(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایران د افغانستان په وړاندې دوه ګونې لوبه کوي

[12.Dec.2013 - 20:24]

د افغانستان په لویدیځ کې چارواکي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي دا څرګندونې تايیدوي چې وایي؛ ایران له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي.
د فراه د والي مرستیال محمد یونس رسولي مشال راډیو ته وویل، ایران نه یوازې دا چې وسله والو مخالفینو ته وسلې ورکوي، بلکې په خپله خاوره کې یې روزنیز مرکزونه هم ورته جوړ کړي.
د افغانستان په لویدیځ کې د فراه ولایت مسولین وایې، چې ایران په خپله خاوره کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو لپاره د پوځي زده کړې مرکزونه جوړکړي دي.
د فراه د والي مرستیال د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، چې مخکې دا مرکزونه د افغانستان سرحد ته نږدې وو، خو اوس یې امنو سیمو لکه یزد او کرمان ته انتقال کړي دي.
محمد یونس رسولي وایې، چې ایران له کلونو راهیسې هڅه کوي د افغانستان په لویدیځ کې امنیت ګډوډ کړي او د دې لپاره د دولت له وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي
"له مخالفینو سره د وسلو او روزنې په برخه کې مرسته کوي. دوی ته د جګړې مانورونه ور ښایي.
په خپله ایران کې د روزنې ځایونه ورته لري. مخکې دا روزنیز مرکزونه سرحد ته نږدې د سپید ابه او نی بندان په نامه سیمو کې وو، خو اوس یې دا مرکزونه امنو سیمو لکه کرمان او یزد ته وړي دي."
اخوا په مشرانو جرګه کې د فراه استازی ګل احمد اعظمي وایي، چې ایران د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو په نا امنه کولو کې فعاله ونډه لري.
د ښاغلي اعظمي په خبره، لکه څرنګه چې پاکستان د افغانستان په جنوب او ختیځو سیمو کې نا امني جوړوي، ایران ورته فعالیتون د هیواد په لویدیځ کې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې ایران د افغانستان په وړاندې دوه ګونې لوبه کوي.
جیمز ډابینز وایي، تهران هم د افغانستان له حکومت څخه ملاتړ کوي او هم د حکومت له وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي.
ښاغلي ډابینز د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو  کمیټې ته په دې اړه وویل:
"ایران د دې لپاره دا کار نه کوي چې طالبان یې خوښیږي، ایران له هغوی کرکه لري.
دا له امریکا سره د ایران د سیالۍ یوه برخه ده او غواړي امریکا وپوهوي، چې که چیرته له ایران سره په کومه پوځي شخړه کې داخلیږي، دغه هېواد هم کولای شي چې د خپل مټ زور ورښکاره کړي."
ښاغلي ډابینز د ایران دا کار یو داسې قمار سره تشبې کړی چې؛ په وینا یې دې هېواد ته ګټه نه رسوي.
نوموړي دا څرګندونې ایران ته د ولسمشر حامد کرزي تر سفر څو ورځې وروسته کوي.
پر ایران مخکې هم دا تور وو، چې د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره مرستې کوي.
ان دا چې په وار وار د افغانستان په لویدیځ کې امنیتي مسولینو د ایران ساخت وسلو او چاودیدونکو موادو د نیولو خبر ورکړی دی.
که څه هم ایران دا ادعاوي ردوي، خو د فراه د والي د مرستیال په خبره ایران دا کار ځکه کوي چې هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور مخالف دی او هم په یادو سیمو کې د اوبو د بندونو د جوړیدو مخنیوی کوي.
خو له وسلوالو طالبانو څخه د ایران د ملاتړ د ادعاوو سره سره د افغانستان مرکزي حکومت په خاصه توګه د جمهوري ریاست چارواکو ایران د افغانستان یو دوست ګاونډی هیواد بللی دی.

- مشال
بېرته شاته