(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اڅکزی:پښتنوڅه ګناه کړې چې وژل کېږي

[20.Dec.2013 - 20:49]

 اڅکزی

له پښتنو سره دومره بد روان دي، چې نن په فاټا کې ټول مسود (مسید، محسود) کډه شوی دی. د مسود ټول وطن په بمباریو کې ونړېدۍ. خلک یې مړه شول، څوک په کراچي کې او څوک په ټانک کې ژوند کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي په سوات کې یو لویې ولسي غونډې ته خپله وينا کې وویل، چې پښتانه تره ګر نه دي خو د پاکستان بعضې قامونه يې تره ګر بولي
هغه وویل، چې که پاکستان په نورو هيوادونو کې لاسوهنه بنده کړه نو په دې سيمه کې به امن راشي
محمودخان اڅکزي چې سوات تحصيل کبل علي ګرامه سيمه کې یې د ملک رياض په حجره کې شموليتي جلسې ته وينا کوله، په سلګونه خلک ورته راټول شوي ول وویل، که چرې د پاکستان دولت ټولو قامونو ته د هغوی د سيمې واک او په وسيلو واک او اختيار ورکړي نو په دې سيمه کې به ګڼې مسلې هوارې شي.
ښاغلي اڅکزي په خپله وینا کې د پاکستان دولت ته چېلنج ورکړ. که چېري هغوی ورته اختيار ورکړي يا د ده په خبرو عمل وکړې نو تر  ۲۳مارچ به په ټول ملک کې امن ټينګ شي.
محمود خان اڅکزي زياته کړه چې کوم کور، کلي او وطن کې انصاف نه وي، نو په هاغه ځای کې به هرومرو اړۍ ګړۍ وي.
ښاغلي اڅکزي د علامه اقبال د يو شعر ترجمه کې وويل چې هاغه څو کاله وړاندې ويلي ول چې، د اسيا زړه پښتون قام دې او که دغه قام دردېدلی وي، وهل کېږي نو ټوله اسيا به دردېږي.
اڅکزي  په خپله وینا کې وویل چې له تېرو څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د پښتون افغان په لاکونو انسانان ووژل شول، په زرګونه یې معذوره شول، لاسونه او پښې یې پرې شوې، او زیاته یې کړه چې د دوی څه ګناه ده چې وژل کېږي. پښتون که تر چا ښه مسلمان نه دی نو کم هېڅکله نه دی. د پښتنو په ټولو قبایلي سیمو کې مرګونه روان دي.
د سوات د ښکلي وطن خلک کډه په سر مردان ته ولېږل شول. د سوات مېرمنې بې کوره چارسدې ته ولېږل شوې، ولې څه ګناه یې وه چې په سختو ګرمیو کې یې بې کوره کړل. د محمود په حثیت زه ګرم یم چې سواتیانو ته نه یم راغلی خو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سوات په جرګه کې شامله وه او له تاسو سره په هره مرسته کې شامله وه.
نو له دې ناورینه په غوسه کولو نشو راوتلای بلکې یو عالم وايي، چې تاسو نیم جنګ اله ګټلای چې دښمن درته ښکاره شي. پر پښتنو دا ناورین او تیاره چا جوړه کړېده، د دې لپاره په کار ده چې ټول پښتانه پټ پټ یو بل ته په غوږ کې ووايي. او بیا په ګډه د قام په حثیت دښمن په ګوته کړو. او چې کله دښمن په ګوته کړل شو بیا له پښتانه هېڅوک مېدان نه شي ګټلا
له پښتنو سره دومره بد روان دي، چې نن په فاټا کې ټول مسود (مسید، محسود) کډه شوی دی. د مسود ټول وطن په بمباریو کې ونړېدۍ. خلک یې مړه شول، څوک په کراچي کې او څوک په ټانک کې ژوند کوي.
نوموړي وویل چې په دې سیمه کې وسایل او سرچینې ډېرې دي خو که بعضې قوتونه له دوی لاس پورته کړي نو پښتانه ترقي هم کولای  شي او د نور هيوادونو امداد ته به يې هم حاجت نه وي.
ښاغلي اڅکزي زياته کړه چې موږ پاکستان ماتول نه غواړو خو له نورو قامونو سره په سيال ژوند تېره ول غواړو. ده زیاته کړه چې د بل حق وهل، ځمکه او وطن نيول لوی ظلم دی او کوموخلک  چې خپل وطن، خپله زمکه چاته پرېږدي دغه بې غيرتي ده.

- Mashal
بېرته شاته