(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

...د وطن د ترقۍ ملی ګوند

[04.Feb.2014 - 22:44]

د هیسن ایالت د ګوندي شورا غونډه

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د آلمان د هیسن د ایالت ګوندي شورا د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال د جنوري د میاشتې په ۳۱ نېټه د فرانکفورت په ښار کې غونډه وکړهپه دې حضوری غونډه کې د آلمان د سراسری شورا رئیس ښاغلی امیر محمد ګران او پوهنیار نورمحمد غفوری د ګوند د دارالانشأ او اجرائیه شورا غړی ګډون درلودد غونډې اساسی موضوع د تیر کال د دسمبر د میاشتې د ګوندي کنګرې د اسنادو د توضیح او د هغو د پریکړو له پاره د محلی شرایطو سره سم د عملی لارو چارو موندل ؤ.

غونډه د هیسن د ایالتي شورا د رئیس محترم عزیزالله زرمتی لخوا پرانستل شوهمحترم زرمتي د هیسن په ایالت کې د ګوندي سازمان د فعالیتونو په اړه د غونډې ګډون کوونکو ته رپوټ ورکړد هیسن د ایالت د ګوندی شورا مرستیال محترم محمدافضل امرخیل هم د ګوندی داخلی ژوندانه او تشکیلاتی موضوعاتو په اړه اوږدې خبرې وکړېد نورو افغانی ګوندونو له سازمانی کړيو، په هیسن کې د افغانی مدنی او کلتوري ټولنو او ټولو افغانانو سره د شریک کار له پاره د مناسبو او اغیزمنو میتودونو د موندلو په اړه نظرونه وړاندې او پریکړې وشوېمحترم امیر محمد ګران د اروپا او آلمان د سراسری شورا د فعالیتونو او د هغو ترمخ د پرتو دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او په څنګ کې یې په سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو رڼا واچولهپه غونډه کې ځینې نورو ګډون کوونکو هم په نوبت سره د هسین د ایالت، د آلمان او اروپا د ګوندي سازمانونو او همدا راز د سراسری ګوندي فعالیتونو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړلد فعالیتونو په بهیر کې یې تش ځایونه په نښه او د هغو د ډکولو او د کارونو د لاښه سمون او چټکتیا په خاطر یې نیوکې او وړاندیزونه وکړلمحترم عبدالحمید شهیدنور، محترم سید عبدالقادر، محترم خوشدل یعقوبی، محترم ممیز، محترم انجینر سید احمد او نورو په نوبت سره خپل نظرونه، نیوکې او وړاندیزونه بیان کړل او د ښاغلی نورمحمد غفوری څخه چې له افغانستان څخه راغلی او په غونډه کې یې ګډون درلود، وغوښتل چې د دوی هغه غوښتنې، وړاندیزونه او انتقادونه په کابل کې د اجرائیه شورا او همداراز د دارالانشأ په غونډو کې طرحه کړي، تر څو چې د ګوندي فعالیتونو د لاچټکتیا او سمون په لاره کې ترې کار واخیستل شي.

په غونډه کې پوهنیار نورمحمدغفوری د ګوندي کنګرې د جوړیدو او د هغو د بهیر او پریکړو، د ګوندي وحدت د ټینګښت، په انتخاباتي مبارزه کې د ګوند د فعالیت او موقف، په اوسنیو حالاتو کې د ولسي کتلو ترمنځ د ګوند د نویو کاري میتودونو او همداراز د هیواد د اوسنیو ستونځمنو او کړکیچنو حالاتو په اړه خبرې وکړی او نوی معلومات یې ملګرو ته وړاندې کړلنوموړې ددې غونډې جوړول په دې خاطر د ډیر اهمیت وړ وبلل چې په داسې حال کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند غړي په فرانکفورت کې سره یوځای کیږی چې د ګوند د داخلی ژوندانه له پاره خورا مهمې ورځې دیتقریبا یوه میاشت مخ کې د ګوند کنګره جوړه شوه او په ۲۰۱۴ زیږیدیز کال کې زموږ هیواد د سیاسی، پوځی او اقتصادی انتقال له پروسې سره مخامخ کیږید ۱۳۹۱ کال د میزان په میاشت کې د هغه وخت د (ملی ګونداو د (وطن د ترقۍ ګوندد وحدت کنفرانس د ګوند غړو ته وعده او د ګوند رهبري ارګانونو ته دنده سپارلې وه چې د یوه کال په موده کې به په ټولو ښارونو، ولایتونو، ناحیو او ولسوالیو کې ګوندي سازمانونه یو له بله سره يوځای کوید یوه کال په اوږدو کې به د ټولو سازمانو څخه و لوړو ارګانونو ته د آزادو او دموکراتیکو انتخاباتو له لارې د ګوندي شورا ګانو د رهبرۍ غړي راپورته کیږی او د همداسې دموکراتیکو انتخاباتو له لارې به د کنګرې استازي د معین نورم له مخې ټاکل کیږي او تر یوه کال وروسته موده کې به کنګره جوړیږيد وطن د ترقۍ ملی ګوند رهبری د همدې کار له عُهدې څخه ووتهګوندي سازمانونه یې لومړی د معینو توافقاتو له مخې یو له بله سره مدغم کړل او بیایې د ټاکلې مودې په پولو کې د ګوندي شوراګانو له پاره منتخبې رهبري کړۍ رامنځته کړې، د آزادو او دموکراتیکو انتخاباتو له لارې یې د کنګري استازی وټاکل او کنګره یې په بریالیتوب سره تیره کړهګوند وکولای شوای چې په ډیرو سختو شرایطو کې چې له ډیرو خواوو د ستونځو سره مخامخ وو، له کنګرې څخه واحد او غښتلی راووزي او هیله ده چې وحدت يې له پخوا څخه نور هم محکم او په نوی کیفي پړاو کې قرار ولريددې کنګرې په وخت کې ګوندې فعالینو او د کنګرې له پاره منتخبو استازو د څلورو ورځو په اوږدو کې یو له بله سره د رسمي غونډو او آزادو بحثونو په بهیرکې ښه وپیژندل او یو د بل له نظره خبر او د ګوندی او سیاسی کار تجربې یې یو له بله سره شریکې کړېپه دې ډول د وطن د ترقۍ ملی ګوند له ټولو تشو ځایونو، انتقادونو او سهوو سره سره، د هیواد په کچه یوځل بیا د دموکراتیک او مدرن سازمان په کره نمونه واوښټ.

باید یادونه وشي چې د ګوند دموکراتیزاسیون او مدرنیزاسیون کومه مشخصه پروژه نه ده چې په معین وخت کې د ټاکلو ظرفیتونو د په کار اچولو سره شروع او پای ته ورسیږي، بلکې دا یوه دوامداره پروسه ده چې هر وخت دوام مومی او دوام به ولریهمدا پروسه نن د آلماني ټولنې په ډیرو پخوانیو ګوندونو کې هم روانه دهتاسې یې ګورئ چې د آلمان سوسیال دموکرات ګوند چې ۱۵۰ کلنه سابقه لری، د تاریخ په اوږدو کې یو ځای د بورژوازی دموکراتیکو پروسو سره څنګ پر څنګ را لوی شوی او وده یې موندلې ده، د آلمان په دموکراتیک او پرمختللې ټولنه کې سیاسی فعالیت کوی او د نورو هیوادو د ترقی غوښتونکو چپو ګوندونو له پاره یوه وتلې نمونه ده، بیا یې هم په ۲۰۱۳ میلادی کال کې په دولتی چارو کې د ګډون او د سیاسی فعالیتونو د سمون په خاطر د دموکراتیزاسیون او مدرنیزاسیون موضوع ته خاص پام ور واړاوه او په مهمو موضوعاتو کې یې د ګوندې غړو د پراخه ګډون او عامې نظرغوښتنې پروسه پیل او په بریالۍ توګه پای ته ورسولهددې کار په پایله کې د سوسیال دموکرات ګوند رهبرۍ د غړو د ډیرکیو ملاتړ له ځانه سره تضمین کړ او اوس په ډاده زړه خپلو ګوندي فعالیتونو او له مسیحی دموکرات او سوسیال مسیحی ګوندونو سره یوځای دولتی کارونو ته دوام ورکوی.

په نننۍ غونډه کې د طرحه شوو سوالونو او انتقادونو په لړ کې باید داخبره یاده کړم چې د (ملی پیامګوندی نشراتی ارګان د ګوند د زده کړو او فرهنګی کمیسیون تر لاس لاندې نه دی، بلکې په لوړه کچه د دارلانشأ په چوکاټ کې مستقل فعالیت کوید دارالانشأ لخوا په مستقیمه توګه ورته مسؤل کس او ورسره یوځای د لیکنې د هیئت غړی هم ټاکل شوی دی.

د ګوندی فعالیتونو او په دې لړ کې د زده کړو او فرهنګی چارو په سم پرمختګ کې د نورو ستونزو تر څنګ غوره ستونزه د مالی او پولی منابعو نشتوالی دید ټاکلې بودجې او د مالی امکاناتو پرته د موادو برابرول، چاپول او د هیواد ګوټ ګوټ ته رسول ناشونی کار دیپه دې اړوند په خارجي پرمختللو هیوادونو کې ګوندي غړی او سازمانونه ښه رول لوبولی شی او هیله داده چې په دې باب په آلمان او اروپا کې د ګوندي غړو له خوا ډیره توجه وشي.

بې له شکه زموږ په ګوندي کارونو کې به د یوه او یا بل چا له نظره نواقص موجود وي او موجود ديد ګوند غړي کولای شي چې د ګوندي داخلی دموکراسۍ له شرایطو او په اساسنامه کې د درج شوو حقوقو څخه ګټه پورته کړی او خپل وړاندیزونه او نظرونه له نورو ملګرو سره شریک او له رهبرۍ سره طرحه کړيما پخپله هم د کنګرې د جوړيدو تر مخه د ملګرو سره د «چالش ها فرا راه حزب و راه حل های آن» تر سرلیک لاندې په لیکلې رساله کې د خپله نظره د ګوندي فعالیت د لاچټکتیا او سمون په خاطر د شلو مواردو یادونه وکړه، د ستونزو د حل، د نواقصو د له منځه وړلو او د مدرنو ابتکارونو د پکاراچولو په خاطر مې ټاکلي وړاندیزونه او نظرونه طرحه کړلدا رساله دهغو تجربو پر اساس ولیکل شوه چې ما د خپل هیواد د کلیو او ښارونو، د تحصیل په وخت کې د سوسیالیستی سیستم او اوس د غربی اروپا او امریکا په بورژوازی شرایطو کې د سیاسي او د ګوندی فعالیتونو په بهیر کې لاس ته راوړې ديله نېکه مرغه چې د کنګرې په وخت او هم وروسته له هغې په رساله کې د ډیرو طرحه شوو مسئلو په اړه بحثونه پیل او پریکړې نیول کیږيزموږ په ګوند کې مسلطه روحیه داسې ده چې هر ګوندي ملګری د نورو ګوندیانو طرحو او نظرونو ته احترام او دقت کوی، هغه اوري، هغه لولي، ځان پرې پوهوي، تحلیل او تجزیه کوي یې او په اړه یې په خپله آزاده اراده او ژور تفکر معین موقف او تصمیم نیسيهمدا د هیواد په سختو شرایطو کې زموږ په ګوند کې د پراخه دموکراسۍ او پلورالیسم موجودیت زموږ د ګوند له مشخصو ځانګړنو څخه بلل کیدای شيموږ نه یوازې په ګوندي چارو کې، بلکې په ملي مسئلو کې هم د پلورالیسم او د مختلفو او یو له بله سره د مخالفو او ان متضادو افکارو، عقیدو او نظریو د احترام او متقابل زغم پر بنسټ چلند کوو.

د هیواد په اوسنیو حالاتو کې د امنیتی وضعې د خرابۍ، د چارواکو له خوا د سیاسی ټینګې ارادې د نشتوالي، د انتخاباتو او د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمیسیونونو او په مرکز او ولایتونو کې د زورآورو کسانو د لاسوهنو له کبله د رښتینو آزادو، رڼو او دموکراتیکو سراسری انتخاباتو امکان نشتهډیرو کسانو چې ولایتي شوراګانو ته ځانونه کاندید کړی ؤ، بې له هیڅ دلیله یې نومونه له لسته غورځیدلی او هیڅ مقام او ارګان یې اعتراض او شکایت نه دی اوریدلی، د لیستونو څخه د لرې کیدو علت یې نه دي څرګند او د سوالونو ځواب یې نه دی ورکړل شوی.

سره له ټولو هغو نواقصو چې په هیواد کې روانه انتخاباتی پروسه یې لری، د ګوند رهبرۍ پریکړه کړې چې په انتخاباتو کې به ګډون کويد ولس مشرۍ په انتخاباتو کې زموږ ګوند د ډاکتر اشرف غنی احمدزی له ټیم څخه ملاتړ کوی او زموږ د ګوند او ګوندي رهبرۍ په نظر په اوسنیو کاندیدانو کې د ډاکتر اشرف غنی احمدزی د (دوام او بدلونپروګرام تر نورو ښه دید ګوندي رهبرۍ غوښتنه داده چې د وطن د ترقۍ ملی ګوند ټول غړی په اوسنیو شرایطو کې له همدې پریکړې زغرده ننګه وکړي.

په پای کې غونډه د وطن د ترقۍ ملی ګوند د آلمان هیواد دشورا د رئیس محترم امیر محمد ګران په ارزونه او وروستیو خبرو پای ته ورسېده

Noor Mohammad Ghafury

 

- غفوري
بېرته شاته