(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبعلمان: پاکستاني پوځ بي گناه قبائيل وژلي

[26.Dec.2013 - 19:58]

26.12.2013

د۲۰۱۳ ع کال د ډسمبر دمیاشتې په ۱۸ مه نیټه د شورو(چارشنبې) په ماښام  په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې  پاکستاني پوځ په سيمه کې عمليات پيل کړي چې پکې لږ ترلږه ٣٠ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
پوځي سرچينې وايي وژل شوي کسان جنگيالي دي خو دسيمې عيني شاهدانو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي  د پوځ لخوا وژل شوي ټول کسان جنگيالي نۀ بلکې عام کسان دي.
په سيمه کې د رامينځته شوي اړي گړي څخه وروستو پوځ کرفيو پځايې کړې اؤ په خواوشا اووه زرو دوکانونو اؤ کاروباري مارکيټو مشتمل د ميرعلي بازار د پوځ لخوا په بشپړ ډول ړنگ کړل شوى دى.
د زيارت په ورځ د سيمې څخه پوځي سرچينو وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي  په ميرعلي سيمه کې دوسله والو جنگيالو اؤ پوځ ترمينځ ترسره شوې يوه نښته کې لږ ترلږه ٢٥ شکمن تندلاري وژل شوي دي.
 
دامنيتي سرچينو ترمخه  شکمنو جنگيالو  دامنيتي ځواکونو په هاغه کاروان دبريد هڅه کړې چې  دشمالي وزيرستان په ميرعلي  تحصيل کې دکهجورۍ چيک پوسټ څخه  راستنيدو.
 
دغه  سرچينې  وائي چې  دامنيتي ځواکونو ياد شوى  کاروان  دهاغو پوځيانو  دمرستې لپاره سيمې ته تللى ؤ چې تيره ورځ  په يو ځانمرگي حمله کې  ژوبل شوي وؤ.
 
دغه سرچينې دعوه کوي چې  دوسله والو جنگيالو لخوا دبريد دهڅې په ځواب کې امنيتي ځواکونو  په سمدستي ډول ځوابي  کارروائي پيل کړه چې پکې  تندلارو ته درنه مرگ ژوبله واؤښته.
 
دسرچينو په وينا  دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دغه نښته  تر څو ساعتو دوامداره وه چې پکې ٢٥  جنگيالي وژل شوي دي.
خو د ميرعلي يو سيمه ايز مشر اؤ د قومي اسمبلۍ پخواني اميدوار  انجنئير قيوم چې پخپله ددغو نښتو عيني شاهد دى وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په خبرو کې وئيلي دپو ځ اؤ  جنگيالو ترمينځ سيمه کې هيڅ نښته نه ده شوې بلکې د پوځي عملياتو له ويرې د ايپي سيمې دننه د يو هوټل په تاخانه کې پټ شوي د ټرکونو ډرائيوران اؤ نور مزدور کاره خلک پوځ په گولو ويشتي دي.
هاغه د سيمې موجوده وضعيت په دې ټکو کې بيان کړو"دميرعلي ټول بازار چې لږ ترلږه په اوو زرو دوکانو اؤ کاروباري مارکيټونو مشتمل ؤ د پوځ لخوا په مکمل ډول ړنگ کړل شوى اؤ په سيمه کې د قيامت په  څير حالت  رامينځته شوى"
نوموړي دعوه وکړه چې پوځ د هيلي کاپټرو اؤ توپو څخه په ابادۍ گولۍ وویشتلې چې له امله يې تردې مهال په سيمه کې په زرگونو کورونه ړنگ شوي اؤ مقامي خلکو ته په گڼ شمير کې مرگ ژوبله اوختې ده.
انجنئير قيوم وايي تيرماښام په مسکي سيمه کې په کور د گولې غورځيدو لۀ امله يوه زنانه اؤ دهغې درې ماشومان مړۀ شوي.
دسيمې گڼ شمير نورو اوسيدونکو هم ډيوه راډيو ته وئيلي چې د پوځ لخوا د پيل شوؤ نااعلانه عملياتو له امله  خلک د سخت تکليف سره مخ دي اؤ په زرگونو ښځې،ماشومان اؤ بوډاگان د خپلو سرونو بچ کولو دپاره خوندي سيمو ته وتل غواړي خو دکرفيو اؤ گوله بارۍ له امله نۀ شي کولى چې خوندي سيمو ته پناه يوسي.
د ميرعلي يو بل سيمه ايز مشر ملک امان الله ډيوه راډيو سره په خبرو کې وئيلي دامهال مونږ د تحريک انصاف اؤ ددغه گوند مشر عمران خان په سوچ حيران چې د ډرون خلاف خو په سړکونو ورځې شپې کوي اؤ غوغا يې شروع کړې ده خو په شمالي وزيرستان کې چې بېگناه خلک پوځي عملياتو کې وژل کيږي عمران خان اؤ دهغۀ گوند په دغه انساني الميه شونډې گنډلي دي.
هغه وويل په سيمه کې مړي اؤ زخميان پراتۀ دي چې د کرفيو اؤ پوځي عملياتو له وجې يې څوک د پورته کولو فرصت نه لري.
دسيمې خلک وايي  د روانو عملياتو له امله خوراکي مواد هم په ختميدو دي اؤ په هسپتال کې پرتو ژوبلو کسانو ته دوايانې هم نۀ رسيږي چې له دې امله ديوې لويې انساني فاجعې درامينځته کيدو انديښنه ده.
په شمالي وزيرستان کې دروان تاؤژن  وضعيت له امله خبريالان نۀ شي کولى دغه سيمې ته پخپله ورشي اؤ د حالاتو حقيقي تصوير مخې ته راوړي خو په دغه وضعيت کې د اطلاعاتو ترلاسه کولو دار ومدار يواځي دپوځ اؤ جنگيالو له لوري په کيدونکو دعوؤ وي.
په شمالي وزيرستان کې د تازه عملياتو په هکله دغه اطلاعات  په داسې حال کې ترلاسه شوي چې  تير ماښام  شمالي وزيرستان کې  دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته ترسره شوي ځانمرگي بريد کې پينځه پوځيان وژل شوي اؤ خواؤشا ٤٠ نور  ژوبل شوي وؤ.
 
دپاکستاني طالبانو دتحريک يو وياند ميډيا سره خبرو کې  تيرماښام  شمالي وزيرستان کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوې ځانمرگي حملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې چې دغه بريد دهغوي دپخواني مشر حکيم الله محسود دوژنې  دانتقام په توگه ترسره شوى دى.
خو پوځ په رسمي ډول په سيمه کې دپيل شوؤ عملياتو په اړه خپل دريځ  تر دې مهاله نه دى روښانه کړى

راپورونه وائي په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې  ددرې نۍ (نهې/سه شنبې)  اؤ څلورنۍ (شورو/چارشنبې) په مينځ شپه  په امنيتي ځواکونو  دترسره شوي ځانمرگي بريد څخه وروستو سيمه کې دپوځ لخوا پيل کړل شوؤ کارروائيو کې  تر دې مهاله  دوژل شوؤ کسانو شميره د٥٠ؤ څخه اوښتې ده.
 ديوې تازه کارروايۍ په مهال  دپاکستان پوځ  دکهجورۍ چيک پوسټ سره نزدې په يو گاډي ناتاره ډزې کړي چې پکې  درې کسان وژل شوي دي، دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې سيمه کې کرفيو لگيدلې وه.
 راپورونه وائي د١١ؤ څخه تر يوې بجې ميرعلي سيمه کې کرفيو کې نرمي شوې اؤ مقامي انتظاميې خلکو ته  دمړو  دپورته کولو اجازت ورکړى.
سرچينې وائي سيمه کې په يو پوځي مرکز دراکټي حملې وروستو امنيتي ځواکونو گوله باري کړې ده ، خو دتندلارو په ضد سيمه کې په لويه پيمانه دعملياتو پيل کولو کومه اشاره نۀ ده ترلاسه شوې.
 دمقامي خلکو وينا ده چې  وزيرستان  تړل شوى اؤ په بنو اؤ خواؤشا سيمو کې  گيرو خلکو ته کورونو ته دتللو اجازت نۀ ورکول کيږي.
راپورونه وائي  دتندلارو لخوا ميرعلي کې په يو پوځي مرکز دبريد وروستو امنيتي ځواکونو دميرعلي، موسکۍ اؤ ايپي  کليو کې په کورونو دتوپو اؤ مارټرو گولۍ ورولي دي اؤ په شکمنو ځائيونو دهيلي کاپټرو څخه هم ډزې شوي دي.
 دتيرو دريوؤ ورځو راهسې شمالي وزيرستان کې  روانو کارروائيو کې  دوژل شوؤ کسانو په اړه معلومه نۀ ده چې هغوي  تندلاري دي که اولسي وگړي خو  دمقامو خلکو وينا ده  پوځي کارروائيو کې په گڼ شمير کې اولسي وگړي وژل شوي دي.
راپورونه وائي ميرعلي کې  په کهجورۍ چيک پوسټ ځانمرگي حمله کې دپينځوؤ پوځيانو دوژل کيدو اؤ خواؤشا ٤٠ؤ  عسکرو دژوبل کيدو وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې  په لويه پيمانه کارروايۍ ترسره کړي دي.
 تيره ورځ  دسيمې دددوؤ تباه شوؤ هوټلونو دملبې څخه  نور څلور مړي هم ترلاسه شوي.
 دامنيتي سرچينو وينا ده  دغه دواړه  ځائيونه تندلارو  دمورچو په توگه استعمال کړي وؤ اؤ پوځ يې په ضد ځوابي کارروائي کړې.
 دپوځي سرچينو وينا ده چې  عملياتو کې وژل شوي ټول کسان طالب جنگيالي دي ، خو دمقامي خلکو وينا ده چې  په هوټلونو کې چې کوم کسان وژل شوي هغه ترهه گر نۀ بلکې  دگاډو هاغه ډرائيوران وؤ چې دپوځ لخوا په سيمه کې دکرفيو دلگيدلو څخه وروستو په دغو هوټلونو کې پټ شوي وؤ اؤ دکرفيو له ويرې بهر ته دراوتلو جوگه نۀ وؤ.
 په سيمه کې  دپارليمان يو غړي نذير خان يو بهرني خبري اژانس سره  دخبرو په مهال  وئيلي دي چې  عملياتو کې وژل شوي زياتره کسان  اولسي وگړي وؤ اؤ په سيمه کې  خلک دسختو ستونزو سره مخ اؤ پخپلو کورونو کې بند پاتې شوي دي.
 هغه زياته کړې ده چې  دگوله بارۍ له امله  په لسگونو کورونه تباه شوي اؤ خلک دخوراک دکمي دستونزې سره هم مخ دي

  د قبائيلي سيمو طالبعلمانو اؤ د ژوند د بيلابيلو تپو سره تعلق لرونکو قبائيليانو د پاکستان په پوځ تورلگولى چې شمالي وزيرستان کې د  عملياتو په نوم  ئې بي گناه قبائيلي خلک وژلي  اؤ غوښتنه يې کړې بايد حکومت اؤ د پوځ سرلښکر ددغو وژنو بې پلوه پلټنې وکړي.
تيره ورځ دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې  دپوځي عملياتو په مهال دعامو خلکو دوژنې په ضد په پيښور کې دقبائيلي سيمې شمالي اؤ جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکو طالب علمانو اؤ دژوند دبيلا بيلو تپو سره تعلق لرونکو قبائيليانو احتجاجي مظاهره کړې ده.
مظاهرينو  دپاکستان دحکومت  اؤ دپوځ سرلښکر څخه غوښتنه کړې ده  چې  ددغه پيښې دې بې پلوه تحقيقات وکړل شي گنې هغوي به په پيښور کې دگورنر هاؤس اؤ سترې محکمې مخې ته په احتجاجي پرلت ماتولو مجبور شي.
 دسوونو په شمير  دغو قبائيلي طالب علمانو اؤ عامو وگړو دوزيرستان سټوډنټس سوسائټي په تابيا دپيښور پوهنتونه پيښور پريس کلب پورې  احتجاجي لاريون هم کړى.
مظاهرينو دوزيرستان دعملياتو په ضد په لاسونو کې کتبې پورته کړې وې  اؤ دحکومت   په ضد يې  سخت شعارونه ورکول.
 دپيښور پريس کلب مخې ته  جوړې شوې دغه احتجاجي مظاهرې ته  دپيښور پوهنتون دکيمپس د طالبعلمانو مشر ملک صديق داوړ ، پخواني مشر ملک نواز، شمس محمود اؤ دذرعي پوهنتون دطالب علمانو مشر جمشيد وزير، هاشم داوړ ، عارف محسود اؤ نورو خلکو ويناگانې وکړې.
مظاهرينو تور ولگولو چې تيره ورځ په شمالي وزيرستان کې  دپوځ لخوا کوم عمليات ترسره شوي وؤ په هغې کې ترهه گر نۀ بلکې ټول عام وگړي وژل شوي ، چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.
هغوي دپاکستان دصدر، وزيراعظم، دخيبرپښتونخوا دگورنر،دپاکستاني پوځ دسرلښکراؤ دسترې محکمې دمشر قاضي څخه غوښتنه وکړه  چې ددغه عملياتو دې بې پلوه پلټنې وکړل شي اؤ په پيښه کې ککړ کسان دې دقانون منگولو کې ونيول شي.
 مظاهرينو وويل تر هاغې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي ، ترڅو چې په دغه پيښه کې ککړو کسانو ته سزا نۀ وي ورکړل شوي.
 دشورو په ورځ  دپاکستان پوځي سرچينو دعوه کړې وه چې د شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کې   دتندلارو ديو بريد په مهال ٢٣ جنگيالي وژل شوي دي، خو دسيمې يو شمير  اوسيدونکو دزيارت په ورځ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي وؤ په سيمه کې هيڅ رقم عمليات نۀ دي شوي  اؤ دعوه يې کړې وه چې پوځ ټول په ټوله بې گناه خلک وژلي دي.
دسيمې مشرانو په وينا پاکستاني پوځ  په کهجورۍ چيک پوسټ دشوي ځانمرگي بريد څخه وروستو ميرعلي کې دعامو خلکو په  کورونو دهيلي کاپټرو اؤ توپو څخه گولۍ وروي چې پکې تر دې مهاله په لسگونو بې گناه کسان وژل شوي  اؤ په سوونو نور  ژوبل دي.
خو پاکستاني پوځ وائي هغوي  په سيمه کې ترهه گروژلي چې پکې غيرملکيان هم شامل دي.
دشمالي وزيرستان يو نوميالي مشر ملک همايون وزير دجمعې په ورځ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي وؤ که پوځ په رښتيا ترهه گر وژلي وي نو دهغوي نومونه دې  مخې ته راوړي  اؤ که  وژل شوي خلک عام وگړي وي  نو مونږ تيار يو چې دهر وژل شوي شخص  نوم اؤ درک  ميډيا ته  وړاندې کړو.

- فاروق فراق
بېرته شاته