(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ابوالخير ځلاند له دي نړۍ سترګي پټي کړي

[08.Jan.2014 - 17:24]

08.01.2014 :khabarial.info  د پښتو ژبي پوه او پياوړى نوميالى شاعر، ليکوال او ژورناليست ابوالخير ځلاند له دي فاني نړۍ څخه په څلور اويا کلنۍ کې سترګي پټي کړي

ابوالخير ځلاند د کويټي په دولتي راډيو کلونه کلونه کار وکړ او د ژوند څلور اويا کلن دوران يې شاوخوا اووه کتابونه په پښتو نظم او نثر کې وليکل کوم چې زيات مينه وال لري.

فوکلوريسټ ابوالخير ځلاند له نن څخه څلور اويا کاله وړاندي په ١٩٣٩م کال په جون کې د کويټې ښار شمال لوري ته په لس کيلومترۍ «سره غوړګۍ» کلي کې زوکړى وو.

ابوالخير ځلاند پلار اميرجان نومېدى په خټه بازى ياني کاکړ وو.
ابوالخير ځلاند د زده کړو تر فراغت وروسته يې څه موده د ښوونکي او بيا پرله پسې بېلابېلې دولتي دندې تر سره کړې او همدا راز يې د کويټې په دولتي راډيو کې لومړى د پښتو د ژباړونکي او بيا پروډيوسر دنده تر سره کړه او له راډيو څخه تر تقاعد وروسته يې شاوخوا لس کاله د کويټې د دولتي ټلويزون د خبرونو په څانګه کې د سرپرست په حيث دنده تر سره کړه.

د پښتو ژبي دغه فوکلوريسټ د خپل ژوند په اوږدو کې اووه کتابونه چاپ کړي دي. ١. «د متلونو کيسې» لومړى ټوک. ٢. «د متلونو کيسې» دويم ټوک. ٣. «خيرالدوام» د صالح محمد تاجک پر قلمي نسخه تحقيق، تعليقات او لمنليکونه. ٤. «د عمرخيام څلوريځې» منظومه ژباړه. ٥. «انګۍ; د نيمې نړۍ فرياد» د پښتنو مېرمنو د ژوند هينداره. ٦. «د کسې لمر» د علامه عبدالعلي اخوندزاده پر ژوند او هنر څېړنه. ٧. «زه تنکۍ غوټې يم» د کوچنيانو لپاره شعرونه.

که څه هم د خداى بخښلي اووه کتابونه چاپ سوي دي ولي سره له دي يې ځيني نور کتابونه د شعرونو ټولګه «د جواهرو امېل»، پښتو متلونه «ځلاندې مرغلرې»، د پښتو، اردو، انګرېزي، بلوچي، پارسي، براهوي او عربي ژبو د محاورو ټولګه «اووه ژبي متلونه» او اردو ته ژباړلى پښتو اثر «د متلونو کيسې» لا هم ناچاپه پراته دي

ارواښاد ابوالخير ځلاند هغه منل سوى شاعر، ليکوال او ژورناليسټ دى چې د خپل ژوند په اوږدو کې يې د ليکلو سره سم ژوند د پښتو ژبي د پياوړي کيدو په مبارزه کې تېر کړ.

ارواښاد د پښتو ژپي لپاره زيات زيار ګاللى دى او په دي برخه کې يې لاسته راوړني موږ ته پاتي دي.

د پښتو ژبي لپاره د د خداى بخښلي زيار او کوښښ خورا اغيزمن تمام سوي دي او په ژوند کې يې د پښتو د پياوړي کيدو غښتلي هڅي خورا د ستايني وړ دي.

Quetta: Renowned Pashto Poet & Researcher Abul Khair zaland Passed away today here in Quetta city.

He had written a book on Allama Abdul Ali Akhundzad ( Da Kasi lamar ) and Translated Umar Khayam in Pashto.  Late Abul Khair Zaland was holding Presidential Award given by former President of Pakistan Farooq Ahmed Khan Laghari due his worth literary contribution. His live radio program against the WALWAR was the most famous program. He rendered valuable services in News section of PTV quetta center. He was 75 years old and had written 6 books:

1, Da Kasy Lamar on Allama Abdull Ali Akhundzada

2. Pashto Mathaloona

3.traslation of Umar Khayam poetry in Pashto

4. Pashto Peotry

5. Da Nemi Narhai Faryad (sanf e nazak)

He was laid to rest in graveyard of Saraghrhgai near Quetta city.

KhyberWatch & Khalq Research and information Forum (KRIF) expresses their heartfelt feelings of sorrow and grief over the death of the renowned Senior Radio Broadcaster, Pashto poet, folklorist  and Researcher Abul Khair Zaland and termed it an irreparable loss for the Pashto literature. In a statement issued by Abdul Raziq Barech, Gen. Sec of KRIF, they said that he would be remembered for his noteworthy contribution to Pashto poetry and folklore. In their message of condolence they expressed sympathies with the bereaved family and prayed for the eternal peace of the departed soul.

For Condolence you can ring up his son Mehmood Zaland mob # 0346-83911960

Reported by Sher Shah Kharoti

 

- خبریال
بېرته شاته