(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښه حکومتداري د ناامنیو مخنيوی کولای شي

[20.Jan.2014 - 16:19]


نجیب الله الوخېل

20.01.2014 :که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د امنیت د خوندیتوب په اړه په مکرره توګه ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې د امنیت د ټینګیدو له پاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي،د خوست د مدني ټولنې یو شمیر غړي، روڼ اندي او قومي مشران د ۲۰۱۴ کال په پیلیدو سره په افغانستان کې د ناامنیو وروستیو پېښو اندېښمن کړي او وايي، چې افغان حکومت باید د امنیت د خوندیتوب په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي، همدرانګه دوی د ټاکنو په پایله کې د راتلونکې حکومت څخه هم غواړي چې په اوسني حکومت کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو څخه پند واخلي او د افغانانو له هیلو سره سمه حکومتداري دې رامنځته کړي.
په خوست کې د مدني ټولنې یو شمیر غړي، ځوانان او مشران له مشال راډيو سره په خبرو کې اندېښنه څرګندوي، چې د ۲۰۱۴ کال په پیلیدو سره د ناامنیو څپې پیل شوي او که چیرې اړوندې ادارې د هېواد او په ځانګړي ډول د راتلونکیو ټولټاکنو امنیت ته تدابیر ډېر نه کړي، نو ټاکنې به مطلوبې پایلې ونه لري.
هغوی د راتلونکې نوي حکومت نه هم غواړي، چې د اوسني حکومت د نیمګړتیاوو زده کړه وکړي او یو داسې غښتلی او ټولمنلی نظام رامنځته کړي، چې هغه خلکو او خپلې خاورې ته ژمن وي او د خلکو هیلې ترسره کړي.
د مدني ټولنې فعال فیض الله غمخور وايي، چې ۲۰۱۴ کال د خطرونو ډک دی او باید ورته تدابیر پراخ شي.
د غازي ببرک خان ځدراڼ د کلتوري او اجتماعي ټولنې مشر رفیع الله زیار وايي، چې که د ملت ويښتابه ته پام ډېر نه شي، نو په دې هېواد کې به شته ستونزې لا هم دوام پیدا کړي:
"
په تېرو انتخاباتو کې چې کوم چا په رښتیا رایې وړې وې، هغه قرنطین شوې، هغه کسانو چې پیسې ورکړی موږ تاسو وینو، چې هغو ملي شورا ته لاره پیدا کړه، که ولس ویښ وانه وسي او د خپلو رایو ارزښت ونه پېژني، که چیرې ولس په دې عقیده وي، چې ماته پلانکی کاندید پنځه سوه کلدارې یا افغانۍ راکوي، راځه همدغې ته رایه واچوه، نو تر هغې پورې به موږ په همدې ستونزو کې ښکیل یو، که چیرې دا ولس راویښ نه کړو، دوی سره کار ونه شي، دوی ته د دوی د رایو ارزښت ونه ښیو، نو دا مشکلات نور هم زیاتیږي.''
نعت بي بي عمري د اوسني نظام په وجود کې یو شمېر ستونزو او نیمګړتیاو ته اشاره کوي او وايي، چې باید نوي حکومت د اوسني حکومت له نیمګړتیاوو او ملامتیاوو پند واخلي، دې ټينګار کوي، چې یوازې په خپله افغانان کولای شي، چې افغانستان له ناخوالو وژغوري او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د امنیت د خوندیتوب په اړه په مکرره توګه ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې د امنیت د ټینګیدو له پاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي، خو د ۲۰۱۴ کال په لومړنیو ورځو کې وروستیو څو سختو پېښو یو ځل بیا خلک د امنیت په اړه اندېښمن کړي او په دې برخه کې د تیاریو د ډېریدو غوښتنه کوي.

دغه راز په لومړي ځل له پلازمېنې کابل څخه سرحدي ولايت پکتيکا ته ملکي الوتنې پيل شوې، پکتيکا والي محب الله صميم د ملکي الوتکې د لومړنۍ ناستې په مراسمو کې نوموړی هوايي ډګر د پکتیکا په هر اړخیز اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې یو ګټور ګام وباله.
په سویل ختیز زون کې له خوست وروسته په لومړي ځل د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هم د نړیوالو ځواکونو د پخوانۍ پوځي اډې په هوايي ډګر کې، چې اوسمهال افغان ځواکونو ته سپارل شوې، د افق شرق په نوم یو خصوصي هوايي شرکت خپلې الوتنې پیل کړې او تر دې وروسته به په اونۍ کې یو ځل ښرنې او کابل تر منځ پروازونه ولري.

پکتیکا والي د یکشنبې ورځې ناوخته د ملکي الوتکو پروازونه یاد ولایت ته مهم وبلل او ویې ویل، چې پخوا ښرنې ته په راتګ کې یو شمېر چارواکیو، مسافرو او سوداګرو ته ستونزې وې، چې تر دې وروسته به دا اندېښنې بالکل له منځه ولاړې شي او هر څوک کولای شي په اسانۍ ښرنې ته په الوتکو کې تګ او راتګ وکړي:
"
پکتیکا ته ملکي الوتکو د پروازونو لړۍ پیل کړه، دا دی لومړنۍ پرواز ترسره شو، اوس موږ د پکتیکا مرکز ښرنې په هوايي ډګر کې ولاړ یو، دا الوتنه د افق شرق د الوتکو په واسطه ترسره شوه، دا چې دې ولایت ته ملکي پروازونه پیل شول دا به د پکتیکا په پرمختګ کې یو ښه ګام وي، ځکه د دولتي چارواکیو له پاره او د ملي تجارو له پاره به دا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، یو خو به دا وي چې تر دې وروسته هغه څوک چې پلازمینې کابل ته یا هېواده بهر سفرونه کوي، هغوی له پاره به ډېر سهولت وي، بل به د هغه چا له پاره ډېر سهولت وي، چې پخوا به قطارونو کې تلل او په لارو کې به ورته ستونزې وې."
د پکتیکا یو تن قومي مشر هم نوموړي ولایت ته د پروازونو په پیلیدو خوښي څرګنده کړه:
"
دا د پکتیکا د خلکو له پاره ډېره لویه خوشالي ده، چې د پکتیکا څخه کابل ته په الوتکه کې مریضي رسولای شو، په خپله تللای شو ډېره ښه خبره ده، خدای دې ټول خوشاله کړي او په خوشالي دې خدای دا ټول وطن جوړ کړي، تر دې وروسته به تجاران په طیاره کې ژر تللی شي او دوی ته به له اخوا او دې خوا هېڅ تکلیف نه وي."
افق شرق ملکي الوتکې چې په لومړني بهیر کې به مرکز ښرنې ته الوتنې ولري، په یو ځل د پنځوس سپرلیو د پورته کولو توان لري، خو تمه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به ځني نور هوايي شرکتونه هم یاد ولایت ته د پروازونو له پاره تیارۍ څرګند کړي.
د يادولو ده، چې په پکتيکا کې د ايساف نوموړې لويه پوځي اډه نږدې درې مياشتې وړاندې افغان لوري ته وسپارل شوه، چې هوايي ډګر يې دوه کيلومتره اوږده ځغاست لیکه لري، د بهرنیانو له خوا په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، چې له دې وروسته به په اونۍ کې يو ځل کابل –شرنې ته ورنه الوتنې کيږي.

Source: Mashaal radio

- الوخېل
بېرته شاته