(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فکر او عمل د جرګې د...

[05.Feb.2014 - 20:00]

05.02.2014: نن د افغانستان تکړه لیکوال، مورخ، د افغانستان او د سیمی د فوځي چارو متخصص او د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر علی احمد جلالی رسما د فکر او عمل د جرګه په ریاست د جمهوری ریاست کاندید ډاکتر اشرف غنی احمدزی نه خپل ملاتړ دیوی لویه غونډی په ترڅ کی اعلان کړ. د جلالی د وینا متن د تاسی سره شریکوم:    شاه محمود میاخیل

د فکر او عمل جرګه
دجمهوری ریاست په ټاکنو کی د ډاکټراشرف غنی احمدزی د کاندیدی ملا تړ 
د جرګی د مشر پروفیسر علی احمد جلالی پیغام
ډیرو ګرانو وطنوالو، ښاغلو، میرمنو، مشرانو، همزولو، ځوانانو، د هیواد له ګوټ ګوټ نه راغلو دوستانو! هیله ده چی زما تاوده سلامونه اوښی هیلی ومنی.
له نن نه پوره دوی میاشتی وروسته، دافغانستان خللک دخپل نوی ولس مشر دټاکلو دپاره رائی ورکوی. دا خبری ډیری کیږی چی ګواکی دا به د هیواد په تاریخ کی لومړی ځل وی چی قدرت له يوه منتخب جمهور رئیس نه یوه بل منتخب ولس مشر ته په سوله ایز ډول لیږدول کیږی. خبره همداسی ده. خو د قدرت دغه لیږد په داسی شرایطو کی تر سره کیدونکی دی چی ملک له یوی ستری تاریخی ازموینی سره مخامخ دی. داکال له هیواد نه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د افغانستان خلک د هیواد د امنیت چاری په بشپړ ډول په خپله غاړه اخلی او په سیاسی او اقتصادی برخوکی به تر ډیره حده په خپلو امکاناتو تکیه کوی.
د راتلونکو انتخاباتو پایلی او دهغه حکومت سیاسی، اقتصادی او اداری کفایت او ظرفیت به، چه قدرت ته رسیږی دافغانستان پر برخلیک غوڅ او ټاکونکی اغیزه ولری. ددی حکومت په مخ کی تر ټولو ستره ننګونه داده چی څنګه لا سخت کارونه د لا محدودومادی امکاناتو په لرلو سره تر سره کړی. دا ځکه چی د بهرنیو مرستو له کمیدو او حتی بندیدو سره به راتلونکی حکومت دی ته اړ وی چی په کمو وسایلو له لا سترو ننګونو سره پنجه ورکړی. له دی آمله دافغانستان دراتلونکی حکومت د مسئولیت پیټی لا دروند او په عین وخت کی ټاکونکی دی. دغه « دروند امیل څوک آسانه په غاړه نشی وړایله دی چلنجونو سره مقابله با درایته ملی رهبری ، ملی پروګرام او یو متعهد ملی ټیم غواړی. دا هغه ځه دی چی مونږ، دفکر او عمل جرګه ئی د ښاغلی ډاکټراشرف غنی په پروګرام، سیاسی او مسلکی ملګرو او دده په ازمویل شوی رهبری کی وینو
له ډاکتر غنی سره زما فکری او سیاسی ملګریتوب د ډیرو کلونو يو غنی سفر دی. په تیره بیا د یوه کاله راهیسی ما او څو نورو پیاوړو ملګرو له ډاکتر صاحب سره د داسی یوه ملی پروګرام په جوړولو کی برخه اخیستی چی له یوی خوا د تیرو دوولسو کلونو لاس ته راوړنی خوندی او لا غنی کړی او له بلی خوا د هیواد دنوو شرایطو سره سم او د تیرو کلونو د تجربو په رڼا کی په امنیتی، سیاسی، حکومتداری او اقتصادی چارو کی پراخ، متوازن او او د عملی کیدو وړ اصلاحات را منځ ته شی. ځکه نو دا د «تداول او تحول» طرحه ده

Shahmahmood Miakhel

- شاه محمود میاخیل
بېرته شاته