرکلی ويلی او څارنوالۍ هم مخکې تر دې چې له ژوندون ټلوېزيون څخه وضاحت وغواړي، يوه اړخيزه پرېکړه کړې ده.
۵- د رسنيو تعليق د شخص د وظيفې تعليق نه دی، چې بېرته جبران او معاش يې ور حواله شي. رسنۍ په هره ثانيه کې خپل لګښتونه او خپلې مادي او معنوي ګټې لري، که يوه رسنۍ د محکمې له حکم پرته زيانمنه شي او تر تعليق وروسته بېرته اصلي حالت ته وګرځي، برائت هم واخلي، نو کوم اورګان د خسارې د جبران تضمين کولای شي؟ د زيان کچه به څوک تثبيتوي؟ د ادعاوو او واقعيت ترمنځ به عدالت او واقعيت څنګه په ګوته کېږي؟
۶- ايا قوانين ددې اجازه ورکوي چې يوه حقوقي، رسنيزه او يا اعتراضي موضوع دې ژر تر ژره سياسي شي او چارواکي دې په کې ناقانونه مداخله وکړي؟ په دې پرېکړه کې موږ د ولسمشر د مرستيالانو سياسي فشار او په خپله د ولسمشر همېشنی مضر مصلحت او ځينې خاصو کړيو ته د تېرو سياسي امتيازاتو د ورکړې په تعقيب، د نورو امتيازاتو او خوږلنيو د ورکړې عنصر دخيل ګڼو.
۷- هغه ډلې چې مستقيماً له ايرانه خړوبېږي، پر حکومت او په خپله پر ولسمشر خاص اغېز لري، د هغو ټولو اغېزې په دې ناقانونه بېړنۍ پرېکړه کې دخيلې دي.
۸- ايا تر دې دمخه د داسې پرېکړو بېلګې شته چې ددې پرېکړې د عملي کېدو لپاره لاره پرانيزي؟ که د يوه کارپوه يوه خبره چې په خپله کارپوه يې د پوره وضاحت ورکولو جوګه دی ايا ددې ډول پرېکړې ايجاب کوي؟
۹- که د يو چا يوه خبره د يوې رسنۍ پر وړاندې دومره چټک غبرګون ته دلايل برابروي، نو بيا خو په افغانستان کې بېلابېلو اشخاصو او رسنيو په دې برخه کې دومره څه استعمال کړي، چې د ژوندون پر څپو يې د جنرال طاقت خبره په خروار کې د مثقال تر مثاله هم وړه ده. د هغوی پر وړاندې په دې تېرو لسو کلونو کې هم د لويې څارنوالۍ او هم د اطلاعاتو کلتور وزارت د چارواکو چوپه خوله پاتې کېدل کومې ماناوې لري؟ ايا له هغوی سره د همغږۍ، همفکرۍ، يا بې تفاوتۍ په مانا ده او که نورې مانا لري؟ ښه به وي چې په دې برخه کې د يو شمېر اشخاصو او رسنيو نومونه هم واخلو، دولتي ښاغلي دې پر حافظې فشار راوړي، د ښاغلي لطيف پدرام، عطامحمد نور، عبدالحفيظ منصور، انور سادات، حاجي محمد محقق او نورو څرګندونې دې هم را په ياد کړي. د طلوع ټلوېزيون، نور، نورين، تمدن، راه فردا، ائينه او همدارنګه د نورو ګڼو چاپي رسنيو نشرات دې هم له نظره تېر کړي.
۱۰- هغه پرېکړه چې له دولتي چارواکو پرته، نه په کې نه عارض معلوم وي، نه په کې مقابل طرف او نه هم د قضيې ټولې خواوې، خپله غوښتنليک والا هم پښې له ميدانه سپکې کړې وي، ايا له قانونه او منطقه د تېښتې په مانا نه ده؟
۱۱- خپله لوی څارنوال، د اطلاعاتو او کلتور وزير او نور ټول اشخاص پر دې پوهېږي، چې پرېکړه يې قانوني اساس نه لري. د لوی څارنوال تر حکم وروسته ما له لوی څارنوال سره تر (۵۰) ځلو زيات ټلېفوني تماس ونيو، خو زه چې ددوی په نظر د قضيې يو اړخ ګڼل کېږم، له ما څخه ځان پټونه کوم حقيقت پټوي؟
۱۲- لويې څارنوالۍ او بل هيڅ اورګان د ژوندون له خوا د جنرال طاقت د خبرو اصلي سي ډي (CD) له هغو سي ډي ګانو سره پرتله نکړه چې د ژوندون د مخالفينو لخوا برابره شوې وه. جملې په کې وړاندې وروسته شوې وې او مانا په کې بدله شوې وه.
۱۳- کله چې له يوې رسنۍ څخه د يوه شخص يوه خبره چې هغه هم يوه بل شخص په ځانګړي ډول (لطيف پدرام) چې غازي امان الله خان ته ې کنځلې کړې وې، راجع وه، خو پرديپالي بيا دا د پلمې په توګه قوم ته منسوبوي او د ځينو ناسم تعبير راپاروي او بيا هغه شخص په همغه رسنۍ کې د خپلې خبرې وضاحت کوي، نو د دې ډول رسنۍ په اړه چې د پرديپالو پخوانی ذهنيت له کينې ډک نه وي، نو ددې رسنۍ په باب بيا چټک غبرګون له ايرانپالنې او پرديپالنې بله څه مانا لري؟
۱۴- په دې هم پوهېږو چې که ټول افغان ولس يوه خوا وي، جنګسالاران او تنظيمسالاران په تېره بيا ايران پورې تړلي اخوندان بله خوا، نو ولسمشر ته دا دوه وروستي عناصر ډېر محترم دي، له ولس سره د ولسمشر ددې جفا په مقابل کې به د قيامت پر ورځ د ولس لاس او د ولسمشر کرزي ګرېوان وي او دا به هغه وخت وي چې د جبران لپاره به هېڅ مجال پاتې نه وي.
۱۵- د هېواد د ټولو عدلي قضايي اورګانونو، دولتي چارواکو، ځانساتو او څوکۍ پالو اشخاصو پر وړاندې دا پوښتنه هم ږدم چې د (۱۴۰) افغانانو قاتل (حکيم شجاعي) او د ملي اردو او ملي پوليسو وژونکي (امير ګل) او (کمين) چېرته دي او ولې تر قانونه پورته ګرځي او لا هم تر عدالت لرې خوندي ژوند تېروي.
۱۶- ايا د (۶۵) زره کابل ښاريانو قاتلان په همدې نظام کې تر ټولو محترم، مقدم او واکمن نه دي؟ 
۱۷- کله چې د ملي شورا مخې ته د افغان ضد کړيو له خوا له قومي تعصب ډکه مظاهره وشوه او ځينو يې د ايرانپلوه ډلو په لمسون د افغانستان پر ضد او (ما افغان نيستم) شعارونه ورکړل، دا ښاغلي چېرته وو؟ ددې پرځای چې دې ډول اشخاصو او محرکينو ته يې سزا ورکړي. اوس يې څارنوال صيب او وزيرصيب غوښتنو ته هرکلی وايي.
اوس راځم خپل مسلمان با ايمانه، باوجدانه غيرتي افغان ملت ته!
زه د يوه افغان او مسلمان په توګه د لوی خدای ج پر نصرت او د خپل ملت پر غيرت پوره ډاډه يم. په دې پوره باوري يم چې د واحد افغان ملت ټولې څانګې او ګلونه چې د هېواد له هرې سيمې، هر قوم، هر ټبر او هرې ژبې سره تړاو لري او له ملي او اسلامي هويت، اسلام او افغان سره مينه لري، په نره د ژوندون ټلوېزيون ملاتړ کوي او هر ايرانپالي، پنجابپالي او پرديپالي ته مناسب ځواب ورکوي.
خو زه د يوه متمدن انسان، افغان او مسلمان په توګه د خپلې ملي او اسلامي برحقې داعيې د ترلاسه کولو لپاره تشدد، خشونت او زور څخه کار اخيستل نه تائيدوم او نه يې پلوي کوم. زموږ او د جنګسالارانو او ناقانونه ايرانپالو کړيو تر منځ د توپير سره کرښه همدا ده چې موږ اسلاميت، افغانيت او انسانيت غواړو او د افغانستان کورني او بهرني مخالفين، وحشت، خشونت او لا قانونيت.
پر دې خبرې بيا ټينګار کوم چې د هويت په تذکرو کې له اسلام او افغانه تېرېدونکي نه يو او دا اوسنۍ قرباني هم د همغو ارزښتونو لپاره ده.
د ژوندون ټلوېزيون په مليونونو هېوادپالو مينوالو څخه په ډېر درنښت هيله کوم، چې په پوره زغم، اوسېلې او سړې سينې خپلو مشروعو او قانوني داعيو ته دوام ورکړي. د ژوندون ټلوېزيون د ملاتړ لپاره د سړيتوب داسې يوه بېلګه وړاندې کړي چې هېوادپلورو، کلتورپلورو، او پرديپالو ته يو بې ساری سبق شي.
موږ د لويې څارنوالۍ په ګډون د هيواد هرې قانوني سرچينې ته تر هغه وخته د قدر په سترګه ګورو چې د قانون د تطبيق لپاره عادلانه پرېکړې وکړي. دا چې په ځينو عدلي، تقنيني او قضايي اورګانونو کې ځينې اشخاص د سياسي اغېز تر فشار لاندې قانون تر پښو لاندې کوي، ددې کفاره او جبيره به خپله ورکوي.
زه د يوه افغان په توګه ځانته دا حق ورکوم چې د يوه مدني انسان په حيث د پرديپالو پر ضد خپله ملي او انساني مبارزه جاري وساتم، هر کلي، هر مسجد، هرې بانډې او هرې تپې ته لاړ شم او د ظلم او استبداد په مقابل کې خپل غږ پورته کړم.
زه حق لرم د ايرانپالو ډلو د سياسي فشارونو له امله د لويې څارنوالۍ ددې پرېکړې پر وړاندې سترې محکمې ته خپل غوښتنليک وړاندې او ژوندون ته د رسېدونکي زيان د جبران غوښتنه وکړم. که احياناً ستره محکمه هم د لويې څارنوالۍ په شان د مضر او نامشروع مصلحت پر رنځ اخته شي، نو د خپل ملت عدالت او د نړۍ هر بل عدلي اورګان ته به عريضه کوم او د دې ظلم په مقابل کې به ودرېږم.
د خدای نصرت او د ملت همت مې همېشنی ملګری دی او په دې لاره کې د څو ټنګه سرو، ځان پلورو، ضمير پلورو پروا نه لرم، له خپل ولسه د ژوندون د تېر ملاتړ له امله هم منندوی يم او پر راتلونکي ملاتړ يې هم پوره ډاډه يم.
زه له هغو زرګونو او لکونو افغانانو هم مننه کوم يم چې د لويې څارنوالۍ د ناقانونه حکم د تطبيق په حالت کې يې موږ ته ډاډ راکړی چې د دوی له رسنيو، راډيوګانو، ټلوېزيونونو، ټولنيزو خپرونو او د تبليغ له نورو زرايعو څخه پوره پوره ګټه پورته کولای شو.
خپل ملت ته د يو څو نورو راتلونکو احتمالي خطرونو وړاندوينه هم کوم. د افغان کلمې تر حذف وروسته، د پرديپالو دويم يرغل پر (افغانۍ) دی، چې زموږ د پولي او ملي هويت ښکارندويي کوي او تر هغه وروسته وروستی يرغل او جګړه د خوږ افغانستان د نامه د بدلولو لپاره ده. هېوادپال افغانان دې ټول خبر وي. ځانساتي، ورځچاري به بيا هغه وخت لکه د مچانو په څېر لاسونه مروړي خو اوبه به له ورخه تېرې وي، ملت به د مملکت پر نامه پر جنجال اخته وي او دولس د سوکالۍ لپاره به د خدماتو رسولو ته د چا پام نه وي.

په پای کې وايم چې:
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو کله ويلي دي
نوره ګناه نه لرم په دې ګناه مې مه نيسه
زړه کې چې مې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي
وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې ژړلي دي
نه ومه خبر پرده مې لږه ځنې پورته کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي
رسي لوړ مقام ته چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر په دغه شغل رياست ته رسېدلي دي

ژوندی او سرلوړی، متحد او غښتلی دې وي افغانستان
سوکاله، ارام او بريالی دې وي افغان ملت
مړه دې وي د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان     ومن الله التوفيق
یون صیب موږ درسره یو !

ملي سنګر  په هېواد کې د بیان او رسنیو د آزادۍ د ملاتړ کونکو په توګه د ژوندون تلویزیون پر وړاندې د لویې څارنوالۍ او اطلاعاتو اوکلتور وزارت پرېکړه غندو او دا د بیان د أزادۍ پر وړاندې یو ګوزار بولم. 
ښاغلی یون د خپلې هرې خبرې لپاره دلایل لري، اما دلته خبره د یو ن نه بلکې د بیان د آزادۍ په نامه د یوه ارزښت او یوې رسنۍ ده ، چې دیو زیات شمېر افغانانو غږ اوچتوي. ژوندون هیڅ کوم ناقانونه کار نه دی کړی، ژوندون د افغان او مسلمان غږ پورته کړی، چې د ټولو افغانانو ګډ ارزښت دی، دا اقدام، چې د ژوندون خپرونې به تړل کیږي ، د دې هدف لپاره دی، چې زموږ د ملي هویت د ملاتړ بحثونه خفه کړي ، او د افغان ملي هویت ضد بحثونو او کړنو څخه د افغانانو پام بل لور واړوي.
دا وزارت او څارنوالۍ هغه مهال چېرې وو، چې دا لس کاله په تصویري، صوتي او چاپي رسنیو کې د افغان نوم ته کنځلې کېدې، دوی هغه وخت چېرې وو، چې د کوچیانو د ورکاوي لپاره څو رسنیو ائتلاف کړی وو؟ او دوی هغه وخت چېرې وو ، چې زموږ ملي شخصیتونو او مشاهیرو ته په ښکاره سپکاوی کېده ؟
موږ له ژوندون تلویزیون سره یو، تر هغو، چې حق او آزادي ته یې درناوی نه وي شوی تر څنګ یې ولاړ یو.

ژوندی دې وي افغانستان


 

Abdullah Ehsan دوى وايي (من افغان نيستم)
مؤقتي پيژندكارتونه دي واخلي، د افغان تابعيت تذكيري دي دولت ته وسپاري او ... په مخه يي گلونه!

تر پرونه يې د افغان د نامه سره پټه کرکه لرله خو نن پر مېډيا او سړکونو مخامخ افغان او افغانستان ته سپکي سپوري وايي خو د قانون او ملي ګټو د ساتونکو په نامه هيڅ څوک پيدا نسول چي ددغه افغان ضد اشخاصو او افرادو سر ورخلاص کي يا يې پر ملي يووالي د زهرپاشني مخه ونيسي.
د افغانستان موسس لوی احمدشابابا او د ازادئ اتل غازي شا امان الله خان ته د نه اورېدلو او نه منلو تر کچي سپکي سپوري وويل سوې بيا هم سترګي پر پټي سوې .
دا ټوله د کوم مصلحت په موخه ؟؟؟
ايا اوسنۍ افغان ضد توطيې د پرونيو بېځايه محافظه کاريو زېږنده نه ده؟؟؟


دافغانستان د کولتوري ودې ټولنې اعلامیه  کولن جرمنی
09.12.2013
دافغانستان دکولتوري ودې ټولنه د افغان هویت ضد او پردي پالو په غوښتنه دکولتور د ایران پالي وزیر رهین او دمقام ساتي لوي څارنوال هغه پریکړه چی د ژوندون ټلویزیون دخپرونو د بندیدو په هکله یی کړی ده په کلکه غندي 
دکولتور وزیر او لوی څارنوال دغه پریکړه دایران او پنجاب دهغه افغان او افغامسنان ضد سیاست یوه برخه ده چی غواړي په افغانستان کی هغه بنسټونه له منځه یوسي چی ددوی د اوږدمهالو برنامو دعملي کیدو مخه نیسي
ژوندون ټلویزیون چی تل یی دافغاني ارزښتونو په دفاع کی خپل غږ اوچت ساتلی دی او په ورستیو کی دافغان هویت نه په دفاع کی په ښکاره ډول د مبارزې ډګر ته راوت نو ایران پالو او پنجاب پالو ډلو په حکومت کی دیو تعداد مقام ساتو او بی ضمیره افغانانو په ملګرتوب ددی ملي بنسټ په وړاندی دتوطیو په لټه کی شول
او په وچ زور او غیر قانوني ډول یی ددی ټلویزیون دخپرونو دبندیدو پریکړه صادر کړه
که نن افغانان د ایران او پنجاب ګمارل شوو ډلو ته دغه سنګر پریښود نو لیری نه ده چی د افغانستان دنوم دورکیدو او ګران هیواد دټوټه ټوټه کیدو توطیه به هم ډیر ژر عملي شي
موږ په داسی حال کی چی د ایران پال رهین او مقام ساتي لوی څارنوال دغه پریکړه په کلکه غندو او دغه پریکړه په هیواد کی دقومي تفرقی او هیوادنۍ ګټو په ضد یو عمل ګڼو
ددی تر څنګ موږ په خپل ټول قوت د ژوندون ټلویزیون تر څنګ ولاړ یو او ددوی سره د ملي هویت په دفاع کی دمدني حرکتونو له لاری ځان هم سنګره او شریک ګڼو
دافغانستان دکولتوري ودی ټولنی دمشرتابه جرګه

 

له ډنمارک څخه د ملاتړ خبرتیا له بده مرغه له هېواد څخه دننه هره ورځ د ګران افغانستان د تاریخي هویت او د افغانستان د خلکو د پیوستون د مخالفانو د وطني ضد دسیسو د لړیو نوی نوی خبرونه ترموږ هم رارسیږي . ترټولو بدمرغي دا ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ،د اسلامي پارلمان او د اسلامي اطلاعاتو او کلتور وزارت او د اسلامي لویې څارنوالۍ په اصطلاح مجاهد مشران او ځینې غړي د افغانانو له تزکرې د اسلام د مقدس دین نوم وباسي په داسې حال کې چې همدغه د افغان او افغانستان له برکته غټ نسي سود خواره دلته افغانستان کې د اعتبار او هویت خاوندان شوي او اوس دا دی دغه افغان دښمنه کړۍ د افغانانو له تزکرو د افغان نوم هم وباسي ، نو دا زموږ په اند او ګروهه نه مسلمانان دي او نه افغانان چې موږ د هغوي دغه شان بې ساری افغاني ضد دسیسه په کلکه غندو بله بدمرغي د ا ده چې هلته دننه په افغانستان کې او یادلته له هیواد نه بهر که کومه ملي رسنۍ یا کوم مرکز او ټولنه او یا کوم شخص د دغو افغان دښمنه عناصرو دغه شان اعمال غندي بیانو یا ورته د متعصب ، تفرقه انداز ، فاشیست ،او برتري طلب خطاب کیږي او په پارلمان کې ناست ځینې په زړه کافر ،نا افغانه او نا مسلمانه کړۍ د خپل ملګري رهین او الکو صیب په ملاتړ پر دغو ملي رسنیو ، افرادو او یا ټولنو برید کوي او هڅه کوي د هغوی غږ په ستوني کې وچ کړي .ددې خبرې څرګنده بېلګه پر ژوندون تلویزیون په پرله پسې توګه ددغو پرديپالو بریدونه او د ژوندون پر تلویزیون او د هغه پر موسس او مشر ښاغلي اسماعیل یون د بې ځایه او بې بنسټه تورونو لګول دي چې ان ددغه تلویزیون د خپرونو د ځنډولو پرېکړه یې هم کړې . موږ په داسې حال کې چې د افغانانو له برېښنایي تزکرو څخه د ( اسلام )او (افغان) د کلمو لرې کول په کلکه غندو ، ورسره جوخت پر ژوندون تلویزیون او د هغو په چارواکو د بې بنسټه تورونو لګول هم په کلکه غندو او په دې توګه دلته په ډنمارک او د اروپا په یوشمېر نورو هېوادونو کې د خپلو ملګرو او یو شمېر نورو افغانانو په استازیتوب له ژوندون تلویزیون او د هغه له مشر ملي شخصیت ښاغلي محمد اسماعیل یون څخه خپل د زړه له کومې ملاتړ اعلانوو . ومن الله توفیق محمد یوسف هیواددوست د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه

 

د فکر او عمل جرګه: د ژوندون تلويزيون د تعليق حکم دې بېرته واخيستل شي

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٢): د فکر او عمل جرګې له لويې څارنوالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتي، چې د ژوندون تلويزيون د تعليق په اړه خپل حکم او وړانديز بېرته واخلي.
لويې څارنوالۍ دوه ورځې وړاندې د ژوندون تلويزيون د خپرونو د ځنډېدو امر وکړ. د دې ادارې چارواکي وايي، چې دوى دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې په ژوندون تلويزيون کې د قومونو په اړه د يوه سياسي بحث د ګډونوالو پر څرګندونو نيوکې وشوې.
په دې بحث کې د ژوندون تلويزيون مشر محمد اسماعيل يون، د مشرانو جرګې غړي بسم الله افغانمل او پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت ګډون درلود. لويې څارنوالۍ ياد درې واړه کسان هم د څېړنو په موخه ورغوښتي وو.
د فکر او عمل جرګې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بيان د ازادۍ، ولسواکۍ، ملي يووالي، سولې، امنيت، د قانون په تطبيق او مدني ټولنې په وده کې د رسنيو او د فعالينو ونډه او مسووليت ډېر اړين بولي.
سرچينې زياته کړې: "موږ د اطلاعات او فرهنګ وزارت د څېړنې او د قانوني مراحلو له طی کولو پرته او د هېواد د نافذه قوانينو او په ځانګړي ډول د رسنيو د تخطۍ د قانون په نظر کې نه نيولو سره، د ژوندون تلويزيون پر خلاف هر ډول اقدام د افغان ولس، ملي هويت، د بيان د ازادۍ، ولسواکۍ او ملي يووالي په زيان بولو. دا ډول فشارونه غير عادلانه او د اساسي قانون خلاف عمل دی."
د فکر او عمل جرګې له ټولو رسنيو، سياسی مبصرينو، سياستوالو او ليکوالانو څخه په کلکه هيله او غوښتنه کړې، چی د افغانستان اوسنيو حساسو شرايطو ته په کتو سره، داسې موضوعاتو ته چې هغه د افغانستان د اساسي قانون، ملي ګټو، اسلامی ارزښتونو او ملي يووالي سره په ټکر کې وي، لمن ونه وهي.
سرچينې دغه راز د ولسی جرګې او مشرانو جرګې له غړو څخه هيله کړې، ترڅو د ملي يووالي اصل ته په کتو له عجولانه او ناڅېړنيزو پرېکړو، په ځانګړي ډول داسې پرېکړې، چې له اساسي قانون سره په ټکر کې وي، ډډه وکړي.
د فکر او عمل جرګې له لويې څارنوالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولينو غوښتي، چې د دې ستونزې د ډېرېدو او پراخېدو مخنيوى وکړي.
د فکر او عمل جرګې د روان لمريز کال له پيله خپل فعاليت پيل کړى، چې د حجرې، محراب، دفتر او ملي پانګه والو له متنفذو ملي شخصيتونو څخه جوړه شوې ده او په ټول هېواد کې د ټولو قومونو استازي يې غړيتوب لري.

هیله ده دا خبر ورځپاڼې او ویباسیټونه نشر کړئ، البته د پژواک په ذکر کولو سره. چونکې دا خبر له هغوی څخه ما را اخیستي ده. مننه.


 

Elhammuddin Qiam  دیون صیب دویناپه دقت اوریدل اودافغانستان ددولتی مقاماماتوپه ناقانونه کړنوژور
خفګان په کاردی.زه خو شخصادلوی څارنوال داعاجل اوعجولانه تصمیم دغندلووړ
بولم.

 

Faiz Veyal   دا په لیکنو نه شی راځئ میدان ته را ووزو،موږ بیځایه لاپې وهو ،چه موږ ډېر یو.تر کومه ځایه چه موږ دپښتنو داخیرو څو کالونو کړه وړه ګورو،په زغرده معلومیږی چه پښتانه دهزاره ګانو نه هم کم دی .که داسی نه وی نو څنګه کیدایشی ،چه لږه کی دې په مملکت کې هر څه ولری، او تول خقوق د ورته تیار وی ،په بشپړه توګه د ورڅخه ګټه پورته کړاشی،او څوک چه تر ننه پورې په دې خاوره خپل سرونه ورکوی، هغوی د حتآ دازادو خبرو حق هم ونه لری.نور باید شرم ولرو .دخپلو ښځو سره په کورونو کې دننه کښینو،دپښتو او پښتنو نوم وانخلو،او یا میدانونو او کوڅو ته راووځو ،او دحق نه په صلحه امېز ډول دفاع وکړو.خو دا طمعه مې نه شی چه دموزاګل مئ ځوی وشی.

زه په پښتو او په پښتنو مین یم=دلر او بر په ګلالو مین یم
چه شمله ور ښایسته ځوانان پکې وی=همېش په دغسې حجرو مین یم
چه په وطن اوپښتو سر ورکوی=په غیرتمنو شاه زلمو مین یم
چا چه دجنګ میدان بیللئ نه دۍ=ویال دهغو په تاریخچو مین یم
راځه زما سره چه خوست ته ولاړ شو=رټ ېې په ښکلو جیناکو مین یم

Formularbeginn

 

Abdul Wali  ژوندون نړيوال ټلوېزيون د ايرانپالو،پرديپالو، اسلام ضد، افغان ضد اشخاصو د سترګو ازغی. پر خپرونو يې د تعليق پرېکړه په دې وجه چې د ملي وحدت پر خلاف خپرونې کوي. آيا دا فيصله په حقه ده؟ آيا د هويت په تذکرو کې د اسلام او افغان په کلمو ټينګار د ملي وحدت پر خلاف دی؟ اولس ته د خاينانو اصلي څهرې ورښکاره کول، د ملي وحدت پر خلاف دی؟ د ايرانپالو طوتيې په ډاګه کول د ملي وحدت پر خلاف دی؟ الله حاضر وګڼئ او په خپله مسلمان قضاوت وکړئ چې ايا دا سازش ندی؟

ځدران درویش د ملت له انګړه دغه ستر پتمن قوم ته توحین وشو!
بیا هم دغه پتمن قوم د دوی هغه بی شرمانه الفاظ په مینه او په ورین تندی اومنل ویل ځه خیر دی.
له ولسمشر نه نیولی تر غازی امان الله خانه یی مشرانو ته توحین وکړو بیا هم دغه قوم ویل ځه خیر دی!
له څادرۍ رانیولی تر لونګۍ یی راپوری وخندل بیا هم دغه قوم ورته وایی چی ځه خیر دی بیا هم وایو ځه خیر دی.
هغه د پاکستان د پولیسو خبره کله کله بی خیرئ کی هم خیر وی.
خو د اطلاعاتو کچر وزیره واوره داځل د دغه قوم ځوانانو پریکړه بدله دی.
که د ژوندون تلویزون خبر دی بیرته وانخیستو دا خو دوه څلویښت هیوادونه په افغانستان کی دی چی ټوله نړۍ دی ترڅنک شی بیابه هم څه ونکړی که دی وکړه له انقلابی ځوانانو له تود غبرګون سره به مخ شی وزارت مخی ته به تور مخ ودریږي تر کوره به تور مخ لاړ شی

Paigham Atal Yosufzai.  ملي مشر او جهادي شخصيت سترجنرال جمعه خان همدرد د پكتيا والي او وزير مشاور په بشپر دول د استاد يون او ژوندون تلويزيون حخه خپل ملاتر اعلان كر او د لوي حارنوالي او د اطلاعات او كلتور وزارت حخه يي و غوشتل چي اساسي قانون يوه واري بيا په غور ولولي



Abdulsamad Afghan  مونږ مرګ نه خوښه وو
افغانان د ژوندون سره دی
احساس د ظلم او بی انصافی به هغه وخت کی درته وشی کله دی چی څوګ له ژوند څخه محروم کړی ، او درته ووای ژوندون د افغانانو حق نه دی !
که ژوند کی حق نه لرو نو بیا ولی په درواغه د ژوندون دعوا کوو ؟؟
که افغانان په خپله خاوره او خپل 
ټاټوبی کی د خبرو اجازه نلری بیا به چپ خوله کینو .
بس ووس می خپله بی وسی وومنله ، د پښتنو مشران وکیلان وزیران دی په کور کینی ځکه چی ټولو ته مالومه شوی چی هسی نمایشی یو !
Waheed Shirzad  سرونه د ځوانانو خواره نه شی 
په خبرو چا وطن ګټلی نه دی ......
چی لښګر د باچا خان ورسره نه وی 
په بی ننګو چا دوښمن وژلی نه دی
مونږ درسره یو سر ورکوو 
 

د ژوندون تلويزون بنديدل د کرزي د حکومت د بيان د ازادۍ نارې درواغ ثابتي کړې.
که خبره د ملي يووالي پر ضد د يوه شخص د نظر سره د مخالفت وي نو تر جنرال طاقت مخکي دي نور اشخاص او تر ژوندون مخکي دي نور تلويزيونونه د پوښتنو ګروېږنو سره مخامخ سي.
که داسي نه وي نو دا د پښتنو د پرمختګ مخنيوئ دی او ددې ولس خواخوږي دي يې له قانوني لارو د حقونو د لاسته راوړلو د پاره سره يو موټ او يو آواز سی.
----------------------------
د استاد اسمعيل يون تازه خبري دلته واورئ
http://youtu.be/-RgOFOuoDg0


وحدت شریف بې فکره روښنفکران 
یو شمیر روښنفکرانو چې تازه یې سیاست ته مخه کړې وه اول ځل یون او ژوندون سخت وکنځل خو اوس چې پوی شول دوی خطا و، اوس بیا بیرته د هغو کنځلو جبران یې داسې پیل کړی چې له شرمه به دې خندا ورته راشي
توکلې ناړې نه اخیستل کیږي، ستاسو غوغا وه چې څارنوالي مو وپاروله 
په بل هیڅ غشي توپک ویشتلی نه یم
که ویشتلی یم بیا هم په خپل توپک یم

Sapand Sapand قدرمن او درون استاد اسماعیل یون اود ژوندون ټلوېزيون تول کارکونکو او زیارستونکو او په هیواد کی د ملی گتو ساتونکو ستاسی او د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق په اړه د اطلاعاتو او کلتور د وزير سيد مخدوم رهين او د لوی څارنوال محمد اسحق الکو د ناقانونه پرېکړې پر عبرګون کې وایو چی دخپاند ویبپانه ستاسی تر شاه ولار ه ده او تر اخری سلگی پوری به ستاسو نه خپل ملاتر جاری ساتو او د اطلاعاتو او کلتور د وزير سيد مخدوم رهين او د لوی څارنوال محمد اسحق الکو د ناقانونه پرېکړې د دموکراسی عدل او انصاف خلاف عمل بولم او دا یو ناجایزه او دقانون خلاف پرېکړ ه گنم خدای دی دغو منافقو او پردیپالو او غلامانو ته خپل غذاب و شایی ستاسی د لا بریاو په هیله.
نصیر احمد خپاند دخپاند ویبپانه مسول

- ژوندون
بېرته شاته