(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلوچستان: د بلوڅانو ډله اېز قبرونه موندل شوي

[28.Jan.2014 - 18:06]

Tues. 28.01.214 Radio Mashaal :د بلوچستان په خضدار کې د ډله ييز قبر موندنې د غيب کړل شوو بلوچانو لپاره انصاف غوښتونکو او بشري حقونو انديښنې راولاړې کړي چې کيدای شي دغه وژل شوي خلک هغه کسان وي چې د دوی په وينا د پاکستان امنيتي ځواکونو غيب کړي دي.

د غيب کړل شوو بلوچانو د موندلو لپاره کارکوونکې اداره (Voice for Baloch Missing Persons)  وايي دوی به دا مسله سباله په سپريم کورټ کې راپورته کوي. بلخوا چارواکي وايي دوی په ډير خراب حالت کې موندل شوو، د دې مړو پيژندګلوۍ لپاره د ډاکټرانو يوه ډله جوړه کړي. بشيرګواښ پرې رپورټ لري.  
د غيب کړل شوو بلوچانو د موندلو لپاره کارکوونکې ادارې (Voice for Baloch Missing Persons) مشر وايي د دغه صوبې په خضدار کې موندل شوې مړي کيدای شي د پاکستان د امنيتي ځواکونو په لاس د دوی ورک کړل شوي ملګري وي.
نصرالله بلوچ نن مشال ريډيو ته وويل چې دا مسله به  سبا ديرشم تاريخ سپريم کورټ کې را پورته کوي:
(( په خضدار کې زموږ کارکوونکو موږ ته ويلي درې قبرونه موندل شوي چې د سلو په خوا او شا کې مړي پکې وو. تر دې حده ظلم شوی چې د مړو له جامو د درزي يا خياط نشانې يا ليبلونه هم ليري او مخونه يې وران کړل شوي دي. تيزاب او چونه پرې اچول شوي. دا د خاصې منصوبې له مخې شوي چې پيژندګلو يې ونه شي. امنيتي چارواکي د خلکو له خوښې بغير مړي ښخوي. خلکو ته يې نه ښئ. موږ صوبايي حکومت ته هم د دې شواهدو د پټولو په اړه خبر ورکړی او په ديرشم تاريخ به په سپريم کورټ کې هم دا خبره راپورته کوو.))
د ایشيا د بشري حقونو کميشن په خپله پرونۍ خبرپاڼه کې په خضدار کې د موندل شوو مړو شمېره تر سلو ډيره ښودلي او د ژور خفګان په ښودلو يې له حکومته د بلوچانو د حقونو خوندي کول غوښتي.
ياده دې وي چې بلوچستان کې ځينې بلوچ وسله والې ډلې له پاکستانه د بېليدو لپاره مبارزه کوي او له همدې وجې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو وپه وينا د هغوی ملاتړي او خپلوان د امنيتي ادارو له خوا غيب او يا وژل کيږي. خو دغه صوبه کې ايف سي ځواکونو که څه هم د خلکو غيبول نه دي رد کړي خو ويلي يې دي چې د لادرکه کړل شوو کسانو شمېره د بشري حقونو د دادارو د رپورټونو برخلاف کمه ده.
د پاکستان د بشري حقونو د کميشن مشره زهره يوسف وايي د خضدار په ډله ييز قبرونو کې د موندل شوو مړو د پيژندګلوۍ او په دې کار کې د ککړو خلکو خلاف د کاروايي کولو لپاره يې چارواکو ته خطونه ليږلي.
((مونږ د کورنيوو چارو وزير او د بلوچستان وزيراعلی ته په دې هکله خط ليږلی او ورته ليکلی مو دي چې د دې قبر په اړه پراخه تحقيقات وکړي. تر اوسه ډير مړي او يا د هغوی د بدن غړي پيدا شوي دي. ځينې ځوانان د څلورو کلونو راهيسې غيب دي. داسې زرګونه کيسونه دي. هغه کورنۍ چې خپلوان يې لادرکه دي انديښنه لري چې کيدای شی دغه موندل شوي مړي د دوی د خپلوانو وي. موږ پخوا هم حکومت ته ويلي وو چې له قانونه سرغړوونکو ته دې سزا ورکړي خو داسې نه دي شوي او اوس چې تحفظ پاکستان آرډيننس د ولسمشر له خوا دستخط شوی دا د خلکو غيبول قانوني کوي.)) 
د زهره يوسف په وينا د تحفظ پاکستان آرډيننس له مخې امنيتي ځواکونو ته قانوني اجازه ورکړل شوي چې مشکوک کس تر نويو ورځو پورې په خپله ولکه کې وساتي.
د بلوچستان د کورنيوو چارو د محکمې سيکريټري اسد ګيلاني پرون مشال ريډيو سره خبرو کې د دې قبرونو موندل ومنل خو د موندل شوو شمېره کمه ښئ:
((زموږ رسمي يا حکومتي موقف دا دی چې يوولس مړي موندل شوي. يوولس په دغه قبر کې او دوه پرې دپاسه موندل شوي. نو ټول ديارلس کسان وو. مونږ به د دې خلکو د پيژندګلو لپاره د هغوی ډي، این، ای ټيسټ کوو. د ډاکټرانو يوه ډله مو جوړه کړي. د بې امنۍ دا مسله ډيره پيچلي ده. د دې حلول به وخت اخلي. په يوه ورځ يا دوو ورځو کې نه شي حل کيدلی.))
ياده دې وي چې په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو يو پلاوي يا ټيم هم بلوچستان ته له سفر وروسته د پاکستان له امنيتي ځواکونو غوښتي وو چې د خلکو له غيبولو او وژلو لاس واخلي. دې لړ کې سپريم کورټ کې هم يو کيس روان دی خو تر اوسه پکې چا ته سزا نه ده اورول شوي.

بلخوا د فرهاد شینواری د خبر له مخې د خیبر ایجنسۍ په جمرود تحصیل کې د جرګو له لارې خلکو ته دستی انصاف ورکولو ، د مقدمود زر فیصلو او د جرګو نه د رشوت ختمولو د پاره تیره ورځ یوه غونډه اوشوه چې پکې د جمرود پولیټیکل چارواکو او په لسګونه ځایی مشرانو ګډون وکړ.

د دغې غونډې په مهال د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ جهانګیر اعظم وزیر مشال ریډيو ته وویل:
"
چې دوی ته داسې شکایتونه تر لاسه شوی وو چې دوی ځایي مشرانو یا د جرګې غړو ته کومې مقدمې حواله کړي نو په هغې کې رشوتونه اخیستل کیږی، د خلکو په مقدمو فیصلې تر اوږدې مودې پورې ځنډول کیږي، او ځایی قبایلو ته په وخت انصاف نه ملاویږي نو دې د پاره دوی د کوکی خیل قام دغه غونډه راوبلله او د سرکاری جرګو د پاره یی یو شمیر نوي جرګه ایز وټاکل، او دغه پریکړې یی وکړې چې د پولیټیکل چارواکو له خوا دوي ته کومې مقدمې حواله شی نو په هغې به لګ تر لګه یوه میاشت کې فیصله کوی، رشوتونه به نه اخلی، او د خلکو ترمنځ به د شخړو د هوارولو د پاره کوټلی ګامونه پورته کوی"
په دې غونډه کې شریک یو ځایی مشر ملک فیض الله جان کوکی خیل وویل:
"
دوي د کوکي خیل قام د یو سل او شلو (۱۲۰) کسانو لویه جرګه وټاکله او دغه کسان به اوس د ځایی خلکو ترمنځه په عدل او انصاف سره کشالې هواروی،او دوی به رشوتونه نه اخلی، او زر تر زره یانی په دیرشو ورځو کې دننه به په مقدمو فیصلې لیکی،او مونږ ټول به د حق ملګرتیا کوو"
یاده دې وی چې په فاټا یا قبایلی سیمو کې د (ایف سی آر) فرنټیر کرایمز ریګولیشن قانون تر لاندې د پولیټیکل انتظامېې عدالتونه د یوې لانجې مقدمه د جرګې غړو ته وسپاری او دغه جرګه ایز بیا د فریقینو نه واک واخلی او د هغوی ترمنځه د قبایلی رواج مطابق یوه فیصله ولیکی، او بیا یی د مرستیال پولیټیکل ایجنټ په عدالت کې جمع کړی او  او هغوی بیا پرې کورټ آرډر یا عدالتی حکم جاری کړی، او فریقینو ته یی واوروی.
د ویلو وړ ده چې د جرګې غړو ته د دغې کار په بدل کې پولیټیکل چارواکی مراعات ورکوی..

- بشیر ګواښ
بېرته شاته