(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغزاله جاويد په وژنه جهانگير ته دوه ځله د مرگ سزا

[16.Dec.2013 - 20:36]

دپښتو ژبې د نوميالۍ اؤ ښائسته سندرغاړې غزاله جاويد اؤ دهغې دپلار جاويد د وژنې په مقدمه کې د گل په ورځ محکمې د غزاله جاويد پخواني خاوند جهانگير خان ته  دوه ځله دتيزندۍ ،دلسو کالو دبند اؤ د اووۀ کروړه اؤ لسو لکو روپور د تاوان  سزا اورولې ده.
غزاله جاويد اؤ دهغې  پلار جاوديد په ١٣جون ٢٠١٣ دپيښور په شاه قبول سيمه کې هاغه مهال د وسله والولخوا په  ډزو کې وژل شوي وؤ کله چې غزاله جاويد د يو بيوټي پارلر څخه د سينگار کولو وروستو راوتله.
دغزاله جاويد خور فرحت چې ددغه پيښې چشم ديد گواه وه اؤ دهغې مور د غزاله جاويد اؤ دهغې دپلار د وژنې دعوه د غزاله جاويد په پخواني خاوند جهانگير خان کړې وه.
جهانگير خان ددغه پيښې څخه وروستو د گرفتارۍ له ويرې مفرور شوى ؤ خو وروستو دپيښور پوليسو د يوې چاپې په مهال پيښور کې د خپل کور څخه نيولى ؤ.
په لمړيو ورځو کې د جهانگيرخان په ضد د غزاله جاويد اؤ دهغې دپلار د وژنې کيس د پيښور په ايالتي محکمه کې چليدو خو وروستو د غزاله جاويد د مور په درخواست محکمې دغه کيس د پيښور څخه سوات ته منتقل کړى ؤ.
د سوات په محکمه کې د غزاله جاويد اؤ دهغې دپلار د وژنې د مقدمې په لړ کې تر څو مياشتو محکمې د دواړو خواؤ دريځونه واوريدل  اؤ د گل په ورځ د مينگورې دوهم ايډيشنل سيشن جج طارق پرويز د جرم په ثابيتدو د غزاله جاويد پخواني خاوند جهانگيرخان ته د غزاله جاويد د وژنې په  لړکې  د مرگ د سزا دترڅنگ د پينځوؤ کروړو روپو د تاوان، دهغې دپلار د وژنې په لړکې  د مرگ دسزا اؤ دوؤ کروړو روپو د تاوان اؤ دغزاله جاويد په خور فرحت د وژونکې حملې په جرم کې د لسو کالو دبند اؤ لسو لکو روپو د جرمانې سزا واورؤله.
محکمې په دغه مقدمه کې دوه نور ککړ کسان نصير اؤ اسلام مفروران گرځولي دي .
د غزاله جاويد پخواني خاوند جهانگير خان ته  دوه کرته دمرگ د سزا اورولو په مهال  په سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ .
غزاله جاويد په  ا جنورۍ ١٩٩٠ کې د مينگورې په بڼ محله کې زيږيدلې وه اؤ د شپاړس کلنۍ څخه يې د سندرو په وئيلو پيل کړى ؤ.
نوموړې نۀ  يواځې ښکلى غږ لرلو بلکې د خپل حسن په اساس يې هم په پښتنه ټولنه کې د خپلو مينه والو زړونو کې ډير زيات محبوبيت پيدا کړى ؤ .
کله چې د سندرو په دنيا کې د عروج بام ته ورسيده نو په شل کلنۍ کې يې دپيښور ديو  اوسيدونکي جهانگير خان سره وادۀ وشو خو وروستو يې د خپل خاوند سره اختلافات پيدا شول اؤ په  ١٢م اکتوبر ٢٠١١ يې د سوات په سيمه ايزه محکمه کې د خپل خاوند څخه د بيليدو دپاره د "خلادرخواست ورکړې ؤ.
محکمې په دريم دسمبر ٢٠١١ غزاله جاويد ته د خپل خاوند څخه دبيليدو اجازه يا د خلې ډگرې ورکړې وه.
د غزاله جاويد مور وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره يوه مرکه کې وئيلي  چې جهانگير خان د غزاله
جاويد څخه دبيليدو وروستو هغې ته گواښ کړى ؤ چې  د سندرو پروگرامونه به نۀ کوي اؤ غزالې سندرې وئيلي نو ځکه هغه اؤ دهغه ملگرو غزاله جاويد وژلې ده.
خو دغزاله جاويد پخواني خاوند جهانگيرخان محکمه کې دريځ خپل کړى چې په  دغه وژنه کې دهغه هيڅ لاس نۀ شته .
هغه محکمې ته دا هم وئيلي چې دخيبرپښتونخوا صوبې ديو ستر سياسي شخصيت ځوئ د غزاله جاويد سره اړيکې لرلې اؤ غوښتل يې غزاله جاويد سره وادۀ وکړي خو کورنۍ يې په دغه وادۀ رضا نۀ وه اؤ کيدى شي غزاله جاويد اؤ د هغې پلار په دغه ټس کې وژل شوي وي                        میا قاروق فراق       ډیوه راډیو

- فاروق فراق
بېرته شاته