(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سویډن: دمیرمن بياباني او ښاغلي بیکسيارویاړغونډه

[12.Dec.2013 - 13:02]

دسويډن دمالمو په ښارکې ددوافغان شاعرانوپه وياړ درنه اوشانداره غونډه جوړه شوه .
په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنگي مرکز لخواد د اریانا افغان فرهنګي تولنې په ملاتړ او همغږي د هېواد د علمي او ادبي شخصيتونو اغلي نجیبې سارا بياباني او ښاغلي عبدلمالک بیکسيار دادبی اوفرهنگی جوپړدستاينې په وياړ دروان کال دديسمبر دمياشتي پر ۷ دکروکسبېک ښونځۍ دکنفرانسونوپه تالارکښي درنه علمي اوادبی غونډه جوړه سوه . 
غونډه چې د سويډن د مالمو په ښار کې جوړه شوي وه د سویډن دمالمو مېشتو افغانانو سربېره د نورو اروپايې هیوادونو څخه هم پکې لسګونو لیکوالو ،شاعرانو د هنر او ادب مینوالو ګډون کړی وو .
غونډه چې پر دروبرخوباندي وېشل سوې وه دورځې پر درو بجو پيل سول دسمبالښت او ويندويي چاري یې د آغلې زرلښت «حبیب» ښاغلي نیازمحــمد پياوړي اوښاغلی ولایت خان «ځدراڼ» لخواپه مخ بیول کېده ،دشپې پر يوه بجه پايته ورسېده .
غونډه ددوړوکی منير ساپی لخوادقرانکريم دڅومبارکوايتونو په تلاوت اودافغان ماشومانولخواد ملي سرود په اورېدلو پيل شوه .
دملي سرودتراورېدو وروسته دراغلو مېلمنوپياوړي شاعري اغلي نجيبې سارابياباني ، تکړه شاعر عبدالمالک بېکسيار ،ورپسې په سويډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې مشرښاغلي حبیب الله غمخور، په ډنمارک کې د خپلواکۍ جریدې مسولې آغلې فیضیه هوسا،په ډنمارک کې د افغانانود شورې رئیس ښاغلي عبدالفتاح سکندري او په ډنمارک کښي دکلتوري و دی ټولنې دمشرتابه غړي اوليکوال ښاغلي زمري محقق ته بلنه ورکړه شوه تر څوټاکل شوي ځای ته تشريف راوړي .
ترهغه وروسته دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز دمشرتابه جرگې دمشر ښاغلي عزيزمقري ته بلنه ورکړل سول ترڅوغونډه په خپله پرانيستونکې وينارسمی توگه پرانيزي .
دښاغلي عزيزمقری ترپرانستونکې ويناوروسته ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشر ښاغلي حبيب الله غمخور نه غوښتنه وشول چې داغلي نجبې سارابياباني لنډژوندليک دغونډي له برخوالوسره شريک کړي .
ورپسې له ښاغلي هيوادوست صاحب نه هيله وشوه چې دساراربياباني پر هنري او ادبي هڅوباندي خپله ليکنه ولولي .
همدا ډول دارياناکلتوری ټولنې مشر ښاغلي کبير اميري نه غوښتنه وشوه چې دخپلې ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب پېغام واوري .
دپيغام تر اورولووروسته د۱۵ دقيقولپاره تفريح اعلان سول ، دتفريح په وخت کښي دکنفرانس دگډونوالو لپاره تازه ميوه ،اوڅښاک په نظرکي نيول سوې وه اومېلمانه د تازه میوې خوړلوته را وبلل شول .
تردمې وروسته په ډنمارک کښي دافغانانوشورا مشر ښاغلي سکندري صیب ته بلنه ورکړه سول چې دخپلې ټولنې پيغام دغونډي برخه والوته واوروي . ورپسې ښاغلي اسداله هیواد مل د ( دواړو ملیمنوپه هکله )لیکنه ولوسته ،ترليکنې اورېدو وروسته د کونډې زوی د فلم ځنې برخې چې اغلي سارابياباني پګښي ښکارېدل دغونډي برخوالونندارې ته وړاندي شوې .
دغونډي دلمړۍ برخې په ورستی شېبوکښي بياخپله آغلې نجیبې سارابياباني ته بلنه ورکړه سوه اوهغې دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه اوټولوغړونه دمننې په څرگندولوسره دخپل ادبی چوپړاوځوانانوراتلونکی مسوليتونوپه هکله په زړه پوري خبري وکړې ، دکنفرانس گډونوالو هغې ته داحترام اودرناوي په خاطرپر پښودريدل اوپه گرمو چک چکوئې بدرگه کړ ، بيا اغلي فیضیه هوسا خبرې وکړې .
دغونډي لمړۍ برخه د ډوډۍ خوړلولپاره يوساعته دمه اعلان سول .ديادولو وړده چي دددي ادبی غونډي ټولوگډون والوته دټولنې لخوا ډوډۍ ،څښاک اوميوه په نظرکي نيول سوې وه . 
تريوې لنډې دمې وروسته دغونډي دوهمه برخه پيل شول .
دغونډي پدې برخه کښي تکړه شاعر اوليکوال ښاغلي ودير ساپي دښاغلی بېکسيار صاحب پر ژوند لیک لنډه رڼاواچوله .بياځوان شاعر اودازادی راډيو ژورناليست ښاغلی اجمل اندصاحب ته بلنه ورکړه سول تر څو دبېکسيار پر شعر دبحث په اړونده خپل نظردغونډي دبرخوالوسره شريک کړي .تراندصاحب وروسته په ترتيب ښاغلی ارمان صیب د بېکسیار په ژوند ،اند، او خاطرو خبرې وکړې ،زمري محقق دخپلي ټولنې پيغام ولوست ،همدا ډول په جرمني کې د کونړ د ځوانانو کلتوري ټولنې پیغام سید رحیم یوسفي لخوا ولوستل شو.
له جرمني څخه راغلي دروند میلمه ښاغلي انجېنر صیب مطیع الله روفي د بېکسیار په ژوند نظم لیکلی ووهغه ېیې واوراوه (د یادونې وړ ده چې په جرمني کې د کنړ د ځوانانو فرهنګي ټولنې د مشرتابه ډلې په ډیر اخلاص په غونډه کې ګډون وکړ او غونډه یې نوره هم له ښکلاو ډکه کړه )، ښاغلي انجېنرصیب فریداله سافي چې د جرمني څخه راغلی و د بېکسیار صیب په ژوند تنزیه نثر لیکلی وو اومحمد نعیم مفتون په هلمند کې د محمود طرزي ادبي ټولنې به نمایندګۍ خبرې وکړې . 
دويناوواوپيغامونوتراورېدو وروسته له گران افغاسنستان څخه دښاغلي بېکسیار په هکله يوشمير لیکوالانو اوشاعرانولکه ښاغلي پيرمحمد کاروان ، په دعوت پوهنتون کې د پښتو ادبیاتواستاد امیر جان احمدزی په په کابل کې د ازادۍ راډیو ویاند لیکوال او شاعر ښاغلي امان نیازی پېژ ندل شوی ليکوال اوژورناليست ښاغلی غضنفر صیب ،دژوندون تلوېزيون مشر ښاغلي اسماعيل يون ، د ښونې او روزنې پوهنتون د پښتو دپرتمنت امر پوهنوال پښتون اقا شیرزاد په پرده را ښکاره شول اوهريوه دښاغلی بېکسيار پر ادبی هڅواودده پر شعر لنډې خو ژورې خبرې وکړې اود دغونډې جوړونکو نه یې خوښي او مننه وکړه چې د داسې ادبي او ملي شخصیتونو په ویاړ یې دا درنه غونډه جوړه کړي ده 
ددې پيغامواوڅرگندونو تراورېدو وروسته دپښتوژبې تکړه شاعر ښاغلي بېکسيارصاحب څخه غوښتنه وشوه چي دريځ ته راشي اودغونډي دبرخوالوسره دزړه خواله وکړي ښاغلی بېکسيارهم دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه اوټولوغړونه ددې درنې غونډي دجوړېدو اودغونډي دبرخوالو لخواپه خپلو ليکنو او ويناووکښي داغلي سارابياباني ستاينې څخه مننه وکړه اوداډول غونډې یې دهڅونې یو ښه لامل په توگه په ګوته کړې . هغه ترلنډوخبرو وروسته دري ځلورپه زړه پوري شعرونه ولوستل اودغونډي دبرخوالو لخواپه چک چکو بدرگه کېدل. 
دښاغلي بېکسيار صاحب تر وينا وروسته په سويډن کښي دافغانانودعلمی اوفرهنگي مرکز دمشرښاغلي عزيزمقري لخوااغلې نجيبه سارابياباني اوښاغلي بېکسيار د دوي دادبي اوعلمي هڅودستاينې په خاطرپه ځانگړوستاينليکونو ونازول سول . 
همدا ډول د ټولنې لخوا يوشمير ماشومان او ځوانان چې د سپورت او زدکړو په بیلو بیلو برخو کې یې لاسته راوړنې درلودې هم وستايل سول اوستانيليکونه داغلي سارا اوبېکسيارلخوا ورکړه سول .
دستاينليکونودويش ترمراسسمو وروسته دځوان شاعر ولايت خان ځدراڼ لخوا ښاغلی بېکسيارصاحب ته لنگۍ ډالۍ شوه.
ترلږشېبې دمې وروسته دغونډي دريمه برخه چې د ازادې مشاعرې ته ځانگړې سوې وه پيل سول .
د مشاعرې په پيل کښي اغلي فيضیې هوسا د نجبې سارا شعر ولوست،ورپسې وړې هوا هوتک ، او اغلي سارا نظامي خپل انتخابي شعرونه ولوستل وروسته په طرتیب سره دغو شاعرانو خپل شعرونه واورول 
ښاغلي سلام خان اندړ ،ښاغلي صابر اصلزی ،ښاغلي عېسی بهرام ،ښاغلي انجینر صیب مطیع الله روفي ،اغلي نجیبې سارا بیاباني ،ښاغلي محمد نعیم مفتون،ښاغلي ګلمان شا ودیر ساپی ،ښاغلي ننګ صیب او ښاغلي اجمل اند په خپلو شعرونودغونډي برخوالو نازول . 
ترمشعرې وروسته دمالمواوډنمارک افغان سندرغاړوښاغلي عيسی بهرام اوکبيراميري په خپلو ښکلواوازونواوسندرودغونډي فضاگرمه کړه چې نجيب اميري ورسره تبلې اوفريد ورسره رباب غږوه .
دکنفرانس کارچي دشپې تريوې بجې ئي دوام پيداکړ دټولونه دمننې اوکورودانۍ په ويلوسره په هيوادکي دسولي اوثبات راستنېدواوملي يووالي دټينگېدوپه دعاپاي ته ورسېده .ومن الله التوفيق 

- ولایت خان څدران
بېرته شاته