(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داسلام اوافغان دکلیمو دحذف اود ژوندون ټلویزیون د...

[16.Dec.2013 - 15:12]

د تابعیت په تذکرو کښې د اسلام او افغان د کلیمو د حذف او همدارنګه د ژوندون ټلویزیون د خپرونو د ځنډولو په تړاو په اروپا کښې د میشتو افغاني کولتوري ټولنو او ملی شخصیتونو غونډه او پریکړه لیک
نیټه : 11.12.2013


نننی غونډه د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنې په کوربه توب ، او په اروپا کښې د میشتو دریارلسو افغاني کولتوری ټولنو په بلنه او همدارنګه د هیواد د ملی ، سیاسی او فرهنګی شخصیتونو په ګډون جوړه شوی وه .
په غونډه کښې د ولسی او مشرانو جرګې هغه پریکړه چې د هویت په تذکرو کښې یی د اسلام او افغان د نومونو د لیکلو مخنیوی وکړ او همدارنګه د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت او د لوی څارنوالۍ هغه پریکړه چې له مخی یی د ژوندون ټلویزیون خپرونی وځنډول شوی ، خبری وشوی .
د غونډی ټول برخوال په دی توافق درلود چې د ژوندون ټلویزیون د خپرونو ځنډول او د تابعیت په تذکرو کښې د اسلام او افغان د هویت حذف کول د پاکستان او په ځانګړي ډول د ایران د افغان ضد سیاسي برنامو یوه برخه ده چې غواړي په پرلپسی ډول د افغانستان او افغانانو ملی ارزښتون او هغې نه د دفاع ملی افغاني فکر بنسټونه له منځه یوسي .
دغه سیاسی برنامه د ملی ترمینولوژی د له منځه وړلو راپیل شوی او اوس د اسلام او افغان هویت د ورکیدو تربریده راورسیده .
پاکستان او په ځانګړي ډول ایران د دی برنامې د عملی کولو لپاره له بیلابیلو لارو مخکی ځی . له یوی خوا یی بیلابیل سیاسي ګروپونه دژبني او مذهبي خپلولۍ په احساساتو او پراخو مالی امکاناتو په ورکړه جوړ کړی دي او د بلې خوا د لسګونو ټلویزیونی ، راډیویی او چاپیزو خپرونو له لارې د خپلو سیاسی برنامولپاره په خلاص لاس کار کوي .
ژوندون ټلویزیون چې د یو ملی افغاني فکري بنسټ په توګه يی خپرونی پیل کړی دي او د دی لاری یی د دغه افغان دښمنو هیوادونو او د هغوی پوری د تړلو ډلو د څیرو او سیاسی موخو د رسوا کولو او همدارنګه افغاني ملی شعورد بیدارولو په برخه کښې بیلا بیلې او په پرله پسې ‌ډول خپرونې کوي او په دی برخه کې یی خپل غږ په ډیره مړانه وچت ساتلی دی ، تر دی چی په ورستیو کې د اسلام او افغان هویت نه په دفاع کی د یو شمیر په هیواد مینو افغانانو او ملی ځوانو خوځښتونو سره په همغږی د مبارزی ډګر ته مخامخ راوتل
نو همدا علت وو چې د افغان دښمنو ډلو زغم نور ختم شو او په دی لټه کی شو چې د دغه ملي افغاني غږ په ستوني کی غلی کړی .
ددی کار لپاره ټول ایران پال او پنجاب پال ګروپونه چی په دولتي او نادولتي برخو کی موظف شوي ، سره یو ځای شول او د یو شمیر مقام ساتو او بی ضمیره افغانانو په ملتیا یی د ژوندون ټلویزیون د خپرنو د ځنډلو توطیه مخ ته کړه .
مونږ د نننی غونډی برخوال په اروپا کې د بیلا بیلو کولتوری ټولنو په استازیتوب د افغانستان د ملی شورا هغه پریکړه چې له مخی یی د تابعیت په پیژندپاڼو کی د افغان او اسلام د نوم د حذف او همدارنګه د اطلاعاتو او کولتور وزارت او لوی څارنوالۍ هغه پریکړه چې د ژوندون د نړیوال ټلویزیون د ځنډیدو په تړاو یی کړی په کلکه غندو او په دغه برخه کی خپلی غوښتنی به لاندی پریکړه لیک کی وړاندی کوي .
پریکړه لیک
۱- مونږ د ژوندون ټلویزیون او همدارنګه د ټولو هغو ملی خوځښتونو هلی ځلی چې د اسلامي او افغاني هویت نه په دفاع کی یی کوی ، په کلکه ملاتړ کوو او په ټول قوت سره د دوی تر څنګ ولاړ یو .
۲- مونږ په اروپا کی میشت افغانان نه یوازی د ژوندون نړیوال ټلویزیون ټولی خپرونې د هیواد د ملی ارزښتونو او افغاني کولتورپه تول برابری ګڼو بلکه د دغه ټلویزیون خپرونی د ملی ګټو نه د دفاع لپاره د هیواد په اوسنیو حساسو سیاسی حالاتو کی یوه ملی اړتیا ګڼو .
۳ – مونږ د اطلاتو او کولتور وزارت او لوی څارنوالۍ هخه پریکړه چې د ژوندون ټلویزیون د خپرونو د ځنډولو په تړاو یی کړی ، د ازادو رسنیو د قانون خلاف ، یو سلیقوی ، غیرعادلانه او د ژبنی تعصب نه ډکه سیاسی پریکړه ګڼو او په کلکه تری غوښتنه کوو چې ژر تر ژره خپله دغه پریکړه بیرته واخلی او د ژوندون ټلویزیون څخه د خپلی غلطی کړنی په خاطر بخنه وغواړی .
۴ - مونږ د ټولو هغه افغانانو چې ځان پردی پال نه بولی او د دولت په بیلابیلو پوستونو کی دنده لري ، په کلکه غوښتنه کووچې د خپل افغاني احساس او د چارو د واک د مسولیت او مکفیت له مخی نور د ایران پالو او پنجاب پالو افغان ضد ډلو په وړاندی پټه خوله پاتی نشی او په ډاګه خپل دریځ خپل اولس ته روښانه کړی او که نور هم د مقام ساتنی په خاطر چوپ پاتې شی نو اولس به یی د همدغه پردی پالو په قطار کی حساب کړي او دا دی نه هیروی چې ولس په راتلونکې کی ستاسی د کړنو حساب غواړي .
۵ – مونږ د ټولو ملی افغاني خوځښتونو او په ځانګړي ډول د ځوانو ملی خوځښتونو څخه هیله کوو چې د هیواد په دی حساسو سیاسی شیبو کی خپل منځي ، سیلقوي او شخصی تربګنیو څخه لاس واخلي او په یو غږ د افغان او اسلام نه د دفاع په سنګر کی سره راټول شي .
۶ – مونږ د ولسمشر کرزی څخه په کلکه غوښتنه کوو چې نور د پښتو قوم د ځپلو لاس واخلي او ددی قوم روا او منل شوي حقونه د نورو د خوشالولو او د خپلو سیاسی مصلحتونو لپاره قربانی نه کړي . هیر نه کړې چی په دی کار تاسی خپله قومی بیلوالي ته لمن وهی او د یو واحد افغان ملت جوړونې مخه نیسۍ او هفه ناورین چې ستاسی د دی کړنو په پایله کی ورسره هیواد او ولس مخامخ کیږی ، مسولیت به یی ستاسی پر غاړه وي .
۷ – مونږ د دولت د دری ګونو قواو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې افغانستان د اساسی قانون سر سم هر هغه څوک چې زمونږ د اسلامی او افغاني هویت په وړاندی ودریږي ، قانوني چلند ورسره وشي او د ملی خیانت به جرم د سختی سزا سره یی مخامخ کړي .
ځای د کولن ښار ، جرمنى   نیټه :11.12.2013 
د غونډی د همغږو ټولنو نوملړ :
۱- د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه – جرمنی
۲- د افغانستان کولتوری ودی ټولنه – جرمنی
۳- اریانه فرهنګی ټولنه - جرمنی
۴ – سپین غر مجله - ناروی
۵ – دعوت خپلواکه رسنیز مرکز - ناروی
۶ - افغانانو ټولنه ترون هایم - ناروی
۷ – افغانانو کلتوری ټولنه اوسلو – ناروی
۸ – افغان کلتوری بهیر - بلجیم
۹ – افغان لیکوالو فرهنګی ټولنه – لندن
۱۰ – افغان کلتوری ټولنه – ډنمارک
۱۱ – لیکوالو ادبی بهیر - کوپن هاګن ډنمارک
۱۲ – پیلوزی ادبی مجله – وایله ډنماد ۱۳ - افغان کلتوری ټولنه – هالنډ

- ډاکتر شیرولی شیر
بېرته شاته