(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

FACSمطبوعاتي اعلامیه

[01.Feb.2014 - 03:51]

31.01.2014
۹، دلوه ۱۳۹۲
۲۹ جنوري ۲۰۱۴
کابل
د تاریخ په اوږدو کې، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د سيمې او هیواد د جګړې او نا امنیو ستر عامل ګرځيدلی!
له امريکې سره امنيتي تړون د ملي او نړېوالو انساني او حقوقي ارزښتونو خلاف او موږ امریکا، ناټو او مشورتي لويې جرګې مشرتابه پرې علمي مناظرې ته رابولو!
پر افغانستان د درې نیمو لسيزو تپل شویو جګړو، د بهرنیو ځواکونو حضور، اداري فساد، ظلمونو او بې عدالتیو او قانون نه حاکمیت له امله د افغانستان د بې وزلي ولس ټول قومونه او سيمې پر راز راز کړاوونو، مرګ ژوبلو، علمي، فرهنګي، سیاسي او اقتصادي فقر اخته او د ژوند او پرمختګونو له ټولو مزایاوو بې برخې ساتل شوي دي. د دغو جګړو خوند يواځې هغو نړېوالو کړیو او د هغوی یو شمير لاسپوڅو او اجيرو افغان کړیو او اشخاصو  څکلې او اقتصادي او سیاسي ګټې يې کړي چې دغه اور يې بل کړی او له جګړو او بې ثباتیو تغذیه کيږي.                                                                                                                    
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) د هيواد د مستضعفو ولسونو د ارادو د یو ممثل ارګان په توګه د هيواد د خلکو د ښه، سوکاله او سرلوړي راتلونکي لپاره په لاندې ډول غوښتنې مطرح کوي او له ملګریو ملتونو، اسلامي کنفرانس، کورنیو او نړېوالو چارواکو او ولسونو يې د ملاتړ او عملي کيدا غوښتنه کوي.                                                    
۱.  موږ ۲۰۱۴ له جنګ جګړو، بهرنیو ځواکونو، له کورنیو او بهرنیو بريدونو او لاسوهنو، ظلم او بې عدالتیو، چور تالان او فساد پاک او د سولې، امن، ټولنيز عدالت او قانون حاکمیت لرونکی افغانستان غواړو!                    
۲. لکه څرنګه چې د ۲۰۰۱ له پای تر دې دمه په افغانستان کې یوې بلې تپل شوې جګړې او د بهرنیو ځواکونو پراخ حضور د افغانستان د خلکو امنیت لا پسې خراب کړی او هغوی هم د بهرنیانو او هم د کورنیو مخالفینو لخوا له مرګ ژوبلو او ويرونو سره مخ دي، لسګونه زره بې ګناه انسانان ووژل شول او سلګونه زره ټپي او بې کوره شول، کلي او ښارونه وران او ډېری خلک پر اقتصادي او امنیتي فقر اخته شول، نو ځکه خو تر دې وروسته هم د امریکا او متحدینو نظامي حضور د افغانستان لپاره ګټور نه بلکه د کشالې ادامه بولو، او له مهالوېش سره سم د ټولو بهرنیو قواوو د وتلو او پر ځای يې له افغانستان سره په ملکي، سیاسي، امنيتي او اقتصادي برخو کې د نړېوالو د صادقانه مرستو غوښتنه کوو څو هم افغان او هم بهرنۍ میندې د خپلو اولادونو له وير او ماتم څخه خلاصې او د خوشاله او سوکاله ژوند څښتنانې شي!                                                                                                              
۳. موږ له امريکې سره امنیتي تړون د ټولو ملي او نړېوالو علمي، حقوقي او انساني ارزښتونو خلاف بولو او خپل ملي حاکمیت، اساسي قانون او سیاسي استقلال تر هر څه پورته ګڼو او پر موضوع هر وخت د نړۍ په هر ګوټ کې له امريکې، ناټو او مشورتي لويې جرګې له مشرتابه سره آزادې مناظرې ته حاظر یو.
                    
۴. موږ په هيواد کې د سولې، ښې حکومتدارۍ، قانون حاکمیت، سراسري امنیت، عادل او حساب ورکوونکي شفاف نظام، متوازن انکشاف علمي، فرهنګي او اقتصادي پرمختګ او هم د ډار اچونې او مخدره توکو د مخنیوي او قاچاق  په لړ کې د افغان دولت د جدي عملي مبارزې او د ملګریو ملتونو او اسلامي کنفرانس تر سرپرستۍ لاندې د نړېوالو دوستو ولسونو د صادقانه ټینګ او پراخ ملاتړ غوښتنه کوو.                                                                      
 
۵. موږ له افغان ولس، ملګریو ملتونو او ټولو دوستو نړېوالو هيوادونو او ولسونو په ټینګه غوښتنه کوو چې له دې وروسته ټول هغه پيژندل شويو مجرمينو او مفسدينو ملاتړ پرېږدي او له صحنې ويستلو کې دې يې رغنده ګامونه پورته او د محاکمې ميز ته دې يې راکاږي، چې د افغانستان د خلکو پر ژوند او سیاسي، اقتصادي، علمي او فرهنګي سرنوشت يې لوبې کړي او ملي پانګه او د نړېوالو مرستې يې چور او تالا کړي دي.                                       
۶. د هیواد روان کړکیچ نور اساسي لاملونه د بن لومړي کنفرانس کې طالبانو او حزب اسلامي ته د برخې نه ورکولو، غير عادلانه پرېکړو او پر ملت د ځینو بې کفایته، ازمایل شویو، مغرضو او شخصي ګټو ته پر ملي ګټو ترجيح ورکوونکو خلکو د تپلو تسلسل هم دي، چې په راتلونکو مذاکراتو کې يې تکرار ډېر خطرناک ګڼو. موږ پر نړېوالو ځواکونو، افغان دولت، طالبانو، حزب اسلامي او نورو وسله والو مخالفینو غږ کوو چې د اسلامي، افغاني او نړېوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره د بې ګناه او هردم شهیدو افغانانو انساني کرامت او ارزښتونو پر اساس جګړه پای ته ورسوي او د سراسري سولې، امنیت او د هیواد د فلاح او سرلوړۍ لپاره رښتيني او رغنده 

Subject: Open Debate Invitation to US, NATO and Leadership of Loya Jirga on BSA
To: [email protected]

Dear all diplomatic missions, state departments, media outlets & related persons:

Please find attached the FACS Press Statement for Invitation to open debates to USA, NATO and Loya Jirga Leaderships who says BSA should be signed.

According to the FACS and most of the civil Afghans BSA is against all the laws, rules & regulations of the country and all humanitarian laws and regulations of the world, and may result the continuation of broad based conflicts, war and the killings & distractions in the country and region.  
FACS asks for the total withdrawal of the US-NATO forces from Afghanistan, but does not mean the country should be left alone. We believe at co-existence in this global village according to mutual interests based on ethics, mutual respect to the laws and thoughts. 

We want this world a peaceful place for all to live.

For any enquiries, meetings or interviews please don't hesitate to contact us through email or phone.

Best Regards,

Media & Relations Department
Federation of Afghanistan's Civil Societies (FACS)
Kabul
Ph: +93 788 161 853

- FACS
بېرته شاته