(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان د شپږ ويشتم تلين په ياد

[24.Jan.2014 - 15:59]

24.01.2014: د جنورۍ شلمه نيټه د عدم تشدد د فلسفې د بانې او خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان د شپږ ويشتم تلين سره برابره ده چې په لر او بر پښتونخوا کې به د فخر افغان باچا خان په ياد کې بيلابيلې غونډې جوړيږيپه دې مناسبت له خيبر پښتونخوا نه د پښتون سټوډنټس فيډريشن په لسګونه تنه ځوانان د اتوار په ورځ جلال اباد ته راغلي و او د باچا خان په مزار يې قرآن خواني وکړه

د عدم تشدد د فلسفې بانې او د خدايي خدمتګار تحريک مشر باچاخان د شپږ ويشتم تلين په مناسب، له خيبر پښتونخوانه د پښتون ستوډنټس فيډريشن يوه ډله جلال اباد ته راغلې وه او د باچا په مزار يې د ګلونو د ګيډيو د ايښودلو تر څنګ قرآن خواني وکړه او دغه شان يې د خپل عقيدت څرګندونې وکړې.
د دغې ډلې مشري د پښتون سټوډنټس فيډريشن د ارګنايز کميټې چيرمن امتياز وزير کوله. نوموړی خوشحاله و چې د باچاخان په کمپليکس په تيزۍ سره کار روان دی.
(( زموږ د ټولو احساسات دا دی چې موږ ټول ډير زيات خوشحاله شوو چې موږ ته خدای پاک پخپله دا توفيق راکړو چې راغلو او د فخر افغان باچا خان بابا په مزار مو حاظري ولګوله. او بيا چې دلته موږ دا کار وليدو بيا موږ ته نوره هم خوشحالي ميلاو(نصيب)شوله. او الله دې وکړي چې د بابا د مزار دا کار په خير سره سر ته ورسيږي، دا به زموږ د ټولو پښتنو لپاره ډيره د خوشحالۍ خبره وي، ولې چې باچا خان د يوه کور، يوې علاقې سړی نه و.باچا خان د ټول افغان، د ټول پښتون ولس او ټولې پښتنې خاروې نماينده بابا دی.))
يو بل تن وايي چې باچا خان د ټولو پښتنو د يو والي سمبول دی.
((طاهرالله وزير مې نوم دی، ګومل يونيورسټۍ ډيره اسمعيل خان سره تعلق لرم.نن موږ د فخر افغان باچاخان مزار ته راغلي يو، دلته مو قرآن خواني هم وکړله او چې دا کار موږ وليدو، دا موږ عنقريب محسوسوو چې دا به ډير ژر د کمپليټ  شي(سر ته ورسيږي) او دا به د پښتنو د يو والي يو سمبول وي.))
او يو بل تن وايي چې په جلال اباد کې د باچاخان بابامزار د دې ښکارندوی  کوي  چې لر او بر پښتانه سره يو دي.
((زما نوم عمر خطاب بابر دی، د پيښور پوهنتون څخه راغلي يو، دلته د باچاخان بابا د قبر سلامي ته. باچاخان چونکې زموږ د لر او بر د ټولو بابا و. نو د هغه په جلال اباد کې خښېدل دا ثبوت ورکوي چې پښتون که د لر دی او که د بر دی، دا به په دې يوه کور باندې راغونډيږي. موږ ډير فخر کوو چې باچاخان بابا په دې ازاده خاوره باندې پروت دی. او دا کومه دهشتګردي چې زموږ په سيمه باندې روانه ده، نو د دې په خلاف به يو بل ته لاس ورکوو.))
يو بل تن وايي چې درې کاله وړاندې يې چې د باچاخان مزار کنډر کنډر کتلې و، سخت يې خپه کړی و، خو اوس چې يې کمپليکس په اساسي توګه جوړيږي، خوشحالي يې حد نه لري.

((زما نوم سنګين دی او د بابا د سيمې اشنغر سره مې تعلق دی، موږ دلته د بابا مزار ته څو ځلې پخوا هم راغلي يو، ارمان به مو دا و چې د بابا مزار وګورو، خو بيا به چې کله راغلو نو بيا به خپه شوو. ځکه چې د بابا د مزار حال چې نن نه درې کاله مخکې موږ کتلی و،  نو زړه مو خپه شوی و. خو نن چې موږ راغلو نو هاغه خوشحالي زموږ واپس راغله، ځکه چې موږ دلته وکتل چې د بابا په مزار باندې کار شروع دی او ژر ده
چې لر او بر پښتانه يو شي ولې اغيار ورباندې بد ګمان کوينه.))
فخر افغان باچاخان د ۱۹۸۸کال د جنورۍ په شلمه نيټه په پيښور کې ومړ او د هغه مرحوم له وصيت سره سم يې خاکي جسد په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

 Source: Mashaalradio

- باز محمد عابد
بېرته شاته