(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اڅکزی:له افغانستان سره د امن خبرې په کار دي

[05.Jan.2014 - 19:51]

مشال ۵/۱/۲۰۱۴:د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي که له هند سره د امن خبرې کېږي ، نو باید له افغانستان سره په سر کې وشي. هغه زیاته کړې چې  په پاکستان کې ډرون بريدونه د پاکستان پر خودمختاري بريد دی نو هغه ترهګر چې په پاکستان کې اوسي، هغوی هم د دغه وطن د خودمختارۍ خلاف دي.  
د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي که له هند سره پاکستان د امن خبرې کولای شي، نو باید لومړی يې له افغانستان سره وکړي. دده په خبره اوسنی جنګ له کابله پېل شوی، نو د امن لپاره هڅې هم بايد له کابل څخه پېل شي.
دا خبري نوموړي د خالي په ورځ په کوټه کې په يوه اولسي غونډه کې تر ګډون وروسته له رسنيو سره په خبرو کې کړې.ټ
محمود خان اڅکزي وویل په پاکستان کې ډېری لیکوالان او سیاستوال په دې زور ورکوي، چې له هند سره نور د جنګ نه، بلکې د امن خبرې وشي، خو د دې پر ځای افغانستان چې د پاکستان تر هند ښه ګاونډي هیواد پاته شوی، ولې ورسره د امن په خبرو دومره زور نه ورکول کېږي.
ًله ډيلي سره زموږ درې جنګونه شوي، او په يوه جنګ کې زموږ هیواد دوه ټکړې شو. خو له افغانستان سره زموږ کله هم جنګ شوی نه دی. کله هم نه. نو که مو له افغانستان سره کله نه کومه جګړه شوې ده، نه بل څه؟ د امن په خبرو يې زور نه ورکوو. خو له هندوستان سره چې مو جنګونه هم شوي دي، بیا هم له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ؛امن کې آشا؛ په نامه باندې هر څه کوو. اوسنی جنګ له افغانستان څخه پېل شوی، نو د امن لړۍ به هم له کابله شروع کېږيً.  
محمود خان اڅکزی او د هغه د ګوند نور مشران غړي
​د اڅکزي په خبره پاکستان په تېر وخت کې په ټولو ګاونډي هیوادونو کې لاس وهنه کړې، او يو يې هم پرې ايښی نه دی. زیاتوي پاکستان به داسې پالیسۍ بدلې کړي، تر څو يې هم په خپله خاوره او هم په ګاونډيو کې امن راشي. د پښتون خوا ملي عوامي ګوند مشر له رسنوالو سره په خبرو کې وویل که د پاکستان واکمن غواړي، چې امريکا پرې ډرون بريدونه بند کړي، نو هغه لاملونه دي له منځه يو شي، چې له وجې يې امريکا له مودې راهیسي د پاکستان پر خاوره د بې پېلوټه الوتکو بريدونه کوي.
ًټوله نړۍ پوهېږي، موږ هم پوهېږو چې ډرون بریدونه یقیناَ د پاکستان د خودمختارۍ مخالفه دي. لاکن ډرون بريدونه ولې کېږي؟ څه خو شته چې دا بريدونه کېږي. نو که وي او څوک دلته راغلي، دلته اوسي، اډې يې جوړي کړې دي او تماشې کوي. نو هغه خو هم زموږ د خودمختارۍ مخالفت دی. موږ بايد د ډرون بریدونو وجوهات ختم کړوً.
تردې وړاندې په اولسي غونډه کې د پښتون خوا ملي عوامي ګوند ياد مشر وویل پښتانه له پيړيو پيړيو راهیسې په خپله خاوره اوسي، او کله هم ورته د نن غوندې لقب ورکړل شوی نه دی، چې نړۍ دي ترهګر يا توندلاري یاد کړي وي. دده په خبره که نن په پښتنو پسې دا خبرې کېږي، چې ترهګر یا وحشيان دي، نو دا پښتانه نه، بلکې نورو خلکو پر دوی هم دا ټکي تپلي دي.
ًپښتون له زمانو ددې سیمې هغه قوت وو، چې دې سیمې ته يې حکمراني ورکوله. دا اوس چې خلک وايي، وايي دي. پروا نه لري. نن داسې يوه پروپېګنډه خلکو روانه کړې ده، چې پښتانه معنا وحشیان. وحشيان دي، بس ږيري يې پرې ايښې دي، پلانی حافظ او پلانی مولوي او پلانا او پلانا... بس سړي نیسي، او حلالوي يې او سرونه يې غورزوي. داسې نه ده. له امو نیولې تر اباسینه پښتون افغان په دې خاوره د عیسي عليه سلام تر زېږېدنې مخکې پروت دی. يوه تاريخ پوهـ تر ننه پورې دا نه دي ویلي، چې پښتون افغان يا ترهګر دی یا فرقه پرست... هيچا دا نه دي ویليً.
محمود خان اڅکزي په دې اولسي غونډه کې وویل نور بايد ددې هیواد واکمن يو داسې نوی جمهوري پاکستان جوړ کړي، چې د ترهګرۍ په شمول د ټولو ستونځو په کلکه مقابله وکړي. ګنې دده په خبره د پاکستان حالات به تردې نور هم خراب شي.
 د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د ګوند په کارکوونکو ږغ وکړ، چې په خپل ځان کې دي هغه ښه خاصيتونه راولي، چې د مخالفه ګوندونو خلک يې هم صفت وکړي.
دغه غونډه چې په کې د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي، صوبايي صدر عثمان خان کاکړ، ددغه ګوند سینیر نايب صدر سردار اعظم موساخیل، احمد جان، صوبايي وزیر عبیدالله جان بابت او يو شمېر نورو سیاستوالو ګډون وکړ، د پښتنو د جعفر قبیلې د سردار انور خان جعفر په مشری کې د دغې قبیلې يو شمېر وګړيو په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې د ګډون په موخه جوړه شوې وه.

- خدای نور ناصر
بېرته شاته