(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیوال پښتو تشريحي قاموس

[05.Feb.2014 - 20:25]

ويښ ولس تل د عملي نوښتونو د لاس ته راوړنو په بنسټ د خپلو ژمنو شخصيتونو د فکري او عملي خپلواکۍ پر

بنسټ ولاړو خدمتونو تلل کويد هغو شخصيتونو ملاوې ورتړي چې په بشپړه فکري، علمي او عملي بڼه د ولسي

بشري قوې وړتياوو او ځواکمنتياوو په کار اچولو سره ملت او هېواد د ويساتوب او بسياتوب په لور سوق کويد

خپلو خلکو او ملت خدمت د الله (جله لوري پخپلو نېکو بندګانو لورېينه وىښاغلى نور رحمان لېوال هغه ژمن

ولسي مشر او سياستوال دى چې الله (جد ملت او هېواد په خدمتونو نازولى دىد لېوال صيب د نورو ډېرو لاسته

راوړنو له ټولګې څخه   لېوال پښتو تشريحي قاموس لينک او دا علمي مقاله درسره شريکوم هيله ده چې ستاسي

علمي تنده پرې ماته شي  او ستاسي د پام او کارونې وړ وګرځى.

سم لیکل(رښتين): که اسانه، پاک او اقتصادي ليکل (لېوالهرومرو يې ولولئ، شريک او علمي يې تنقيد کړئتر ټولو وړاندې غوړام ووايم چې ډېرى پښتو ټايپونکي د واټن تڼۍ(Spacebar ) کارولو ته پام نه کوي، کله چې پښتو ليکئ، د کليمو ترمنځ (تر منځواټن کارول ډېر اړين دي چې لاندې چارو او لوستونکو سره مرسته کويخو د پښتو ډيرى ليکوالان د کليمو ترمنځ واټن ته خيال نکوي (نه کوي). هيله ده لدې ليکنې ورسته يې وکړئرښتين صيب تېروتنو ته ستاسې پام رااړول چې زه يې پپټه (په پټهسمونه ګڼم او پلاسي په لاسييې کوم د ليکنې ته اړ کړمنور ښاغلې يې چې په هره موخه کوي، خو لتېرو (له تېروڅو کلونو راهيسې، کمپيوټري تخنيک کې د پښتو ژبې لپاره (له پارهپکارکولو (په کار کولوزما تجربه دا راښي چې که موږ مرکبې کليمې يوځاى (يو ځاىوليکو دا پښتو سره پلاندې (په لاندې)برخو کې ډېره مرسته کولاى شو- Spellcheck (سمونګر يا املاګر يا ؟) – لبدمرغه (له بده مرغهتر ننه په پښتو کې جوړ نشو، خو زما خوارئ روانې دي، خنډونه يو بشپر پښتو قاموس(پيوه املا)، مالي او تخنيکي خنډونه ديد بيلګې په ډول د سمونګر لپاره (زده کړېدوه کليمې او زدهکړې يوه کليمه ده، چې د سمونګر جوړول اسانه کويماشيني ژباړه – دا چې نن ډيرى پښتانه د ګوګل څخه غوښته کوي او ګوګل پښتو خپله ماشيني ژباړه کې نه ورکوي، دى ته هم لومړى بشپړ پښتو قاموس(په يوه املا)، بشپړ ګرامر، اقتصادي کمزورى بازار چې لبدمرغه د پښتو د وړيا غوښتنې له امله دى دري خنډونه ديسياسي غوښتنې هم کيداى شي تر شاه وي، ځکه اوس د لويديځ او پښتنو د ګټو ټکر غوندې ښکاري، کيداى شي دوي نه غواړى چې پښتو او پښتانه دې پرمختګ وکړي، کيدايشي ګوګل ته ويل شوي وي چې پښتو ژباړې اسانتيابه نبرابرويخو تر ټولو اسانه ژباړه به د ماشين لپاره کليمه په کليمه ژباړه وي چې نور ټول ګرامري اصول پرېږدواوس د بلګې په ډول که ماشين ژباړيزده کړې زده = learn يا د چانوم کيداى شي کړې = do يا go away لکه چرګو ته چې وايو کړېماشينې ژباړونکى مجبور دي چې د (زده کړېکلمې ژباړې لپاره پوره جمله ولولي او بيا يې ګرامرى اوصولو باندې کمپيوټر پوه کړي چې زده کړې Education ته واييدا کار ډېر زيات پروګرامينګ، تخنيک، وخت او اقتصاد غواړئخو که زدهکړې وليکئزدهکړې = Education نو هيڅ ستونزه نلريغږ متن ته – دا چې ماشين غږ واوري او متن وليکي دا اوس عام خبره ده خو پښتو بيا دلته وروسته پاته ده چې لامل يې قاموس او په قاموس کې غږيزه ليکبڼه باندې کليمې او ګرامر کيداى شيمتن غږ ته – دا چې ماشين ورکړل شوي متن ولولي دا اوس عام خبره ده خو پښتو بيا دلته وروسته پاته ده چې لامل يې قاموس او په قاموس کې غږيزه ليکبڼه باندې کليمې او ګرامر کيداى شي، زه يوه بلګه راوړمزده کړېکمپيوټر به لولى zda او بيا kaRe چې داوړه ځان ته خپل خپل غږونه دي نو د ماشين به جلا جلا غږونه وباسي چې کيداى شي د واټن لمخې چې د زده او کړه ترمنځ ده مطلب ورڅخه وانخستل شيکه زدهکړې وليکئزدهکړې = zdakare يو کليمه به وليکي او يا ولولي، هيڅ ستونزه نشتهد زدهکوونکو (زده کوونکوسره مرستههمدرانګه پښتانه چې ليک زدهکوي دوى ته به Spelling چې په پښتو کې عام ندي او بايد عام شي د کليمو په يادساتلو کې اساني راولي، او د نورو ژبو وينکو ته به د پښتو د کليمو په زدهکولو کې مرسته وکړئله تېرو څو لسيزو هغه کسانو چې له ماسره ادبي راشهدرشه (راشه درشهکړي او يا دنده ترسره کړې، زما ليکنې به په پورتنيو غوښتنو سمبال وې، دوي به سمولې او تر نيوکو لاندې به يې راتللېکله چې به مې پورتنى مضمون ورته تشريح کړ، ماته به يې ويل چې خلک به وايي پليک نپوهېږي، ما به ورته ويل چې کله ټولنه او حالات بدلون ته برابر نوي نو حوصله به کوي او هر څه به له ځانه پيل کوي او له نن څخه يې ته هم پيل کړه، کور يې ودان ډېرو منلې او په لاندې ډول يې ليکيزده کړه زدهکړه يا ډېر غوره زدکړه ليکي په کار پکار ليکي په دې ورځو کې پدې ورځو کې ليکي څوک به دې ووهي څوک بدې ووهي ليکي وزیر په پای کې وویل وزير پپای کې وویل ليکي کله چې به مې په انټرنټ کې خپلې او د نورو ورته سمونې ليدلې چې رشتين صيب ورته تېروتنې وايي، خداى شته چې ډېر خوشاله کيدم چې نيوکې ورباندې نکېږي او ورو-ورو عام کېږي، خو اوس زموږ تېروتنه دومره عامه شوه چې رښتين صيب يې سمون ته خيال شو، تېره اونۍ مې د دوي لومړى سم لیکل بيا دا دويم سم ليک وليدل نو ځکه مې دا ليکنه وکړه، تر څو پر دى علمي بحث وکړود روانې لمريزې پيړۍ له منځه د ښه ژوند(ښهژوند (ښژوند)) او لاسته راوړنو (لاستهراوړنو(لاستراوړنو)) لپاره په هره برخه کې Simplify, Clarify, & Economize اسانکول، پاکول او اقتصاديکول د پرمختګ لپاره اړين بلل شوي پدېهکله يو انګريزي بلاګ په بل پوسټ کې رااخلم هيله ده څوک يې وژباړئبرياليو ولسونو د اسانکولو، پاکولو او اقتصاديکولو د فلسفې څخه په ګټه اخيستنې وکولاى شول، په ډېرو برخو کې پرمختګ وکړيښه بيلګه يې د جاپانيو پرمختګ په ډېرو برخو کې او په ځانګړى ډول د نړيوال بازار ستره ونډه د موټرو په برخه کېهمدارنګه د ژبو په برخه کې هم ورته سمون په متحده ايلاتو او په ځانکړى ډول په جرمنى کې ډېر پياوړى وهاوس بايد موږ د پښتو اسانکولو، پاکولو او اقتصاديکولو لپاره هلې ځلې وکړو، نه د زړو رواجونو پاللو لپارهپورتنى کارونه چې زه يې يادوم، د اطلاعاتو کلتور او مخابراتو وزارتونو دندې دي چې د بليونونو مرستو او د دولت د بودجې څخه يې بايد په تېرو کلونو کې ترسره کړي او يا اوس وکړئ، خو عجيبه داده چې کله وزيران د دولت لپاره د پښتنو څخه د مخابراتو او رسنيو په برخه کې بېشانه ګټه او ماليي راټولي هغه حق العباد او ورکول يې په پښتنو فرض دي، خو کله چې پښتو او پښتنو لپاره خپلې راټولې شوې د کوم ټولګټې کار لپاره وغوښتل شي، بيا تعصب ديځکه چې پښتون دشمنه وزيران په دواړو وزارتونو کې د پښتو او پښتنو حق داسې خوري، لکه د پلار مال يې چې ويمتل دي چې تېروتنه عامه شي هغه دود شي، په افغانستان او پاکستان کې د پښتو او پښتنو حق خوړل اوس نو بشپړ دود شويدا وخت په انټرنټ کې په زرګونو پښتانه يو ډېر غوره وخت دي چې د پښتو د معياريکولو، اسانولو، پاکولو او اقتصادي کولو کې ماسره مرسته وکړئ، تر څو موږ لېوال پښتو تشريحي قاموس، او لېوال پښتو-انګريزي-پښتو ډيکشنرى بشپړه کړوبيا دا پورتنې ټول کارونه اسانه کېږئwww.liwal.com/lq اوس نيمګړى پښتو قاموس پروت ده چې ډيرى کليمې په کې نشتههر هغه کس چې په لاندې دو پاڼو کې ډېر فعال وه هغه ته به دلته نيغ-پنېغه کارکولو وياړ ورکړل شيهر څوک چې په انګريزۍ او پښتو پوهېږي هيله ده لاندې پاڼه خوښه کړئ او د اډمين کيدو لپاره پيغام راکړئ تر څو وکولاى شي چې نوي کليمه د څيړلو او مانا په موخه پوست کړئ.https://www.facebook.com/pages/Liwal-Dictionary/1417999418439362?ref=hlاو د پښتو تشريحي قاموس لپاره لاندې پاڼه خوښه کړئ او او د اډمين کيدو لپاره پيغام راکړئ تر څو وکولاى شي چې نوي کليمه د څيړلو او مانا په موخه پوست کړئ.https://www.facebook.com/pages/Liwal-Qamoos/446456862148686?ref=h

 

- پښتو تلویزون
بېرته شاته