(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: بالا حصاردې ولس ته وسپارل شي

[16.Jan.2014 - 05:03]

16.01.2014 Mashaal :د بالا حصار کلا خواشا ۵۰۰ کاله وړاندې مغل باچا ظهیرالدین بابر جوړه کړې وه، او پېښور چې کله د افغانستان د ژمي پلازمېنه وه نو پښتنو باچهانو به هم دغه کلا د خپل مرکز په توګه کاروله.د خېبر پښتونخوا سمبلۍ په یوه پرېکړه (قراداد) کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د پېښور تاریخي کلا دې د عام ولس لپاره پرانیزي چې په کې له ډېرو کلنو راهیسې د نیمه پوځي ځواکونو فرنټیېر کور هېډکوارټر دی. د واکمن تحریک انصاف پارلماني غړي اشتیاق اورمړ د ګل پر ورځ دغ قراداد وړاندې کړ چې د اسمبلۍ لخوا په غت اکثریت سره ومنل شو.

نوموړي له مشال راډيو سره د خپل پرېکړه لیک په باب وویل:

” په پېښور ښار کې د ساعتېري داسې ښه ځایونه نشته چې خلک هلته ورشي او وخت پکې تېر کړي، ځکه خو صوبايي اسمبلۍ خپل حکومت ته دا درخواست وکړو چې د پاکستان مرکزي حکومت ته دا یو خواست وکړي چې بالا حصار کلا دې د ټول ولس د ساعتېري لپاره پرانیستل شي. که په دې رېسټورانومه جوړ شي نو د خلکو به ډېر ښه ساعت په کې تېر وي.”

​د بالا حصار کلا په اړه ویل کېږي چې خواشا ۵۰۰ کاله وړاندې مغل باچا ظهیرالدین بابر جوړه کړې وه، او پېښور چې کله د افغانستان د ژمي پلازمېنه وه نو پښتنو باچهانو به هم دغه کلا د خپل مرکز په توګه کاروله.

د تاریخ استاد او د کلتوري شتمنو د ژغورنې لپاره کارکوونکی عادل ظریف وايي.

"د پښتنو دراني باچهانو به په اوړي کې کابل او په ژمي کې د پېښور دغه کلا د خپل تخت په توګه کاروله. او کله چې سیکان راغلل نو هاغو بالا حصار کلا او خواوشا ټول باغونه وران ویجاړ کړل. او بیا چې انګرېزانو پېښور ونیولو نو هغوی یې رغونه وکړه او دغه د خښتو نوې بڼه یې ورکړله. خو د دې کلا ښایست د پښتنو دراني باچهانو په وخت کې یو مثالي وه."

عادل ظریف وايي، د پاکستان په نورو برخو کې ټولې تاریخي کلاګانې د عام ولس لپاره خلاصې دي خو له بده مرغه یوازې د پېښور بالا حصار کلا له ۱۹۴۹م کال راهیسې د پاکستاني پوځ په ولکه کې ده.

"موږ غواړو چې دا د خېبر پښتونخوا تاریخي او کلتوري شتمني او ورثه ده او پکار ده چې دا د پېښور او ټولو پښتنو لپاره پرانیستل شي، چې هغوی په خپل تاریخ خبر شي، د دې په دنني ښکلا خبر شي، د دې په ارزښت خبر شي. دا د راتلونکو نسلونو لپاره هم یوه زدکړه ده. دا خو پوځي مرکز نه دی، بلکې د ولس شتمني ده. او ولس باید ګټه ترې پورته کړي. دا د سېلګرۍ لپاره هم ډېر مهم ځای دی."

د پېښور په دغه ښکلې او تاریخي کلا کې د پاکستاني پوځ د لویو افسرانو دفترونه دي، چې کله هم هغوی دغې کلا ته ځي او یا ترې راځي نو مخې ته لویه لاره د خلکو پر مخ تړل کېږي.

- خالد خان
بېرته شاته